د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی اړتيا او عملی لارې

نورمحمد غفوری 08.02.2010 14:07

درانه لوستونکی د پام ولری چې دا ليکنه تير کال په افغانستان کې چاپ شوی ده. کيدای شی چې ځينې مطلبونه يې زاړه وی، خو اصلی منځپانګه يې زړه نه ښکاری او دادی يوځل بيا د ويبسايت له لارې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کيږي:
په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په خورا بد حالت او افغانی ټولنه د خپلې تاريخي ودې د بهير په خورا سخت او پيچلی پوړکې قرار لری. د دولت په موجودیت کې عملا د حاکمیت خلا موجوده ده. زموږ ځمکنی بشپړ تیا او د هيواد ملی، سياسی او اقتصادی خپلواکی له خطر سره مخامخ دی. د افغانستان په کورنيو چارو او زموږ د ټولنيز ژوندانه په هره برخه کې د ګاونډيو هيوادو او نورو خارجی ځواکونوبربنډې لاس وهنې ډيرې پراخه او د افغانانو له حوصلې او تحمل څخه وتلې دی. دې وضعیت نه يوازې د اوسنی سیاسی سیستم او موجود دولت مخالفینو ته د جګړې او وسلو د کارولو بهانې په لاس ورکړې، بلکې پخپله حامد کرزی چې د خارجی هیوادونو له خوا واک ته رسیدلی او د هغوی په ملاتړ لا په واک کې پاته دی، هم دې وضعیت ناراضه او په ژړا کړی دی.
د تيرو نهو کلو پيښو په ډاګه سره څرګنده کړه چې نه يوازې په افغانستان کې د پرديو طرحو مطابق د خارجيانو په لاس جوړشوی دولت د افغانستان د بیارغونې او دموکراتیکو ريفورمونو په اجرا کې ناکامه پاته دی، بلکې پخپله «نړیواله ټولنه» هم زموږ ولس، خپلو ملتونواو په مجموعی ډول نړیوالو ته د ورکړل شوو وعدوپه تر سره کولو کې بریالی نشوه.
په افغانستان باندې د امريکا او د هغو د مؤتلفو ملګرو له خوا اعلان شوی هدفونه د دوی په قول د طالبانو د «بنیادګر او تروریستی» دولت له منځه وړل، د القاعدې او طالبانو د مشرانو- بن لادن او ملا محمد- عمر نيول، په افغانستان کې دولس له ارادې سره سم د دموکراتيک نظام ټينګول، د جګړې ځپلی او وران افغانستان بیارغونه او په دې جغرافيایی ټوټه کې د اوسیدونکو خلکو د ژوند د سطحې لوړول، د مخدره موادو د کرلو، ليږدولو، توليد او استعمال په ضدمبارزه او په هيواد او منطقه کې د تروريسم او تروريستی اعمالو مخنيوی ؤ.
ددې پوځي يرغل په نتيجه کې د طالبانو حکومت را وپرځول شو، خو عملا د هغو په قطعی ماتې برياليتوب ترلاسه نه شو. د القاعده او طالبانو رهبران يې ونه شوای نیولای. په هيواد کې سیاسی واک له طالبانو څخه واخيستل شو او په عوض يې د ملی او شخصی شتمنیو غلاکوونکو، د فردی آزادیو ضد دیکتاتورانو، فناتيکو مذهبی راديکالانو او له غربي هېوادونو څخه صادرو شووخو په ولس کې بې تکيې او بې نفوذه «تکنوکراتانو» او «بیروکراتانو» ته وسپارل شو، چې ډیر يې د وطن او ولس د خدمت پرځای د خپلو جيبونو او بانکی حسابونو په ډکولو لګيا دی. دا اوسنئ د پرديو اجنټانو له ميخانيکي مجموعې څخه د کوچنی فاسد اقلیت څخه جوړ شوی او له ولسی تودو څخه تجرید تش په نامه افغانی دولت په تيرو اتو کالونو کې په دې ونه توانېده چې په افغاني ټولنه کې حداقل مشروعیت تر لاسه کړی او د ټولنې د اکثريت نظر ځان ته راواړوی. نه یوازې دا چې د ولس له خوښې سره سم دموکراتیک او مترقی نظام په هیواد کې رامنځته نه شو، بلکې امنيتی وضعه خرابه شوه. جنګ او جګړو شدت او پراختيا وموندله. د هيچا شخصی آزادی او مصئونیت تضمین نه دی. د افرادو تښتونه، په کوچنیانو باندې جنسی تعرضونه او برمته نیول د روځې په عادی مسئلو اوښتی دی. هره ورځ په لسګونو وګړی په مختلفو پيښو کې په رنګارنګ سببونو له منځه ځي. ښوونځي اوروغتونونه سوځول کيږی. ځان مرګو حملو شدت موندلی ، د ښوونځی د نجونو پرمخ او بدن تيزاب شيندل کيږی، هره ورځ په لسګونو افغانان په مختلفو ځایو او متفاوتو بهانو باندې وژل کیږی. لنډه داچې د جرمو، جنحو او جنايتونو لړۍ له پخوا نه چټکه پر مخ روانه ده.
