د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهالنډ حکومت ړنګ شو، نور اروپايي ځواكونه به له افغانستان څخه اوس ووځي؟

جاويد صبوري 24.02.2010 18:24

دهالنډ حکومت ړنګ شو، نور اروپايي ځواكونه به له افغانستان څخه اوس ووځي؟
رابرت ماركوېنډ
كرېسن ساېنس مانېټور
ژباړن: جاويد صبوري
د دې اونۍ په پيل كې په افغانستان كې د هالنډي ځواكونو په پاتې کیدو د هالنډ حكومت پرځېدل كولاى شي د منځنۍ اروپا په دغه هېواد كې به د ناټو پر ماموريت ناوړه اغېزه وکړي. همدا راز، دا به نورو اروپايي مشرانو ته چې په افغانستان كې د ځواكونو ساتل غواړي، په راتلونكي كې د ستونزمنو سياسي حالاتو يو نښانه وي.
د هالنډي ځواكونو وتل چې په اګست مياشت كې پيليږي، په داسې يوه مهال كې رامنځ ته كېږي چې ناټو په مارجه كې د امريكا ادارې په همغږۍ سره د "زړونو او ذهنونو" په ګټلو سره عمليات ترسره كوي. د هالنډ وزيراعظم جان پيټر بالكېنانډ، د هغه په مشرۍ د ائتلافي حكومت تر ړنګېدو وروسته، په هاك كې له ملكه بيټرېكس سره وليدل.
د بالكېنانډ څلورمه دوره حكومت، له هغې وروسته ړنګ شو، چې لیبرالانو د اګست له ټاكل شوې نېټې وروسته په افغانستان
كې د هالنډي ځواكونو شتون و نه مانه. اوس به د ۲۰۰۰ هالنډي ځواكونو پياوړې ډله له مهال وېش سره سم د افغانستان له
ارزګان څخه ووځي.
د هالنډ حكومت ړنګېدل د څو اړخيزه اغېزې تشويش رامنځ ته كوي: آيا هغه اروپايي مشران چې د افغانستان پر سر د خپلو خلكو پر وړاندې ودرېدلي وو، اوس هم په خپله خبره ودرېږي، يا دا به په ټولې اروپا كې د دغه ماموريت په اړه د سیاسي کړکیچ لامل شي؟
د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه د لندن كنفرانس د شميرو له مخې د اوباما له لوري له ناټو څخه د نورو سرتيرو د ليږلو غوښتنې په ځواب كې د كابو ۵۳۰۰ سرتيرو لېږل د ملاتړ كوونكو هېوادونو لخوا ومنل شول، چې زياتره يې له اروپايي هېوادونو څخه دي.
خو د تېر مني سروې ښيي چې ۷۵ سلنه انګریزان او ۸۶ سلنه جرمنیان د دې خبرې خلاف وو. له هغه مهاله، په اروپا كې سروې ګانې له افغانستان څخه د وتلو لپاره زياتېدونكى ولسيز ملاتړ )زياتره د ناټو غړيو په هېوادونو كې( په ډاګه كوي.
يو له هغو استدلالونو څخه چې په افغانستان كې د اروپا د ونډې لرلو پلويان يې وړاندې كوي، هغه دا دی چې له دې ماموريت څخه بايد له ټولو ناخوالو سره سره له دې كبله ملاتړ وشي څو د ناټو اعتبار خوندي پاتې شي او لويديځ ته له القاعده څخه ورپېښ ګواښونو پر وړاندې يو شان امنيت ولرو، او د هغو هيرویينو په وړاندې چې په اروپا كې خرڅېږي او زياته برخه یې له افغانستان څخه راځي.
خو شنونكي وايي چې د هالنډ مساله دا عقيده پياوړې كوي چې اروپا بايد له ۲۰۱۱ كال څخه خپل وتل پيل كړي.
