د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو

کرکټ څانګه 25.02.2010 12:19

دکرکټ ملي لوبډله اتلان د کابل په هوايي ډګر کې د الوتکې څخه د کوزیدو په حال کې

افغان کرکټ ملي لوبډله نن سهار نهه بجې د کابل هوايي ډګر ته داسې مهال ورسېده چې د باران د ورېدو سره سره یې هرکلي ته په سلګونو افغانان راوتلي وو.

د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر ډاکتر عمر زاخېلوال، د ماليې پخوانی وزير انور الحق احدي، د المپيک مشر ظاهر اغبر د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې کټوازی، ستانه ګل شېرزاد، شلګری، محمد هاشم پولاد، امان الله ځدراڼ، بيدار ځاځی، ملالۍ شينواري، او نور مشران او چارواکي شامل و.

په هوايي ډګر کې د کرکټ بورډ مشر عمر زاخېلوال رسنيو ته وويل چې وياړي چې یو ځل بيا د اتلانو هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی دی.


د کابل هوایي ډګر ته د کرکټ د ملي لوبډلي د رسیدو انځور

د لوبډلې روزونکی کبيرخان او لوبغاړي د تود هرکلي څخه ډېر خوښ ښکارېدل. مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته وويل چې سره د دې چې ډېر زيات باران هم ورېده، هېوادوالو یې تود هرکلی وکړ او د سلګونو موټرو په کتار کې یې انټرکانټننټل هوټل ته ورسول.

د لوبډلې کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې په نوموړي هوټل کې له هرکلي او نمانځنې وروسته به نن دوه بجې د ماليې په وزارت کې د کرکټ بورډ له خوا ورته نمانځغونډه جوړېږي.

مرستيال روزونکی تاج ملوک زياتوي چې د عزيزي بانک له خوا ورته نن پنجشنبه ماښام نمانځنغونډه جوړېږي چې هر لوبغاړي ته به په کې یو یو نيسان ۲۰۱۰ ماډل ګاډی هم ډالۍ کېږي.

د يادونې ده چې ملي لوبډلې سهار شپږ بجې له دوبۍ څخه د کابل په لور حرکت وکړ. د کام اير هوايي شرکت مشر زمری کامکار چې د کرکټ بورډ مشر هم دی د لوبډلې سره یوځای تر کابله ولاړ او لوبډلې ته یې د شل زره امريکايي ډالرو د انعام اعلان هم وکړ.

لوبډله به د يکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي سره د کابل د ګل خانې په ماڼۍ کې د یوې نمانځنغونډې په ترڅ کې ګوري چې په همدې موخه جوړه شوې ده.