د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او ننګونې

عبدالبصير سباوون 02.08.2010 06:27

دې كې شك نشته، چې زموږ هېواد افغانستان د خپل معاصر تاريخ له يو ډېر حساس پړوا څخه تېرېږي، موږ له دېرش كلونو جنګ جګړو او ورانيو څخه وروسته، چې د هېواد ټول بنسټونه يا بيخي له منځه تللي او يا هم په نشت حساب دي، بېرته د يوه نوي نظام او حكومت لرل تجربه كوو. دې كې شك نشته، چې زموږ هر حكومت ته به بې شمېره ملي او بين المللي ننګونې او چيلنجونه مخ وي، چې پر يو مهال كه دې ټولو ته ځواب ويل ناشوني نه وي؛ نو ستونزمن خو خامخا دي.

زموږ د هېواد د راتلونكې مسئله څو بعدونه او اړخونه لري، د بېلګې په توګه په لومړي قدم كې موږ ته بايد دا معلومه وي، چې نړۍ له موږ څخه څه غواړي؟ له هغې وروسته بايد دا معلومه كړو، چې موږ له نړۍ څخه څه غواړو؟ زموږ ګاونډيان له موږ څخه د څه شي تمه كولاى شي او موږ بايد له ګاونډيانو څخه څه تمه ولرو؟

له دې څخه ښكاري، چې زموږ د هېواد ستونزې په دوه ډوله ده، يانې بين المللي يا نړيوالې ستونزې او ملي ستونزې.

لومړى بايد په بين المللي يا نړيوالو ستونزو وغږېږو:

• له نړۍ سره زموږ په اړيكو كې اساسي او بنسټيزه مسئله دوه اړخيزه ښه باور او اعتماد درلودل دي، كه وګورو نو د افغانستان اوسنى نوى نظام د نړۍ په خوښه رامنځته شوى دى، خو په عين حال كې كه وګورو، نو همدا نړۍ بيا پر دې نظام او حكومت باور نشي كولاى يا يې نه كوي، ځكه دوى دلته د ډېر چارو اداره او مديريت ددې پر ځاى چې حكومت ته يې پرېږدي، په خپل لاس كې اخيستې ده.

• بله ستونزه زموږ او د نړۍ تر منځ دا ده، چې نړۍ يا خو يوازې د حكومت تر شا ولاړه ده او يا هم هر هېواد د حكومت د ځينې ادارو، لكه وزارتونو، ولايتونو او ... تر شا، موږ بايد په يو نه يو شكل پر نړۍ دا ومنو، چې لومړى خو دې په افغانستان كې د ټولو چارو اداره او مديريت خپله افغان حكومت ته وسپاري، دوى دې يې يوازې مالي ملاتړ وكړي او بل دا چې دوى بايد په كُل كې د افغانستان له دولت څخه ملاتړ وكړي، نه يوازې له حكومت څخه يا هم د حكومت له ځينو ادارو، لكه وزارتونو، ولايتونو او .... څخه.

• په نړيواله سطحه بله ستونزه، چې موږ او زموږ ولس او حكومت ورسره مخ دى، هغه د نړيوالو له خوا د يوې واحدې ستراتېژۍ نه شتون دى، نړۍ والو په دې اتو كلونو كې په افغانستان كې يوه و احده ستراتېژي نه ده لرلې، هر هېواد د خپلې بهرنۍ پاليسۍ سره سم په افغانستان كې خپله پلان او ستراتېژي عملي كوي او خپلو موخو ته كار كوي، د همدې بېلابېلو ستراتېژو پايله ده، چې په ميليونونو ډالر په هېواد كې ولګېدل، خو د خلكو په ژوند كې بيا هم د پام وړ بدلون رامنځته نه شو، كه موږ وګورو، نو په ځينو برخو كې څو هېوادونه او څو موسسې كار كوي او په ځينو هغو برخو كې چې ولس ورته اړتيا لري بيا هېڅ كار نه دى شوى يا نه كېږي.

