د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپلواكې رسنۍ بايد د غونډې ابتكار لاس كې واخلي

جاويد صبوري 23.02.2010 17:31

ټاكل شوې چې د راتلونكي ۱۳۸۹ لمريز كال په لومړيو كې د هېواد د اطلاعاتو او كلتور وزارت لخوا د رسنيو او د هغوى د ستونزو او د حكومت نه پاملرنې په اړه د خبريالانو يوه سراسري غونډه جوړه شي. د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين په وينا په دې غونډه كې به د رسنيو پر ستونزو، د حل لارو او په رسنيو كې د كار معياري كېدو په اړه خبرې وشي.
د ډاكټر رهين په وينا، په دې غونډه كې به د هېواد د رسنيو او خبريالانو سربيره، د مدني ټولنې غړي، رسنيز كارپوهان، د اطلاعاتو او كلتور وزارت استازي او د نورو وزارتونو ويندويان شتون ولري. ټاكل شوې ده چې دا غونډه د دوو ورځو لپاره د وري په لسمه نېټه پيل شي.
ډاكټر مخدوم رهين ویلي چې له غونډې وروسته به په ګډه يو پرېكړه ليك خپور شي. د رسنيو د ستونزو اوارولو او همدا راز د هغوى پياوړي كولو، په ځانګړې توګه د حكومت لخوا هغوى ته د پاملرنې په برخه كې ښايي دا غونډه تر ډيره مثبتې پاېلې ولري. ځكه كه څه هم د هيواد ځينې رسنیو سره د حكومت لخوا څه ناڅه مرسته كېږي، خو له هغه ځايه چې دا يوازې ځانګړو رسنيو سره دي، نو ويلی شو چې دا ډول مرستې منصفانه نه دي.
تر اوسه د افغانستان د حكومت لخوا په عملي توګه يوازې حكومتي رسنيو ته پاملرنه شوې او د هغوى په پياوړي كولو كې هڅه شوې. په داسې حال كې چې دولت ملكف دى چې له حكومتي رسنيو سربیره، خپلواكو رسنيو په پياوړتيا كې هم مرسته وكړي. دا هغه څه دي چې په ټوله نړۍ كې مروج دي. كه موږ د امريكا په څېر هېواد ته چې د رسنيو پراخه آزادي په كې شته او رسنۍ يې زيات امكانات هم لري، ځير شو، نو وينو چې مركزي حكومت يې له بېلابېلو لارو د هېواد رسنۍ پياوړې كوي.
د افغانستان رسنۍ يوازې د حكومت لخوا د نه پاملرنې سره مخ نه دي، بلكې ډيرې نورې ستونزې يې په خپله زېږولي. تر ټولو دمخه د رسنيو تر منځ نه همغږي او پراکندګي ده. د هېواد ګڼ شمير رسنۍ د دې پر ځاى چې له يو بل سره يو موټى شي، هڅه كوي چې په اصطلاح خپل "سيال" وځپي او تر هغه مخكې شي.
د همدغه نه همغږۍ او پراکندګۍ له امله اوس مهال په هېواد كې څلور بېلابېلې ډلې د رسنيو په برخه كې كار كوي. د ژورناليستانو ملي اتحاديه، د خپلواكو ژورناليستانو اتحاديه، د رسنيو د همبستګۍ بنسټ او نى يا د رسنيو څارونكی، هغه څلور بنسټونه دي چې د رسنيو او ژورناليستانو په برخه كې كار كوي، خو لا اوس هم د هېواد د رسنيو تر منځ چندان همغږي نشته. ډيرې داسې رسنۍ؛ چاپي، انځوريزې او غږيزې شته چې له دې كبله چې هغه بله رسنۍ يې سياله ده، سره اصلاً پېژندګلوي نه لري او نه پوهيږي چې "سيال" يې څوك دى، كومه تګلاره پر مخ بيايي، آيا موږ سره همغږي كېداى شو او كه نه. له همدې كبله د افغانستان خپلواكې رسنې په يوه خوله او يوه غږ نه دي.
د هيواد د رسنيو او خبريالانو دغه غونډه چې تمه كېږي په وري مياشت كې ترسره شي، د رسنيو لپاره ډير ښه فرصت دى چې خپله پياوړتيا او همغږي وښيي. كه څه هم دغه غونډه د يوه حكومتي ارګان لخوا جوړيږي او په لومړي سر كې ښايي كارونه يې هغوى پر مخ يوسي، خو بايد د هېواد رسنۍ دغې غونډې كې ابتكار په خپل لاس كې واخلي او خپل فعال او برجسته نقش څرګند كړي. داسې نه چې د اطلاعاتو وزارت د دغه غونډې په ترسره كولو سره، نور هم "خپلواكې" رسنۍ تر خپل څار لاندې راولي.