د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام درسونه او عبرتونه

کرکټ څانګه 27.02.2010 12:30

ليکونکی: هلال مومند

په ۲۰۰۹ ز کال کې د افغانستان د ۱۹ټيټ لوبډله په ډېر مشکل د کاناډا د ويزې له لاسته راوړلو وروسته کاناډا ته ورسېده او سره د دې چې ناوخته رسېدلې وه په ډېره مېړانه د ۱۹ ټيټ نړيوال جام ته بريالۍ شوه او هېواد ته یې یوه ستره خوشالي ورپه برخه کړه. که څه هم دا خوشالي هغه وخت په غوصه بدله شوه چې پنځه لوبغاړو او روزونکي د افغانستان سره نه جبرانېدونکی خيانت وکړ او بېرته هېواد ته ستانه نه شول.

 په جنوري ۲۰۱۰ کې د ۱۹ ټيټ لوبډله په نيوزيلانډ کې نړيوال جام ته ولاړه چې د ۱۶ لوبډلو په منځ کې یې اخرنی (۱۶م) مقام وګاټه. افغانانو له یوې لوبې پرته نورې ټولې رسمي لوبې بايلودې.دا سمه ده چې د لوبډلې د توپ اچونې او وهنې ملا هغه پنځه لوبغاړو ماته کړه چې له هېواد سره یې خيانت وکړ او په کاناډا کې پاتې شول. خو کومه لوبډله چې نيوزيلانډ ته تللې وه،  نه یواځې خرابه لوبه یې وکړه بلکه په هېواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې. د کرکټ بورډ ته اړين دي چې د نيوزيلانډ له سفره د راتلونکي لپاره د کرکټ د څارونکو دا لاندې اندېښنې په پام کې وساتي:

 ۱.د لوبغاړو غوراوی: نيوزيلانډ ته له تګ څخه مخکې د لوبډلې د غوره کېدو په اړه یو شمېر پوښتنې راولاړې شوې. تر اوسه دې پوښتنو ته د کرکټ بورډ پوره ځواب نه دی ويلی. 

د کرکټ د بورډ له دننه داسې څرګندونې وشوې چې د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام لپاره یوه لوبډله غوره شوې وه خو د کرکټ بورډ په کې ګوتې ووهلې، يو شمېر غوره شوي لوبغاړي یې ترې وويستل او نور لوبغاړي یې په کې شامل کړل. په وتل شوو لوبغاړو کې شبېر نوري، عادل او باطن شاه يادېږي. خو د کرکټ بورډ بيا وايي چې دا لوبغاړي یې ځکه وويستل چې عمرونه یې له ۱۹ کاله ډېر دي او د نړيوالې شورا د اصولو سره سم که یې  معاينات شوې وای او ثابت شوي وای چې د دوه لوبغاړو عمرونه له ۱۹ کاله ډېر دي نو د کرکټ نړيوالې شورا به ټوله لوبډله له نړيوال جام څخه ويستې وه. او نور لوبغاړي یې ځکه د دوی پر ځای په لوبډله کې شامل کړل چې هغوی سره د کاناډا له ستنېدو وروسته ژمنه شوې وه  او په تمريني لوبو کې په بهتره ۱۴ لوبغاړو کې شامل وو.

 که هر څه شوي وي، دا ټوله پروسه د کرکټ په بورډ کې د سالم کميونيکشن، د غوراوي هييت، او د غوراوي لپاره د اصولو د نشتوالي ښکارندوی ده.

 د سليکشن بله ستونزه دا ده چې یو هييت نه لري. د هالينډ د سفر لپاره سليکشن روزونکي کبيرخان، الله داد نوري او سيدشاه امينزي کړی و. د نيوزيلانډ لپاره بيا سليکشن نوروز منګل، دولت احمدزی، ريس احمدزی، خالقداد نوري، حميد شينواري او د عظيم په نامه یو کس کړی و. حميد شينواری د غوره کونکو مشر و. د دوی سليکشن چې ونه منل شو نو بيا د کرکټ بورډ بل کميسيون کيناوه چې د پورته ياد شوو سببونو له کبله یې  د دوی له خوا څو غوره شوي لوبغاړي لرې او څو نور یې غوره کړل.

