د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تلويزيون نن د افغانستان او سکاټلينډ لوبه ښيي

کرکټ څانګه 14.02.2010 14:43

د ننګرهار ملي راديو تلويزيون په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبې ثبت کړي دي او نن یې په انځوريزه بڼه د کرکټ مينه والو ته ښيي.

دا لوبې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي سياليو په ترڅ کې چې افغانستان یې اتل شو ترسره شوي دي.

د دې تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد چې دا لوبې یې د کيمره مين نور احمد حبيبي سره یو ځای انځور کړي او چمتو کړي دي ټول افغان ته وویل چې نن به د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او سکاټلينډ لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۵:۳۰ بجو وښيي.

د يادونې وړ ده چې د ننګرهار ملي راديو تلويزيون تېره ورځ په دې سيالۍ کې د افغانستان لومړۍ لوبه وښودله. شېرزاد وايي چې تلويزيون به یې دې لړۍ ته دوام ورکوي او په ترتي به نورې لوبې هم د کرکټ مينه والو ته وړاندې کوي..


دننګرهار تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې د ملي لوبډلې سره.

د پايلوبې پاي ته رسېدو سره سم د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد او نور احمد حبيبي ځانونه د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته د مرکې لپاره ورورسول.