د ورانو شوو اقتصادی، سیاسی او ټولنيزو کلتوری سیستمونو بیا رغونه او په تيره بیا په جنوبی، جنوب شرقی او جنوب غربی سیموکې خورا سسته پر مخ روانه ده. په دې ولایاتو کې یا دولتی ارګانونه د فعالیت قابلیت نه لری او یا هم له لویو ستونځو سره مخامخ دی. په هيواد کې ځينې دولتی مؤسسې، فارمونه، فابريکې او نور اقتصادی او تولیدی تأسیسات د آزاد بازار په بنياد د خصوصی سکټور د فعالیت د ګړندی کيدو تر بهانه او نامه لاندې د شخصی کيدو (پریواټيزاسیون) په پروسه کې معینو کسانو ته د کمو بیو په مقابل کې «ډالۍ» شوې. له ګمرکی عایداتو څخه د شخصی او ګروپی ناوړه ګټو اخيستنه دوام لری. د کورونو د بیو د لوړېدو په نتيجه کې د کورونو کرايې لوړې شوې او د په کرايه نيوونکو له پاره يې د ژوند ډيرې ستونځې رامنځته کړې دی. لنډه داچې دخارجی ډيرو مرستو سره سره هم د غريبو او متوسطو8 ټولنيزو قشرونو په ژوند کې د لیدو وړ ښه والی نه دی راغلی.
تروريسم او تروریستی حملوله پخوانه زیات شدت او قوت وموند. د سولی او امنیت د ټینګښت پرځای، د هرې ورځې په تیرېدو سره د جنګ او ناامنیو لمن پراخيږی. په افغانستان کې د مخدره موادو د کرنې، قاچاق، توليد او استعمال د طالبانو د حکمرانۍ له وخته ډي�B1 زیات شوی دی. د هيواد او نړۍ د مطبوعاتو او ډله ايزو رسنيو دځينو معلوماتو له مخې د هغې په کار او بار کې ډير دولتی او حکومتی مامورين او لوړپوړی چارواکی هم برخه لری.
د افغانی کډوالو ستونځه، چې د افغانی ټولنې تر مخ د پرتو غوره ستونځو څخه ګڼل کيږی، د حل پر لور نه، بلکې د چاغوالی او پړسوب پر خوا روانه ده. رادیویی او تلويزیونی مطبوعات په پاکستان او ایران کې دافغانی کډوالو شمیر تر شپږ ميلیونو زیات ښئی، چې دا د ټولو تيرو وختو په نسبت د افغانی کډوالو تر ټولو لوړ شمیر دی.
په افغانستان کې د بشر د حقوقو د رعايت او په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د حقوقو د تضمین او عملی پلی کېدو په اړه د کاڼه کوونکو عوام غولوونکو تبلیغاتو سره سره په دې اړه لازم ګامونه نه دی اخيستل شوی. په افغانستان کې داسې دولتی ځواک او واکمن او ځواکمن ارګان نشته چې عملا د افرادو له فردی آزادۍ څخه دفاع وکړای شی. په هيواد کې لا تر اوسه داسې خپلواک، په بین المللی او ملی حقوقی نارمونو پوه او باورمند، ځواکمن او واکمن قضایی ارګان نشته چې د بشری حقوقو په اړه مناسبې پريکړی وکړی او امنيتی ځواک هم په داسې حالت کې قرار نه لری چې د قضا لخوا د نیول شوو تصمیمونو پلی کيدل په سم ډول عملی کړی. د ټولنې د افرادو او په تيره بيا د ښځو له پاره د کار د ځای موندل او د شغل د آزاد انتخاب امکانات نشته .