• كه وليدل شي، نړيوال خپلو كړيو ژمنو ته هغومره ژمن نه دي پا تې، په بين امللي سطحه دا هم موږ لپاره ډېره مهمه ده، چې نړيوالو ته خپلې ژمنې وريادې كړو، چې دوى دلته د څه لپاره راغلي دي. اوس مهال زموږ د ولس يو شمېر وګړي فكر كوي، چې نړۍ يا نړيوال يوازې د حكومت د ادارو ملاتړ كوي او پر ولس بمونه غورځوي. كه نړيوال د حكومت پر ځاى د ولس پر شمول د دولت ملاتړ وكړي؛ نو شونې ده، چې د ولس او نړيوالو تر منځ شته واټن له منځه لاړ شي او د ناباورۍ دغه شته فضاء به لرې شي. كه نړۍ يا نړيوال زموږ دغه غوښتنې ومني؛ نو شونې ده، د هغوى موخې هم دلته تر سره شي.

• له نړۍ سره زموږ بله ستونزه دا ده، چې په افغانستان كې د نړۍ والو او افغان دولت د صلاحيتونو او واكونو پولي سره معلومې نه دي، د دولتونو په اركانو كې، مهم ركن ملي حاكميت دى. اوسمهال ډېرى داخلي او بهرنۍ كړۍ، چې په افغانستان كې د بهرنيانو كړنو ته په ځير ګوري، نو داسې فكر كوي، چې ددې هېواد دغه ركن دې تر پوښتنې لاندې وي، دا هم مهمه ده، چې دلته د بهرنيانو د شتون او كاري صلاحيتونه په يو چوكاټ كې منظم شي، تر څو دې پوښتنې ته ځواب ويل شوى وي.

• له ګاونډيو هېوادونو سره نېك او ښه مناسبات ساتل او جوړول هم زموږ په خير دي، موږ بايد د ګاونډيو هېوادونو هر راز فرهنګي، ژبني، امنيتي او نورو مداخلو ته په كلكه ځواب وويلى شو، موږ په اساسي قانون كې لرو، چې افغانستان يو خپلواك او نه بېلېدونكى دولت دى. بايد د اساسي قانون دغه ماده په عمل كې پلي شي، هغه بندونه او پيوندونه، چې ددې هېواد ولسونه او پرګنې پرې تړلې دي، بايد نور هم ځواكمن شي، هيچا ته بايد ددې اجازه ورنه كړل شي، چې ددې پيوندونو له منځه وړلو كې رول ولوبوي، له ګاونډيانو سره زموږ نېك مناسبات په سوداګريز او ټكنالوژيكي ډګر كې كولاى شو ولرو، همدارنګه د علمي كدرونو د روزنې په برخه كې هم كولاى شو له هغوى سره روابط جوړ كړو، په دې ډول به خپله داسې يوه فضاء رامنځته شي، چې له ګاونډيانو څخه موږ ته څه خطره نه وي متوجه او له موږ څخه هغوى ته.

اوس بايد په ملي ستونزو او ننګونو وغږېږو، يانې هغه ستونزې چې د هېواد په داخل كې ورسره موږ لاس او ګرېوان يوو.
موږ ته په ملي سطحه دا معلومول په كار دي، چې د هېواد په داخل كې زموږ ولسونه او پرګنې له موږ څخه څه غواړي او موږ بايد ترې څه وغواړو؟ په داخل كې زموږ ولسونه او پرګنې ډېرې زياتې ستونزې او مشكلات لري، چې بايد په لاندې توګه ورته يادونه وشي.

