د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناسمو پرېکړو ناسمې پايلې

عبدالبصير سباوون 16.10.2012 17:58

وايي چې (( د انسان وجود ډېر کله د خپل عقل په ړانده ګذار لوى کړاو ته لوېږي)) رښتيا هم که زموږ خوار ولس له يوه اړخه جنګ د ژوند له خوږو بې برخې کړى؛ نو له بل هغه د خپلو مشرانو ناسمو پرېکړو د بدبختۍ زانګو ته کېنولى. زه نه پوهيږم چې زموږ د ښاغلي ولسمشر کوپړۍ د کومو مصلحتونو په پام کې نيولو سره خپل ولس ته په لوى لاس د بې څوکه کولو پرلور دروازه پرانيزي او عقل يې د دارنګ ړندو ګذارونو جرات ورکوي، چې پايلو ته يې بيا د پښيمانۍ له هيندارې ګوري؟! ديوی کوچنۍ ډلې خوشاله ساتلو لپاره يې تر پخوانيو مصلحتونو دا ډېر دردونکى او راتلونکی پايلې يې نه جبرانېدونکي برېښي.
څو اونۍ کيږی چې د ښوونې او روزنې پوهنتون تدريسي نظام په بشپړه توګه بند دی، درسونه يې په ټپه ولاړ دي، ټولګيو کې زده کوونکي نشته او بده يې لا دا چې ددغې ډلې کرغېړنې منګولې له ارګ بېرون د محصلينو ترمنځ هم وروغزېدې او ددوى ترمنځ يې د کرکې او کينې تخم وشينده. اوس محصلين هم يو بل ته د کر کې او نفرت په سترګه ګوري. څه فکرکوئ چې سولې ته د هېواد محتاج وجود ته به دا ښاغلى افغان ولسمشر او صلاح الدين رباني سوله راوستى شي؟ ددوى په وجود کې ددې وړتيا ليداى شئ؟ او دوى به په رښتيا هم ددې ولس ټپي سټې ته مرحم شي او که به لا پرې د مرچو او مالګې امبار جوړ کړي؟
دوى چې خپله داسې عملو نه او پريکړي کوي، چې په هېواد کې سوله له ګواښ سره مخامخ کوي. صلاح الدين رباني خو حتی له محصلينو سره ملاقات هم ونه کړ، چې ددوی غږ واوري او دا ستونزه حل کړي دا بد بخته به په دې هېواد کې سوله راولي؟. سوله خو بايد لومړى خپل فکر کې راوستل شي او بيا نورو ته؛ ځکه چې وايي (( د هغه ملا په خوله کې تاثير نه وی چې خپله عمل ونه لري)) زه تاسې ته دا خبره په ډاګه کوم، چې ددې ماشومانو په خوله په هېواد کې سوله رانشی راتلای؛ ځګه دوی خپله سولې ته ژمن نه دي.
محصلينو يوه ډېره غوره او سوله ييزه لار نيولې وه او دا يې ثابته کړه چې د دوی اعتراضونه سوله ييز دي، خو له بده مرغه زموږ يو شمېر قانون جوړوونکو او قانون ساتونکو پر دوی باندې له تاوتريخوالي او تشدد ډک ګوزارونه وکړل، قاضي نذير حنفي په موټر ووهل او پوليسو يې هم د ځانګړو کړيو په لمسون لاسونه، پښې او غاښونه ورمات کړل. هغه بې رحمو پوليسو، چې دهمدې ناوړې ډلې له خوا ددې سوله ييزو لاريونو دمخنيوي لپاره ټاکل شوي وو.
آيا ولسمشر او صلاح الدين رباني! تاسې ته دا ښه ښکارېده چې دا ګولالي محصلين، چې نن يې د خپلو روا غوښتنو په وړاندې د غږ پورته کولو لپاره يو ‌‌ډېره معقوله لار غوره کړې ده؛ تاسې يې لاسونه او پښې ورمات کړئ، هغوی په زندانونو کې واچوئ؟ پوليسو د مسوولينو هغه ناوړه چلند چې د محصلينو دسوله ييز لاريون پر وړاندې يې بې پرېتوب او مسلکي توب تر پښو لاندې کړ، له تاوتريخوالي ډک غبرګون وښود.
که چېرې پوليس په راتلونکي کې د هر ډول سوله ييز حرکت په وړاندې دا ډول ناوړه غبرګون و ښيي؛ بيا به افغان ولس کې هيڅ درنښت ونه لري او د ولس باور به پرې کاملاً له منځ لاړشي، چې دا به ملي يوالي ته لوی زيان وي.
صلاح الدين ! دا به تاسې ته څه خوند درکړي، چې تاسې د خپل پلار نوم پر چا په زوره تحمل کړئ؟ د خپل پلار او خپل ځان د محبوبيت هېنداره؛ خو به دې په افغان ولس کې ليدلي وی؟ که په دې دنيا درسره چا حساب ونه کړ، له پلار سره به دې په ګور (قبر) کې حساب کيږی. الله ج ډېر عادل ذات دی، ددې مظلومو محصلينو غږ به الله ج اوري، که غواړې پلار ته دې پس له مرګه ګټه ورسوې؛ نو له دې کار څخه لاس واخله!
محصلينو خو خپل غږ ترملي شورا او دهېواد نور متنفذو شخصيتونو ته هم ورسوو، خو دهغوی دحق سترګې هم ړندې دي او هېڅ ملاتړ يې ورسره ونه ښود. ولسمشر اعتراف کوي چې په دې اړه يې لازمه مشوره نه ده کړې او پرېکړه يې ناسمه وه. هو! له ده ښاغلي (!) نور ولس د خير تمه نشي کولى او نه يې په عقل دومره باور ورپاتې.
له بد مرغه د محصلينو او استادانو اعتراضونو ته افغان حکومت هيڅ اهميت نه دی ورکړی او محصلينو راوا غوښتنو ته په سپکه سترګه ګوري.
که ولسمشر پخپل ړانده ګذار د محصلينو ټپي کړيو زړونو او نازکه فکرونو پټۍ کولو ته د جدي ګام پورته کولو هوډ ونه کړ؛ نو بويه چې په ډېرى اکاډميکو ادارو کې به نه يوازې د ولسمشر؛ بلکې د سولې د مشر صلاح الدين رباني پر نومونو د کرکې توکاڼي توکول کېږي او دا به د تاريخ پر پاڼه يوې بلې ناخوالې ليکلو ته زمينه برابره کړي.