د افغانستان د لرغونو وروڼو قومونو ترمنځ د داخلی او خارجی غرضداره ځواکونو په تحريک او دسیسو بدبینی او دښمنی ته په مختلفو ذريعو او متفاوتو لارو لمن وهل کيږی. د يوه دين او مذهب پیروان د نورو اديانو او مذاهبو د پیروانو په وړاندې په رنګارنګ ډولونو تحريک او لمسول کيږی. د يوې ژبې ويونکی د نورو ژبو د ويونکو په وړاندې او د يوې خوا او محل اوسیدونکي د هيواد د نورو خواوو او منطقو د اوسیدونکو په ضد تحريک او جنګ او جګړو ته هڅول کيږی. د هېواد د اقتصادی ودې او د بيارغونې بهير د ډيرو خارجي مرستو سره سره ډير پڅ پر مخ روان دی. دولتی او حکومتی اداری د اختلاس او فساد په داسې ناروغۍ اخته دی، چې ساری يې په تاريخ کې نه ليدل کيږی. د اوسنیو د پردیو په مستقیم ملاتړ ساتل شوو دولتی واکمنانو په موجودیت کې د دې ساری ناروغۍ له منځه وړل هم په قطعی توګه ناشونی دی. په ځينو ځایو کې دولتی انتظامی ځواکونه د امنیت د راوستلو پرځای د بې امنيو او ناقراریو سبب ګرزېدلی دی. د هېواد سیاسی، اجتماعی حالت ګډ وډ او د ډاډ او اطمينان وړ نه دی.
د کابل د اوسنی دولت په شان کمزوری، بې کفايته او بې لياقته ضعيف، په فساد ککړ، د ملي منافعو په وړاندې بې پروا، له مسلکی پوهې څخه بې برخې اوپه برملا توګه د خارجی هیوادو د ګټو د ساتونکو افرادو څخه جوړشوی دولت به په غالب ګمان د هيواد په تاريخ کې نه وی تیر شوی. د دولت په چوکيو باندې کښېنول شوی او په حکومتی چارو باندې ګمارل شوی ډير کسان ددې پرځای چې د خپل وطن او خپل ملت عامې ګټې په نظر کې ونيسی، تر هرڅه لومړی د خپل ځان او هغو انجو او خارجی مؤسسې اوپردی هيوادګټوته پام او کار کوی، چې نوموړی يې د حکومت چوکۍ او د دولت منصب ته رسولی، پخپلو پيسو او وسيلو يې په خلکو تحميل کړی او ورته يې د روا او یا ناروا لارو د قدرت او شتمنيو د ترلاسه کولو شرایط چمتو کړی دی.
په هیواد کې د ډیرو ګوندونو، سازمانو، ټولنو او مؤسسو له موجودیت سره سره داسې ځواک او سیاسی، اجتماعی جوړښت نشته چې د خارجي او نړيوالو ځواکونو په وړاندې په منطقی او سوله ایزه توګه د سالمو او منل شوو سیاسی او ديپلوماتيکو لارو د افغانستان له عامو او ملی ګټو دفاع وکړای شی. ددې ډار شته چې له افغانانو څخه پخپل مورني ټاټوبی کې د پخپلې خوښې ژوند کولو آزادی واخيستل شی او د نورو د ژوند د ډول خامواو غیر ضروری پيښو او تقليد ته اړ ايستل شو.