لومړى: زموږ د هېواد لومړۍ او اساسي ستونزه ناامني ده، دا بايد ومنو، چې په يو هېواد كې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې د سولې پورې تړلي دي، كه سوله وه، نو هر څه به ولرو او كه سوله نه و ه، نو داسې وګڼي، چې هېڅ هم نه لرو. پر دې هم بايد اعتراف وشي، چې موږ دا مهال په خپلو مټو كې دا توان نه لرو، چې د خپل ولس او خپلو وګړيو امنيت وساتلاى شو، ددې لپاره موږ له نړيوالو سره منلې ده، چې هغوى دلته راشي او موږ ته د امنيت لپاره کمک وکړی ، خو تاسې وليدل، چې هغوى هم په دې تېرو اتو كلونو كې له څومره اشتباهاتو او تېروتنو څخه راتېرشول، زموږ په زرګونو بې ګناه ولسي وګړي د هېواد په ګوټ ګوټ كې قرباني شول، راځئ! دا معلومه كړو، چې ستونزه چېرته ده؟ ولې نړۍ والو امنيت ساتونكيو خپل ماهيت دلته له لاسه وركړى دى؟ يوازينۍ ستونزه د عملياتو پر مهال د همغږۍ نه شتون دى، په تېرو اتو كلونو كې د افغان حكومت او بهرنيو ځواكونو تر منځ د عملياتو پر مهال هېڅ همغږۍ شتون نه درلود. بهرنيو ځواكونو ډېر زيات خپلسري عمليات تر سره كړي دي؛ ځكه دغه ډول ستونزې ترې رامنځته شوي دي، خو دې ستونزې ته بايد د پاى ټكى كېښوول شي؛ ځكه ددې ټولو خپلسريو او نه همغږۍ تاوان ولس ګالي، ولس نور په ځان كې دا متره او وس نه لري، چې نور د بهرنيو ځواكونو خروارونو بمونو ته خپل سرونه ونيسي. ددې ستونزې د حل لپاره زموږ په اند بايد د څارنې يو باصلاحيته كميسيون رامنځته شي، چې ملي او بين المللي اشخاص په كې ګډون ولري، دغه څارنې چې له عملياتو وروسته ترسره كېږي، بايد تر عملياتو مخكې د يو باصلاحيته كميسيون له خوا تر سره شي. زما موخه دا ده، چې كه بهرني ځواكونه عمليات كوي او كه كورني نو بايد د څارنې له صلاحيت لرونكي كميسيون سره يې په همغږۍ تر سره كړي. كه موږ دا كار وكړ؛ نو ښايي په هېواد كې د بې امنۍ دغه ستره ستونزه او ننګونه، چې نن ورسره مخ يوو له منځه لاړه شي.

بله دا چې نړۍ له ترورېزم سره جګړې ته راوتې ده؛ د ترورېزم اصلي ريښې يې معلومې كړي نه دي او زموږ له هېواده يې د جګړې ډګر جوړ كړى دى، له ترورېزم سره دا جګړه به هغه مهال ښې پايلې ولري، چې اصلي ريښې يې معلومې شي او هغه له منځه وېوړل شي.

دويم: زموږ د هېواد بله ستونزه دا ده، چې په تېرو اتو كلونو كې د ولس او ملت لومړينو اړتياوو ته هېڅ پام ونه وشو، دا درك هېڅ ونه شو، چې زموږ ولس په لومړي قدم كې څه ته اړتيا لري؟ زما په اند ولس او ملت له موږ څخه نور هېڅ هم نه غواړي، يوازې يوه مړۍ ډوډۍ غواړي، چې بېګاه ته يې خپلو بچيو سره وخوري، موږ بايد هغو ټكيو ته پام وكړو، چې زموږ د ولس او ملت په دسترخوان كې بدلون راولي، زموږ په هېواد كې بېكاري نوره اوج ته رسېدلې ده، زموږ ګلالي ځوانان قاچاقبرو سره په قاچاق نورو هېوادونو ته مزدورۍ ته ځي، كه يو ملي او ولسي حكومت شتون ولري، دا اصلاً د حكومت دنده ده، حكومت هم كه وغواړي، دا كار كولاى شي، چې له هغو هېوادونو سره په هېوادنۍ سطحه خبره شريكه كړي، چې مزدورانو ته اړتيا لري، شونې ده، چې په هېوادنۍ سطحه خپل كاري زلميان ښه په قدر او عزت سره نوموړي هېواد ته واستوو او د هر غم او درد، ستونزې او لانجې نه يې وخت ناوخت ځان اګاه كړو.

