د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سبا اختر دى

عبدالبصير سباوون 23.02.2010 12:53

درنو لوستونكو ښايي دغه لومړنۍ جملې مې تاسې خوشحاله نه كړي او د تېرو لسيزو دردونو يادونه په كې وشي، خو هيله من يم، چې وروستۍ كرښې به مې ستاسې د پاملرنې وړ وګرځي.
افغانستان د تېرو درې لسيزو په كلونو كې له يو لړ ډېرو دردونكو پېښو، ستونزو او كړاونو سره مخ ول. زموږ هېوادوال له ډېرو نااميديو او مايوسيو سره لاس وګرېوان ول، زه اوس دلته نه عواړم چې په دغې خوشحالۍ كې هم يو ځل بيا د هغو تېرو غمونو، دردونو او كړاوونو يادونه وكړم، خو له دغې خوشحالۍ سره يې يو څه اړيكه شته.
درنو لوستونكو! اوس د افغانستان كركټ ملي لوبډلې په نړيواله كچه د افغانانو نوم او نښان پورته كړ او په نړيواله كچه يې د افغانانو د هغه حيثيت اعاده وكړه، چې د جنګ او جګړو له امله د دوى شخصيت ته تاوان رسېدلاى و، نو ځكه خو په ښارونو، كليو او بانډو كې ټول افغانان، ښځې، نر، ځوانان او بوډاګان، ماشومان او لويان خوښ او خوشحاله دي، پر شونډو يې له دوعاګانو سره يو ځاى موسكاګانې هم خپرې دي او يو بل ته د كركټ د ملي لوبډلې د بريا مباركي وايي.
زه د كركټ ملي لوبډلې درنو لوبغاړو ته داسې لفظونه او جملې نه لرم، چې د هغوى ستاينه پرې وكړم دومره به ووايم چې ښاد او ياد دې اوسي او په دې دوعا او هيله چې له هر ډګر څخه بريمن بېرته خپل كور و هېواد ته راستانه شي.
درنو لوبغاړو! شايد تاسې دكركټ ددغو لوبو له ګټلو څخه دومره خوند نه وي اخيستى لكه څومره مو چې په افغانانو د خوښۍ لورېينه وكړه، تاسې قهرمانان وئ، چې د افغانان په ذهنونو كې مو د خوښۍ د خو شحالۍ شېبې راوستې، زه فكر كوم، چې دومره خوشحالي تراوسه هيچا افغانانو ته نه ده وركړې، لكه تاسې ښاغلو چې وركړه، ځكه د تېرو درېوو لسيزو په كلونو كې پر موږ افغانانو خپلو او پردو بمونه ورولي، موږ ته يې غمونه راكړي، دردونه يې راكړي، زموږ وروڼه، زامن او اولادونه يې وژلي، زموږ كورنه يې وران كړي، زموږ پر باغونو او فصلونو يې اورونه بل كړي، زموږ د ځوانانو او پېغلو ارمانونه يې له خاورو سره خاورې كړي دي، زه ځكه دا په ډاګه نن وايم، چې تاسې يوازيني كسان وئ، موږ ته مو خوښي راوبښله، زموږ پر شونډو مو خندا راوسته، زموږ په كورونو كې مو د خوشحالۍ شېبې راوستې، زه رښتيا هم هغه لفظونه نه لرم، چې له تاسې څخه مننه وكړم، خو دومره درته وايم، چې څښتن تعالى دې تاسې ته د هغې دونيا خوشحالي درپه برخه كړي، چې هلته نه څوك پر چا بم اچوي، نه څوك د چا زوى وژني، نه يې ورور بندي كوي او نه يې هم پلار ورته د بچيو په مخ كې شهيدوي، او نه په كې د پېغلو او ځوانانو له ارمانونو سره لوبې كېږي، د هغې دونيا چې له كركې او نفرت څخه پاكه ده، د هغې دونيا چې هر سړى په كې د دې دونيا له ټولو غمونو، دردونو او كړاوونو څخه لرې او جدا اوسي. امين.
ښاغلو لوبغاړو! زه غواړم هغه احساسات چې په ښار، كليو و بانډو او اطرافي سيمو كې خلكو څرګند كړي، له تاسې سره شريك كړم.
