د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوټۍ مجله تازه له چاپه راووته

عبدالبصير سباوون 21.06.2011 14:06

د چپرهار ولسوالۍ د محصلينو علمي او پرمختيايي ټولنې له خوا خپرېدونکې علمي او ادبي مجلې (غوټې) نوې ګڼه تازه تازه له چاپه راوتې ده.
د غوټۍ په دې ګڼه په زړه پورې علمي، ادبي او هنري او سياسي ليکنې راغلي دي.
د غوټۍ مجلې چلوونکي د غوټۍ د دې ګڼې د ځنډ له امله له خپلو مينه والو او ملګرو بښنه غواړي.
تاسې کولاى شئ چې د غوټۍ دغه نوې ګڼه، چې په ښکلي صحافت او ډيزاين چاپ شوې ده، د جلال آباد ښار له بېلابېلو کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کړئ.
همدارنګه يې په لاندې ادرس بې له کوم تکليفه ترلاسه کولاى شئ:
يار کتابپلورنځى، اسحاقزى مارکېټ، جلال آباد ښار