بله لاره دا هم كېداى شي، چې حكومت له نړيوالو پانګه والو سره خبره شريكه كړي، موږ د كار ځواك او قوه لرو، خو پانګه نه لرو، دلته بايد ورته پانګه وشي او زموږ له كاري قوي څخه ګټه و اخيستل شي. دا هغه مهم ټكي دي، چې ورته په پام كولو سره زموږ د ولس په دسترخوان كې بدلون راتلاى شي.

درېيم: زموږ د هېواد او ولس بله ستونزه ښوونه او روزنه ده، موږ نور بايد په هر قيمت چې وي، خپلې ښوونې او روزنې ته تر هر څه ډېر پام وكړو، په هر ډول، چې وي، نور بايد خپل ښوونځى وساتو، زموږ د ښوونكي سر بايد نور په ا مان كې وي، د نړۍ په هېڅ ګوټ كې له معارف سره څوك دښمني نه كوي، يوازينى هېواد افغانستان دى، چې ښوونځى يې سوځي او د ښوونكي سر يې پرې كېږي. موږ په ولس كې ولسي او پرګنيز تړونونه لرو، د ښوونې او روزنې د ژوندي پاتې كېدا لپاره غوره لار همدا ده، چې له دغو ولسي او پرګنيزو تړونونو څخه ګټه واخيستل شي.

په دې تېرو اتو كلونو كې له بده مرغه زموږ دولت هم د ښوونې او روزنې په برخه كې كوم داسې موثر او د يادونې وړ ګامونه نه دي اخيستي، زموږ د ښوونځيو ښوونيز ميتودونه اوس هم د پنځوس كلونو پخواني غوندې دي، په پوهنتونونو كې مو اوس هم پنځوس- شپيته كاله پخواني نوټونه تدريسېږي، دولت هم دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده كړې، چې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه له نړيوالو معيارونو سره برابر شي، دې برخې ته هم بايد ښه جدي پاملرنه وشي، ځكه زموږ د هېواد د ټولو بدمرغيو اصلي لامل همدغه د تعليم ضعف دى.

څلورم: دا بايد ومنو، چې نړۍ د يو څه وخت لپاره اوس له موږ سره ولاړه ده، ټول عمر به د نړۍ دا رحم او كرم پر موږ نه وي، يو مهال به خامخا راځي، چې نړۍ له موږ څخه خپله لمن رانغاړي او موږ به پر ډاګ پرېږدي، اوسمهال له موږ سره نړيوال په زياته كچه مرستې كوي، خو له بده مرغه چې ډېرى دغه مرستې خپله همدوى هغو ځايونو او هغو پروژو كې لګوي، چې د دوى خوښه وي. موږ بايد نړيوالو ته دا قناعت وركړو، چې هغوى ته زموږ د ملت او ولس ستونزې نه دي معلومې، هغوى بايد دې ته واداره شي، چې دا مرستې خپله د افغانانو په لاسونو ولګېږي، موږ بايد نړيوالو مرستو ته يو منظم پلان او ستراتيژي ولرو او پر هغو پروژو يې ولګوو، چې ولس ورته لومړنۍ اړتيا لري، دا مرستې بايد پر اساسي او ټولګټو پروژو ولګېږي، چې د هېواد او ولس راتلونكى پر پښو ودرېږي، كه موږ دا كار وكړ؛ نو ځان به مو له عمري ګدايګرۍ څخه خلاص كړى وي او كنه نو همدغسې به ټول عمر د بل لاس ته ناست يوو.