په هغې ورځ زه له ښار څخه كور ته روان وم، په موټر كې راسره څنګ ته يو بوډا سپينږيرى هم له خپلو ماشومانو سره ناست و، كله چې موټر له هډې څخه حركت وكړ، نو سپينږيري چلوونكي ته وويل: استاذه! راډيو دې چالان كړه، چې له كركټ څخه خبر شو، چې څنګه شو؟ چلوونكي راډيو چالان كړ، په راډيو كې د كركټ حال نېغه په نېغه خپرېده، بوډا ماما د كركټ د لوبې پر سيستم ډېر نه پوهېده، له راډيو څخه به چې هره نوى خبر خپرېده، ده به يې په اړه له ما څخه معلومات غوښتل، پر ټوله لاره دده پوښتنې روانې وي، ما هم ورته معلومات وركول، خداى شته نور يې ستړى كړم، كله چې كلي ته ورسېدو، نو په دې وخت كې لوبه پاى ته ورسېده او د افغانستان په ګټه تمامه شوه، ما بوډا ته مباركي وويله، چې افغانستان لوبه وګټله، د هغه رنګ يو دم بدل شو، تك سور واوښت، ډېره خوښي يې په مخ او څېره كې راته ښكاره شوه، هغه د كركټ لوبډلې بريا ته دومره خوشحاله و، چې په دې وخت كې يې كوم ماشوم ترې د څه شي پوښتنه وكړه او هغه يو كلكه څپېړه پر مخ وواهه.
زموږ كلى له ښار څخه ډېر لرې پروت دى، هلته برېښنا نشته، چې خلك دې پرې تلويزيون وكتلاى شي، هلته ورځپاڼې او مجلې هم نه راځي، د هغه ځاى اوسېدونكي يوازې راډيو ګانې اورېدلاى شي، پر هغې ورځې، چې ستاسې له لوبه د امريكا متحده ايالاتو لوبډلې سره وه، زه په خپل كلي كې د يو دوكان مخې ته تېرېدم، كتل مې چې د دوكان مخې ته يو زړه ښځه څك غوږونه په ډېرو چورتونو او فكرونو كې ډوبه ولاړه ده، دا داسې يو ځاى و، چې د يوې ښځې د ودرېدلو هېڅ اړتيا نه پېښېده. ما وليدل، چې بوډۍ ښځې له راډيو څخه د يو څه اورېدلو هڅه كوله، زه حيران شوم، چې دا زړه بوډۍ ښځه ولې په دومره سوچونو او فكرونو كې ډوبه ولاړه ده او راډيو ته يې غوږ نيولاى دى. فكر مې وكړ چې يو څه خبره خو خامخا شته، ځكه دا د ودرېدو ځاى نه و، له ځان سره مې وويل، ورشه ورنه پوښتنه وكړه، كه كومه ستونزه لري، نو په حل كې به يې ورسره مرسته وكړې. ورنږدې شوم، خو په زړه كې وېرېدم هم، چې هسې نه راته په غصه شي، بيا مې هم زړه غټ كړ او پوښتنه مې ورڅخه وكړه مورجانې! څه ستونزه ده، چې دلته ولاړه يې؟
هغې راته وويل ګرانه زويه! د كركټ د لوبې اورېدو ته ودرېدم، زه د كركټ لو به په ډېره مينه اورم او خپل لوبغاړي راته ډېر ګران دي. ما ورته وويل، چې مورجانې دوعا ورته كوه. هغې راته وويل: قسم په الله، چې زه د دوى د كاميابۍ لپاره كله، چې د دوى لوبه شروع شي، نفل لمونځونه كوم او دوعاګانې ورته كوم، اوس د يو خپلوان كره د مريض پوښتنې ته تلم، د لوبې حال مې له راډيو څخه واورېده، نو ځكه ورته ودرېدم. بوډۍ ښځې په دې شېبه كې بيا هم د الله تعالى جل جلاله دربار ته لاسونه پورته كړل او د افغان لوبډلې د بريادوعا يې وكړه.
لږ وخت وروسته چې د كور په لور راروان وم، يو ځوان هلك، چې خپله راډيو يې غوږ ته نيولې وه، يو ناڅاپه پورته شوو او پر ځمكه نسكور راپرېوت، چيغه يې كړه، زه وراخطاء شوم، چې خداى مكه لكه چې لېونى شو او يا پرې څه بل چل وشو، ورمنډه مې كړه، كله چې ورنږدې شوم، پوښتنه مې ورڅخه وكړه: خيرت خو به وي، څه چل وشو؟ د هغه له سترګو څخه د خوښۍ اوښكې روانې وې، په يوه احساساتي چيغه يې راته وويل: افغانستان وګټله، افغانستان وګټله، او زياته يي كړه: د افغانستان د كركټ لوبغاړي زنده باد!! زندباد!! په پاى كې يې راته وويل: زه ډېر خوشحاله يم، ځكه چيغې وهم. زه پوه شوم، چې دا ځوان لېونى نه و او نه ورته كومه بل څه ستونزه پيدا و ه، بلكې خپلې هغې مينې چې د خپل هېواد د كركټ ملي لوبډلې سره يې درلوده، دغه حالت ته رسولاى و.
