د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سکاټلينډ د افغان بري انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 11.02.2010 00:41

افغانستان نن په يوه شانداره لوبه کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه.  دا لوبهد ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سوونو افغان ملاتړو په شتون کې ترسره شوه. 

د دې لوبې انځوريز رپورټ په لاندې ډول دی او ويډيوګانې یې د کرکټ د نړيوالې شورا په دې پاڼه کتلای شﺉ.


پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه.

فغانستان په ۲۰ اورونو کې په ډېره سخته ۱۳۱ منډې وکړې او سکاټلينډ ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.



افغان لوبډله د خپلو ملګرو بيټنګ څاري

تاج ملوک هم لوبه څاري
 
سره د دې چې هدف اسانه ښکارېده خو سکاټلينډ له پيله ونشو کړای د افغان توپ اچونکو توغنديو ته ټينګ شي او ترپايه یې لوبه ورو روانه وه. د شاهپور لخوا په ويکټه اخيستلو پيل شوه چې په لومړي اور کې یې واخيسته.


شهزاد په ننۍ لوبه کې ښه سټمپونه وکړل او په منډه یې لوبغاړي وسوځول.


په ننۍ لوبه کې حميد حسن درې ويکټې واخيستې او محمد نبي دوه ويکټې دوړه کړې.


کريم خان صادق د یوې ويکټې الوزولو نمانځنه کوي. کريم صادق، ميرويس اشرف او شاهپور یوه یوه ويکټې واخيستې.


نور علي د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو ځکه چې په ۳۷ توپونو یې ۴۲ منډې وکړې.

د دې لوبې نور انځورن ه د کرکټ په څانګه کې وګورﺉ.