پينځم: بله بنسټيزه ستونزه د مهاجرينو ده، زموږ يو شمېر افغانان اوس هم په ايران، پاكستان او ځينو نورو هېوادونو كې پاتې دي، هغوى ډېر ښه ظرفيتونه لري، ډېرې ښې وړتياوې لري، هغه چې تر اوسه هېواد ته نه دي راستانه شوي يا هم نه ر استنېږي، خامخا به څه ستونزې لري، زموږ د بهرنيو چارو وزارت، سفارتونه او قونسلګرۍ بايد له هغوى سره همغږي رامنځته كړي او هغوى دې ته تشويق كړي، چې خپلې پانګې، وړتياوې او ظرفيتونه د هېواد په داخل كې پر كار واچوي.
شپږم: موږ پر يو واحد او نه بېلېدونكي افغانستان عقيده لرو، افغانستان د ټولو هغو قامونو او پرګنو كور دى، چې دلته اوسي، د ارواښاد ملنګ جان بابا په وينا:

چې يې مور وي زېږولى پر دې خاوره
كه په هر ژبه ګويا وي نو افغان دى

يا هم

هزاره، تاجك اوزبك او پښتون يو دى
افغانان چې بېلوي هغه دې ورك شي

موږ بايد په هېواد كې ټولو تعصباتو، هغه كه ژبني وي كه قومي، كه مذهبي وي او يا هم نژادي او سيمه ايز، نور د پاى ټكى كېږدو او هڅه وكړو، چې په افغانستان كې مېشت ټول قومونه پر يو واحد ټغر سره راټول شو.

اووم: يوه بله خبره، چې ډېره مهمه ده، هغه دا چې ټولې هغه مرورې افغاني ډلې، چې اوس يا د دولت سره په مخالفت كې دي او يا هم ورسره يو ځاى نه دي، بايد دا زمينه برابره شي، چې هغوى راپخلا شي او په نظام كې ورته د ګډون حق وركړل شي، پښتانه متل كوي، چې وينه پر وينې نه وينځل كېږي، هغوى كه هر څوك دي، زموږ وروڼه دي، افغانان دي، دا د هغوى حق دى، چې راشي او ورسره تفاهم وكړو او يوې پايلې ته ورسره ورسېږو، موږ هم پر هغوى دا حق لرو، چې نور د ټوپك پر ژبه له موږ سره ونه غږيږي او راشي په ګډه دا خپل وران ويجاړ هېواد بيا اباد كړو.

كه څوك غواړي، چې ځان تر واك ورسوي، هغه په جنګ جګړو نه كېږي، زموږ د هېواد قوانينو هر افغان ته دا حق وركړى، چې واك ته د رسېدا لپاره سولييزه مبارزه وكړي، كه په جنګ كلي كېداى، يا جنګ واك ته د رسېدا وسيله كېداى شواى، نو موږ خو دا دېرش كاله يو بل سره ووژل، خو هېڅ مو هم لاسته رانه وړل.

كه تاسې ولس ته لاړ شي، نو داسې كور به پيدا نه كړئ، چې يتيم دې په كې نه وي، داسې كور به نه وي، چې د يو يا څو ځوانانو ملاماتوونكي غمونه يې نه وي ګاللي، دا ټول د جنګونو پايلې دي.

په پاى كې زه د پارلماني څوكۍ لپاره د ټولو محترمو كانديد صاحبانو څخه په خورا درنښت هيله كوم، چې لومړى خو كه شونې وي، چې سره تفاهم وكړي او د ګران افغانستان د ګټو په خاطر سره متحد شي او كه متحد كېداى نه شي؛ نو بيا دې خپله مبارزه او كمپاين په يو داسې ډول تر سره كړي، چې د چا شخصيت او مقام ته په كې سپكاوى او ... ونه شي او يا دا چې د د وى د كمپاين او مبارزې په پايله كې د افغانستان د ولسونو او پرګنو تر منځ ستونزې او مشكلات رامنځته نه شي، ځكه دوى ښايي سبا دلته نه وي؛ خو دا ولسونه او پرګنې خو شته د وى به بيا د يو بل په دښمنۍ نه مړېږي؟