زما په خپل كور كې يو وړكى وراره دى، چې عمرو موسى نومېږي، دا چې كله د ماښام ډوډۍ وخوري، نو پر سترګو يې د خوب ښاپېرۍ خپلې وزرې خپرې كړي، زياتره داسې هم كېږي، چې دماښام ډوډۍ ترې هم پاتې وي او دى ويده وي. خو په هغه ماښام چې زموږ د كركټ ملي لوبډلې وروستۍ لوبه كوله، نو عمرو موسى تر نيمې شپې د راډيو له لارې د لوبې اورېدلو لپاره ويښ ناست و، كله چې په نيمه شپه كې افغانستان لوبه ګټلې وه، نو له هغې وروسته دى هم ويده شوى و. زه چې كله سهار وختي له خپلې كوټې څخه راووتم، نو وراره مې رامنډه كړه، په غېږ كې راولوېد او له احساساتو څخه په ډكه چيغه يې راكړه، چې كاكا موږ وګټله، كاكا بېګاه افغانستان لوبه وګټله، مبارك، مبارك.
زه خپله هم د شپې ويده شوى نه و م، زه هم ويښ وم، د ننګرهار سيمه ايزو راډيوګانو څخه مې د كركټ حال څاره، د هغو ټولو افغانانو احساسات او خوښي مې هم اورېده، چې دغه سيمه ايزو راډيو ګانو ته بې ټيليفونونه كول، ما داسې فكر كاوه، لكه سبا ته چې د لوى اختر ورځ وي، ځكه زما په ژوند كې دا يوازينۍ شپه وه، چې ما ليدل، ټول افغانان خوشحاله دي، د ټولو پر شونډو موسكاګانې خپرې دي، ټول يو بل ته مباركي وايي.
په پاى كې زه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې قدرمنو اتلانو ته يو څو وړانديزونه هم لرم، په دې هيله چې د پام وړ يې وګرځي:
زما لومړى وړانديز او غوښتنه له دوى څخه دا ده، چې كه دوى د سياليو لپاره هر هېواد ته ځي، نو چې خپلو ديني او اسلامي مقدساتو ته شا نه كړي او كلك پرې ودرېږي، همدارنګه ورته په كار دي، چې خپل افغاني غرور هم وساتي او په هر ځاى كې د خپل وياړلي افغاني كولتور ښكارندوى اوسي، تر څو دوى نړۍ ته د وياړليو افغانانو د استازيو په حيث ښكاره شي.
دويمه غوښتنه مې ترې دا ده، چې هېڅكله بايد د ځينو افغاني سياستوالو په څېر د افغانستان او افغانانو پر سر سودا ونه كړي او نه هم ماديات په پام كې ونيسي، له دې څخه مې موخه دا ده، چې شونې ده، په راتلونكي كې دوى ته د ځينو هېوادونو له خوا ماديات وړاندې شي، چې لوبه يې په ګټه ورته وبايلي، خو زه له دوى څخه هيله لرم، چې افغانستان پر مادياتو خرڅ نه كړي. دوى بايد له مادياتو څخه هغې مينې او درناوي ته ډېر ارزښت وركړي، چې دوى يې د ملت په منځ كې لري. ځكه ماديات د لاس خيري دي، هغه د وخت په تېرېدو سره له لاسه ځي، هغه درناوى او احترام تل تر تله پاتې كېږي.
په تلو تلو كې له خپلو ټولو افغانانو څخه هيله لرم، چې د كركټ ملي لوبډله د افغانستان په نوم له نورو بهرنيو لوبډلو سره لوبېږي، نو پكار ده، چې ټول افغانان د هغوى بريا خپله بريا وګڼي او د هغوى خوښۍ خپله خوښي. په دې هيله چې د كركټ همدغه ملي لوبډله زموږ د ملت د يو موټي كېدا لامل شي.
د ژوند په هر ډګر كې د سرلوړي او وياړمن افغانستان په هيله