په پاريس كې مېشت د ستراتيژيكو مطالعاتو بنسټ غړى، فرانكوا هاېزبورك وايي: "دا ډيره اغېزه نه لري چې اروپایيان به تر ۲۰۱۱ كال پورې څه كوي. خو هغه وخت، ۲۰۱۱ د راتلونكې خبره ده. يوازېنۍ خبره داسې لاسته راوړنه ده چې تر هغې وروسته په كار راشي."
د هالنډ حكومت ړنګېدل، په ناټو كې د هالنډ په اوسنۍ ونډې هم پوښتنه راپورته كوي. هالنډ له ډيرې مودې راهيسې د ناټو په عملياتو كې د ډاډ وړ او هوډمن ملګری پاتې شوى، خو آيا اوس هغوى د وتلو پرېكړه كړې؟ دا خبره د مې مياشتې له ټاكنو سره تړاو لري.
دا ړنګېدنه، د جنورۍ په ۲۱مه د ډېوېډ كميسيون د لانجمن راپور له خپرېدو وروسته چې په عراق كې يې د هالنډ ونډه څېړلې، رامنځ ته شوه. البته په بریټانیا كې د شېلكوټ وروستيو ګروېږنو په څېر نه. ګڼ شمير په دې اند دي چې دې راپور او ورسره هغو تورونو چې حكومت په عراق كې پرته له كوم امتياز لاسته راوړلو او يا د قضايي اشتباهاتو په پام كې نيولو سره وجنګېد، د افغانستان د جګړې په اړه د خلكو اندېښنې زياتې كړې.
هالنډی ائتلاف هغه مهال وړنګېد چې د كارګر ګوند )لېبر( مشر واټر بوس له ائتلاف څخه ووت. كله چې له ښاغلي بوس څخه په ۲۰۰۸ كال كې په افغانستان كې د ځواكونو ساتلو پلان په اړه وپوښتل شول، هغه داسې سياسي نتيجه ترلاسه كړه چې په جنګي ارزګان كې د سرتيرو ساتلو په هکله که د هېواد حالات منفي نه دي، خو زيات بې ثباته دي، چې د وتلو پرېكړه د رېسك په منلو ارزي.
ښاغلي بالكېنانډ غوښتل چې سرتيري له ټاكلې مودې وروسته هم پاتې شي، خو بوس ټينګار كاوه چې هالنډی ولس د دې حق لري چې د اګست مياشتې ژمنه پر ځاى شي.
د يكشنبې په ورځ كله چې بالكېنانډ هالنډي رسنيو ته وويل:"هغه مهال چې ولسمشر جورج ډبليو بوش زموږ څخه وغوښتل خپلې كړنې وغځوو، موږ وويل ښه ده، او كله چې ولسمشر باراك اوباما چې په هالنډ كې زيات ملاتړي هم لري، همدا ډول غوښتنه وكړه، موږ وايو نه." ډير ستومانه ښكارېدو.
تر دې وړاندې هغه وويل: "خلك نه پوهيږي چې موږ څه كوو. كله چې هالنډ يوازينې او لومړنی هېواد په نه ويلو كې وي... دا به په بهر كې د لويو پوښتنو لامل شي."
اوس هم د هالنډ پېښه په اروپا كې پراخه ناخوښي څرګندوي. لكه څرنګه چې د جرمني د بهرنيو اړيكو جرګې غړى هېننګ راېخ وايي: "زه به ووايم چې دا د ورځې مود دى. هرڅوك د وتلو خبره كوي، هيڅوك د پاتې كېدو خبره نه كوي."
ښاغلي اوباما ويلي چې د امريكا متحد ايالتونه به د ۲۰۱۱ كال په جولاى كې له افغانستان څخه وتل پيل كړي. راېخ وايي:" د وتلو لپاره سيالي امريكايیانو پيل كړه... په ۲۰۱۳-۲۰۱۵ كې، خو ان په ۲۰۱۱ كال كې. په دې اړه چې په افغانستان كې زموږ ګټې څه دي، او يا دا چې زموږ د سياستونو اغېزه به د افغانستان په خلكو څه وي، ډير لږ غږېږو."