 افغان کرکټ بورډ بايد د سليکشن یا غوراوي هييت جوړ کړي چې تل سليکشن کوي. له دې برسېره بايد د غوراوي اصول وليکي. د غوراوي د هييت پرېکړه بايد ټولو ته د منلو وړ وي. د غوراوۍ د هييت هر غړی بايد په ليکل شوي بڼه د هر لوبغاړي د غوره کولو پرېکړه په تفصيل وليکي چې خلک پوه شي غوره شوی لوبغاړی د ناغوره شوي لوبغاړي څخه څه توپير لري. په غوراوي کې مهمه خبره دا ده چې که چېرته د غوراوي د هييت د غړي  ورور يا تره زوی يا بل کوم خپلوان ازموينه ورکوي، د نوموړي رايه بايد حساب نه شي. ځکه طبيعي خبره ده چې دا تور به پرې لګېږي چې خپل خپلوان یې راووست.

  ۲. د ښه روزونکي نشتوالی: نيوزيلانډ ته د کرکټ د لوبډلې سره ښه روزونکی نه و. حاجي کبيرخان په سريلانکا کې د ملي لوبډلې سره مصروف و. تاج ملوک هم ورسره و. د کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړی احمدشاه احمدي د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره د روزونکي په توګه ولېږه.  احمدشاه احمدي ته په ډېر درناوي سره بايد دا ووايم چې نوموړی به ښه لوبغاړی وي خو  د نړيوال جام د فشار رزونکی نه و.

 له همدې کبله کرکټ بورډ مجبور شو چې په نيوزيلانډ کې یو بل بهرنی روزونکی (نيوزيلانډی مايک شلټن) د لنډې مودې لپاره وګماري. هغه سره بيا لوبغاړو د ژبې مشکل لرلو.

کرکټ بورډ بايد يا دننه په کور کې د خپلې لوبډلې لپاره روزونکي ولري او يا هم له کوره بهر روزونکو سره مخکې له مخکې داسې سياليو ته تياری ونيسي. تر اوسه زه نه پوهېږم چې د کبيرخان په نه شتون کې تاج ملوک ولې نيوزيلانډ ته د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې سره ونه لېږل شو. ما هاغه وخت دا وړانديز کړی و.

 ۳. دلوبډلې دروحيې نشتوالی: ۱۹ ټيټ لوبډلې لکه دهېواد د ملي لوبډلې په شان ټيم پلی (د یوې لوبډلې په روحيه لوبه) نه کوله. ځيني لوبغاړي شکايت کوي چې له روزونکو پرته نورو غير تخنيکي کسانو ورته بېله بېله روزنه ورکوله. ځيني لوبغاړو شکايت کړی چې نه پوهېدل چې د چا پندونو ته غوږ ونيسي. یو شمېر شنونکي له لوبډلې سره د ډېرو اداري کسانو شتون اړين نه بولي. د کرکټ نړيوالې شورا هم د لوبډلې سره د اداري کسانو په شتون نيوکه کړې ده او له افغان کرکټ بورډ څخه یې غوښتي دي چې په سفرونو کې دې یواځې تخنيکي ماهرين له ځانه سره بيايي چې دلوبډلې په تمرين کې ورسره مرسته کوي.

که د کرکټ بورډ غواړي چې کرکټ په هېواد کې پرمختګ وکړي او د راتلونکې لپاره ملي لوبډله نور پياوړي لوبغاړي ولري او اوسنۍ لاس ته راوړنې له لاسه ورنکړو له پورته درسونو بايد عبرتونه واخلي.