د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان جګړه، يوه ميراثي جګړه

جاويد صبوري 14.02.2010 11:19

كرېسټوفر تورښيا
ژباړه: جاويد صبوري
د هغه پلار په ۱۹۸۰ لسيزې كې د شوروي پوځ لپاره په افغانستان كې جګړه كوله. اوس هغه هم په افغانستان كې دى او د امريكايي پوځ لپاره په يوې بلې جګړې كې، د يوه نوي نسل لپاره جنګېږي.
د پورټلند اوسيدونكى، جګړن الكسي بوتكوف چې په شوروي اتحاد كې زېږېدلى او بيا امريكا ته مهاجر شوى، وايي "هماغه پخوانۍ خبره ده. اوه ويشت كاله وروسته بيا هم هماغه چارې دي."
له دې خبرې څخه د بوتكوف منظور، ټوليزه مقاېسه نه ده. د هغه په وينا د سړې جګړې په ترڅ كې د شورويانو يرغل، او تر يوولسم سپتمبر بريدونو وروسته د القاعدې او د هغوى طالب كوربنو په وړاندې د امريكا غبرګون "دوه بيل اړخونه، دوه جلا تګلارې دي." هغه څه چې هغه غواړي په اړه يې وغږېږي، هغه شخصي تجربه ده، د جګړې پر مهال د هغه د پلار او اوس يې خپله.
بوتكوف وايي: "ښايي موږ د بل چا د كارونو پرمخ وړلو لپاره دلته يو، كله چې د جګړې په مېدان كې يې نو هغه څه چې ستا ورته پام وي، هغه ستا ملګري او ښي او کیڼ اړخ وي."
زياتره ماشومان د خپل مور او پلار په پل ګام ږدي او پوځ سره يوځاى كېږي، بوتكوف كومه استثنا نه ده. خو خبره دا ده چې داسې لږ وي چې څوك دې په هماغه هېواد كې جګړه وكړي، چې پلار يې په كې كړې وه او هغه هم د دوو بېلابېلو زبرځواكو لپاره. د دواړو ګډ وژونكى دښمن هغه څه دي چې يو یې لوى پوځ ته ماتې نه شي وركولې، خو بل یې په داسې يوه هېواد كې چې وسله او جګړه د ژوند يوه بڼه ده، هڅه كوي چې ويره او ډار رامنځ ته كړي.
الكسي ايوانويچ بوتكوف، پلار، په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۴ كلونو كې په افغانستان كې جنګېده، يو زره داره موټر یې چلوه چې د هغه د زوی په وينا د امريكايي زغروال "سټرېكر روسيي ډول دى." زوی، الكسي الېكسېيويچ بوتكوف، په سټرېكر موټرو كې ګرځي، چې معمولاً د شورشيانو لخوا په ناهموارو او شاړو ځمكو كې د سرك غاړې بمونو په ښخولو سره په نښه كېږي.
په سويل كې، چيرته چې الكسي بوتكوف په دنده بوخت دى، ځمكه هواره او وچه او دښته ده چې تر ليرې ليرې پورې پرته ده. خو مشر الكسي د شورويانو پر مهال په مزارشريف كې دنده درلوده، چيرته چې مجاهدين، د امريكا له ملاتړ څخه برخمن ګوريلا ځواكونو، پر سره پوځ د بريد لپاره د غرونو په اوږدو كې له سړكونو څخه ګټه پورته كوله.
حتى نن هم په افغانستان كې د روسي پوځي ګاړو پاتې شوني د ځينو سړكونو په اوږدو كې ليدل كېږي.
ځوان بوتكوف وايي چې "موږ له هغه كس نه ويره نه لرو چې پورته په غره كې ناست دى او پر موږ به څه راګوزار كړي." د هغه په وينا چې شوروي سرتيري په غرنيزو سيمو كې د "ولاړو هيليو" په څېر وو.
د امريكايي ځواكونو لپار په سويل كې د سړك غاړې بمونه يوه ستونزه ده. په سپټمبر كې بوتكوف له خپل سټرېكر موټر څخه كښته شوى و او پلى ګرځېدو چې موټر يې د سړك غاړې پر بم وخوت.
بوتكوف چې د فبرورۍ په اتلسمه ۲۴ كلن كېږي وايي: "ما له چاودنې څخه منډه كړه، شاته مې وكتل، ما وليدل چې سټرېكر په هوا شوى و." په دې چاودنه كې دوه كسان ټپيان شوي وو.
د بوتكوف پلار د ۱۹۹۰ لسيزې په پيل كې كله چې د هغه پلارنی هېواد، اوكراېن د شوروي له دړې وړې كېدو وروسته مستقله شو، امريكا ته کډوال شو. زوى يې د يوه كنجكاوه زلمي په توګه له هغه تل د افغانستان په اړه پوښتل. د هغه پلار هغه ته ويل چې د هغوى زغروال موټر يو ځل سوځېدلى و، خو بوتكوف )زوى( د پېښې د جزيیاتو په اړه نه پوهېږي.
بوتكوف چې اوس د امريكا تابعيت لري او واده يې هم كړى او يوه لور لري، وايي "اوس چې زه لوى شوى يم، نور نه غواړم چې پوښتنه ترې وكړم، ځكه ما هرڅه په خپلو سترګو وليدل. دا يو له هغه شيانو نه دى چې څوك نه غواړي په اړه يې وغږېږي."
هغه زياتوي چې د هغه او د هغه د پلار ترمنځ يې چې اوس د ټرك ډرېور دى،"ناڅرګند تړون" شوى چې د افغانستان جګړې په اړه خبرې ونه كړي، كه څه هم هغه كيسې چې بوتكوف اورېدلې وې، كله چې هغه په لومړي ځل افغانستان كې په دنده وګومارل شو، افغانستان ورته يو آشنا هېواد ښكارېدو. دا دويم ځل دی چې هغه افغانستان ته د دندې ترسره كولو لپاره راځي.
بوتكوف وايي چې هغه د افغانستان داسې ځايونو ته تللى چيرته چې له دنيا بې خبره اوسيدونكي يې فكر كوي، امريكا پوځ هماغه روسي پوځ دى، داسې چې لا تر اوسه هم د روسيې يرغل پاى ته نه وي رسېدلى. ځايي اوسيدونكي پوښتنه كوي چې "تاسو اوس هم دلته ياست؟"
هغه يو ځل يوه افغان سرتيري ته چې د پوخ عمر لرونكى و او يقيناً چې د شوروي يرغل پر وړاندې جګړه يې يادېدله او ښايي جګړه يې هم كړې وه، وويل چې زما پلار د روسانو سرتیری و. د بوتكوف په وينا د افغان سرتيري غبرګون ناڅرګند و، شايد هم د دښمنۍ.
بوتكوف زياتوي: "هغه هيڅ و نه ويل. بيا يي وويل چې هغه يې نه مني. او روان شو."