د افغانستان او ايرلينډ لوبې (پايلوبې) انځوريز رپوټ
14.02.2010 12:31انځورونه د ټول افغان ملکيت دی او د ټول افغان د يادولو په صورت کې ترې ګټه پورته کول جواز لري.
د لومړی ځل و چې افغان لوبډلې د شپې رڼا ګانو ته لوبه کوله. یواځې دوی ته بلکه په لوبغالي کې شته زرګونو افغانانو ته یې بې حده ډېر خوند ورکړ.
افغان ملي لوبډله له بري وروسته د لوبې د غوره لوبغاړي د اعلانولو په تمه ولاړه ده. شاته ګورﺉ چې زرګونه ښاغلي افغانان لا هم لکه لوبغالي د رڼا ګانو په شان ځلېږي او شور یې نه ودرېږي. د ننګرهار ملي راديو تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد شايد په دې لوبو کې له لوبغاړو ډېرې منډې وهلي وي. نوموړي او کيمره مين نور احمد حبيبي په ډېر مهارت د لوبو ويډيوګانې ثبت کړي دي چې ډېر زر به د همدې تلويزيون له لارې خپرې شي.
د لوبې نور انځورونه:
د افغانستان او ایرلینډ پايلوبې ) ۱۳ فروري ۲۰۱۰) دا لاندې انځورونه په دې پته کتلای شﺉ.