د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوى جرګې ۳۹ شميره په رسميت وپيژندله

عبدالبصير سباوون 21.11.2011 07:59

 

په افغاني ټولنه کې داسې دودونه  او د مختلفو مسايلو په اړه داسې  انګيرنې موجود دي چې نه په شريعت او نه هم په اساسي قانون کې شتون لري.

دغه دودونه او انګيرنې يوازې دټولنې دهغه خلکو لخوا پالل کېدې چې ناپوه و او په ټولنه کې يې ښه نوم  نه درلود، چې اکثره وختونه به دټولنې علمي او مخورو خلکو له دې ناوړه پديدو څخه رنځ وړه او ددې پالل به يې په جدي توګه غندل.

له بده مرغه چې زموږ په ټولنې کې د۳۹ شمېره د داسې  يوکس په اړه مشهوره ده، چې هغه په  اخلاقي فساد تورن و او همدې تېروتنې ټولې ټولنې ته لوی سرخوږی جوړ کړ.

د ولسمشر کرزي دحکومت په وروستيو کې دغې مسلې ته يوځل بيا دټولنې فاسدو او ناپوه خلکو ببوزی وواهه، چې دې کړنو ۳۹ شمېره داغي(سپکه) کړه.

خو له بده مرغه چې اوس دغه رامنځته شوي کړغېړن ذهنيت زموږ د هېواد مخورو شخصيتونو ته هم لاره وکړه. له امريکا سره د ستراتيژيک تړو په موخه د هېواد پلازمېنې ته وربلل شوې  مشورتي  جرګه چې په لومړۍ ورځ په ٤٠ کميټو وويشل شوه؛ نو د ۳۹ شمېرې کمېټه وروسته تر هغه لغوه شوه، چې د جرګې د يو شمېر ګډونوالو نومونه په همدې کمېټه کې شامل شوه. دوی د جرګې له مشرتابه د ۳۹ نمبر کمېتې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

خو زه افسوس د يو اسلامي هېواد په داسې وګړو کوم چې په ملي کچه د خپلو ولسونو نماينده ګي کوي او بيا هم دکوم فاسد لخوا رامنځته شوي(۳۹) ذهنيت ته په رسمي مجالسو کې ځای ورکوي.

همدې کمېټې په خپلو غوښتنو کې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو چيغې وهلې؛ خو دې ته يې پام نه و، چې ايا د بشريت په ستر لارښود کتاب الله کې په ۳۹ شمېر يو مکمل سورت راغلی، دغه راز په ډېرو سورتونو کې د ۳۹ شمېره بيا- بياځل تکرار شوې ده او ترڅنګ يې د نبي کريم د احاديثو په لس ګونو کتابونو کې هم دا شمېره په وار- وار تکرار شوې ده.

نبي کريم صلی الله علي وسلم وايي تاسې په زوره ېو شی مه نوم بدی کوئ!

ايا د يو اسلامي ټولنې وګړو ته دا په کار دي چې تش په نوم دې د حساب له شمېرو کرکه وکړي! تاسې پوهېږئ چې کړنه د وګړو کار دې نه د توکيو او شمېرو؟!

زموږ په ټولنه کې خو له يوې بدې کورنۍ سره ګاوندی هم بد يادېږي؛ نو بيا ولې د ۳۹ ترڅنګ ۳۸ او ۴۰ هم له خپلو چارو نه وېستل کېږي؟!

بله دا کله چې هم په کوم ځای کې انتقاد کېږي او يا څوک له کوم څه نه کرکه کوي نو پر ځای يې بايد بديل وړاندې کړي. ا اوس چې په کومو چارو کې له دغې شمېرې ډډه کېږي ايا پرځای يې کوم بديل وړاندې کېدای شي!؟

شايد ځواب مو نه وي!  ښه نو داسې يوه ټولنه چې ۷۰ سلنه وګړي دې د فقر تر کرښې لاندې ژوند ولري، هېواد يې د اور په لمبو سوځي، او سرنوشت يې د بدمرغي په کښتۍ کې د يو توفاني درياب څپو اخستی وي بيا هم په کار دي چې په داسې مسايلو خپلې چارې ټکنۍ، وخت ضايع او  توکي کم ارزښته کړي؟ لکه ګڼو افغانانو چې د خپلو موټرو د نمبر پلېټ او يا هم تيلې فون او نورو شمېرو کې ۳۹ نمبرې ته په سمه سترګه نه ګوري.

د ا چې ۳۹ په هرات ولايت کې پر يو تن د غېراخلاقي اعمالو په کړنو پورې تړلې شمېره ګڼل کېږي داهم تر ډېره بريده نه ده معلومه چې حقيقت څه دی، پښتانه وايي: ((ترڅو چې رښتيا ته وار رسېږي دروغو به کلي وران کړي وي.))

په ډېر تاسف سره بايد ووايم چې زموږ په ملي جرګه کې يو شمېر ګډونوال دهغه فاسدو شخصيتونو دنظرونو سره همغږي او ملاتړي شول چې دغسې ناړو فکرونو او انګيرنو لپاره کار کوي. څنګه به ددغې مشورتي جرګې څخه موږ دخير هيله وکړو؟ دوى خو زموږ هېواد په نړۍ واله کچه وشرماوه؛ ځکه دوى دغه موضوع دنړىوآلو غوږونو ته هم ورسوله چې دآسې سپک آو کمزيوري نظريآت لرو .
دا څومره دافسوس او انديښـنې وړ خبره ده؟ له دوى سره به څه ملي احساس وي، چې لومړى يې په ټولنه کې دآسې نآوړې آنګيزه پيآوړې کړه؟!

 يوه يادونه  ضروري ده چې داليکنه د هغه چا په اړه ده چې چا ۳۹ شميرې سره مخالفت کړى دى

هو! په دې بېشعوره وګړو هغه متل عملي شوی: (( له غريبۍ ژرنده ساتي له کبره يې مزد نه اخلي))