د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالبصير سباوون

16.10.2012 16:58    |   عبدالبصير سباوون د ناسمو پرېکړو ناسمې پايلې

د ارګ نس کې دشوې پرېکړې بدې پايلې د چا په سرخوږي څرخي

21.11.2011 06:59    |   عبدالبصير سباوون لوى جرګې ۳۹ شميره په رسميت وپيژندله

په افغاني ټولنه کې داسې دودونه او د مختلفو مسايلو په اړه داسې انګيرنې موجود دي چې نه په شريعت او نه هم په اساسي قانون کې شتون لري

21.06.2011 14:06    |   عبدالبصير سباوون غوټۍ مجله تازه له چاپه راووته

د چپرهار ولسوالۍ د محصلينو د علمي او پرمختيايي ټولنې له خوا خپرېدونکې علمي او ادبي مجله (غوټۍ) نوې ګڼه له چاپه را وتې ده.

02.08.2010 07:27    |   عبدالبصير سباوون افغانستان او ننګونې

دې كې شك نشته، چې زموږ هېواد افغانستان د خپل معاصر تاريخ له يو ډېر حساس پړوا څخه تېرېږي، موږ له دېرش كلونو جنګ جګړو او ورانيو څخه وروسته، چې د هېواد ټول بنسټونه يا بيخي له منځه تللي او يا هم په نشت حساب دي، بېرته د يوه نوي نظام او حكومت لرل تجربه كوو. دې كې شك نشته، چې زموږ هر حكومت ته به بې شمېره ملي او بين المللي ننګونې او چيلنجونه مخ وي، چې پر يو مهال كه دې ټولو ته ځواب ويل ناشوني نه وي؛ نو ستونزمن خو خامخا دي.

23.02.2010 12:53    |   عبدالبصير سباوون سبا اختر دى

درنو لوستونكو ښايي دغه لومړنۍ جملې مې تاسې خوشحاله نه كړي او د تېرو لسيزو دردونو يادونه په كې وشي، خو هيله من يم، چې وروستۍ كرښې به مې ستاسې د پاملرنې وړ وګرځي. افغانستان د تېرو درې لسيزو په كلونو كې له يو لړ ډېرو دردونكو پېښو، ستونزو او كړاونو سره مخ ول. زموږ هېوادوال له ډېرو نااميديو او مايوسيو سره لاس وګرېوان ول، زه اوس دلته نه عواړم چې په دغې خوشحالۍ كې هم يو ځل بيا د هغو تېرو غمونو، دردونو او كړاوونو يادونه وكړم، خو له دغې خوشحالۍ سره يې يو څه اړيكه شته.