د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله به په ۲۵ د فروري هېواد ته ستنېږي

کرکټ څانګه 16.02.2010 01:16

حميد حسن دا مهال د لاس او زنګانه د سترګې له دردونو شکايت لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاده مسعود ټول افغان ته ويلي دي چې افغان ملي لوبډله به په ۲۵ د فروري چې د سې شنبې سره سمون خوري د هېواد پلازمېنې کابل ته ستنېږي.

له ستنېدو مخکې افغان لوبډله د کاناډا سره دوه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کوي.

امکان لري چې په ۲۵ د فروري ټوله لوبډله هېواد ته ستنه نه شي او ۶ لوبغاړي یې په دوبۍ کې د نړيوال جام د تمرين په موخه پاتې شي.

د لوبډلې روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وويل چې د کرکټ نړيوالې شورا د شل اورونو نړيوال جام ته د تيارۍ په موخه ۶ افغاني لوبغاړو ته چې ۴ به په کې توپ وهونکي او ۲ توپ اچونکي دي په دوبۍ کې تياروي او ډول ډول تمرين به ورکوي. د تمرين دا کيمپ به ۷ ورځې دوام کوي.

دا مهال لا پرېکړه نه ده شوې چې کوم لوبغاړي به په دوبۍ کې پاتې کېږي او کوم به بېرته هېواد ته ستنېږي. پرېکړه به د کرکټ بورډ او روزونکی کبيرخان کوي. خو بې شکه کوم لوبغاړي چې دوبۍ کې د کيمپ لپاره پاتې کېږي، په نړيوال جام کې به هم لوبېږي.

دوه ورځې وړاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اياپه افغان لوبډله کې به د نړيوال جام لپاره په هېواد کې د لا ښو لوبغاړو پلټنه وشي چې په لوبډله کې شامل کړای شي، نوروز منګل د سريلانکا تمريني کيمپ ته اشاره وکړه چې هلته یې د نوو او تکړه لوبغاړو دغوره کولو لپاره هڅه کړې وه او دا یې رد نه کړه چې د نړيوال جام لپاره به ګنې دا ډول هڅه بيا نه کېږي.

دا مهال په لوبډله کې یو شمېر لوبغاړي له ټپونو او تکليفونو شکايت کوي چې په دوی کې حميد حسن، اصغر ستانکزی، او شاهپور ځدراڼ شامل دي. یو شمېر نور لوبغاړي هم لېواله دي چې په سريلانکا او اماراتو کې د کابو یوې نيمې مياشتې مسافرۍ او لوبو څخه وروسته خپلې کورنۍ وويني.

روزنکی کبيرخان وايي چې هغه لوبغاړي چې په دوبۍ کې به تمريني کيمپ کې برخه اخلي دا مشکل لري چې که چېرته په ۲۵ د فروري له اماراتو بېرته هېواد ته ستانه شول بيا د اماراتو د قانون سره سم تر یوې مياشتې پورې په توريستي ويزه بېرته اماراتو ته نه شي داخلېدی.

يادونه:

د دې رپوټ له خپرېدو وروسته ټول افغان ته د ملي لوبډلې اداري چارواکو وويل چې لوبغاړو ته د ارام ورکولو په موخه به ټوله لوبډله په ۲۵ د فروروي هېواد ته ستنېږي او د کرکټ د نړيوالې شورا د تمرين په کيمپ کې به د ۱۹ ټيټ لوبډلې ۶ لوبغاړي برخه اخلي.

افغان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې حشمت الله شهيدي، جاويد احمدي، افتاب عالم، عزت دولتزی، نور الحق، شبير نوري په دې کيمپ کې برخه واخلي.