افغانستان نن په نړیواله کچه د سترو هيوادونو او زبر ځواکونو ترمنځ د يوويشتمې پیړۍ د ستراتيژیکو ګټو د ترلاسه کولو له پاره د کشمکشونو او دهمدې زبرځواکونو او د سیمې د هېوادونو د سيالیو د دايرې په محراق بدل شوی دی. د ځينو کړیو او ځواکونو له لوری په نړیوال مقیاس دکلتورونو، ايديولوژیو، مذهبونو او اديانو ترمنځ دپلان شوو او عملا را منځته شوو کړکيچونو او خونړیو جګړو د فیصله کولو میدان ګرځېدلې دی. په تاريخي لحاظ د نړۍ د ستر بین المللی ائتلاف له خوا د وسله والو ځواکونو د عملیاتو په ډګر اوښتی دی چې همدا اوس تقريبا د څلويښتو هيوادو له خوا، شاوخوا اویا زره وسله وال پوځ دلته پروت دی او د نورو د را لیږلو پلانونه هم شته. ټولو ته څرګنده ده چې دا پوځونه د نړۍ په خورا مدرنو او عصری وسلو سنبال، د فوق العاده لوژستیکی خدمتونو او د سوق الجیش له هر ډول تسهيلاتو برخمن دی. همدا ائتلاف پریمانه پیسې، وسلې او وسيلې په لاس کې لری. دې حالاتو افغانستان د نړيوالو جاسوسی او استخباراتی شبکو په قوی مرکز اړولی او د مختلفو هيوادونو او ځواکونو ترمنځ د یو بل په وړاندې د چالونو او جالونو د جوړولو او غوړولو له پاره ډیر اغيزمن ډګر دی.
له خارجه په افغانانو باندې د اوږدې مودې تپل شوو جګړو په نتيجه کې د وران او ويجاړ هيواد بيا جوړول هم د افغانانو د کمزوری او ناتوانه اقتصاد له وسه وتلی کار دی. د وطن د اقتصادی، اجتماعی او سياسی بياجوړونې او پرمختک له پاره د مسلکی پوهې لرونکو کادرونو روزنه هم د افغانانو له توانه پوره نه ده. د هيواد د انفراسټروکټور رغونه او رامنځته کول، د وږی، ناچاره او جګړې ځپلی ولس د نس مړول، د ځان پټول، د سر د سيوری موندل، د هغو د سواد او ښوونې او روزنې شرايط برابرول، د روغتيا غم يې خوړل او ډیر داسې نور هغه غټ پرابلمونه دی، چې بې له نړيوالو مرستواو د افغانانو له اتحاد او يو ځايی هلوځلو پرته يې سرته رسول ممکن نه دی.
دا او ډیر داسې نور فاکټونه ددې سبب دی چې د افغانستان او دهغې په شاوخواسیاست کې د روانو مسئلو په اړه نوی چلند وشی.
دپورته يادو شوو ستونځو او د ډیرو نورو هغو چې دلته نه دي یادی شوي، حل د ټولو افغانانو او ټولو هغو نارينه وو او ښځو دنده ده، چې د افغانستان په نامه نومول شوې جغرافيايی ټوټه کې استوګنه لری. یعنې هر هغه څوک چې په افغانستان کې اوسیږی، که ددې« خاورې اصلی تاريخی» اوسیدونکی دی او که دوي پخپله او يا يې پلرونه او نيکونه له بلې خوا او بله ځايه دلته راغلی، که نر دی او که ښڅې، که په هردين او مذهب عقيده من وی، که د هيواد په هر ګوټ کې ژوند کوی، که په هره ژبه خبرې کوی، که په هر اتنیکي ګروپ پورې تعلق ولری، که د هر ډول سیاسی مفکورې څښتن او پیرو وی او که هر رهبر او ګوند ته کار کوی ، د هيواد د پولو او د افغانانو د تاریخی وياړونوساتنه او د اسلام د دین او مختلفو مذهبونو د پیروانو د دينی مناسکو د ادا د آزادۍ لپاره مبارزه ئې اجتماعی او وجدانی دنده او دهېواد د ټولو ميشته وګړو په ګټه کار دی. پخپل وطن کې د افغانانو د پخپل زړه ژوند کولو واک، په سوله او امنيت کې په افغانستان کې د ټولو اوسیدونکو له پاره د ژوند د شرايطو برابرول او د ښځو او نرو له پاره د انساني عزت او شرف خوندی کول د آدم (ع) د هر اولاد انسانی مسئولیت دی. د دولتي بودجې، د اشخاصو له خصوصی امکاناتو او د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه د غلا، چور او چپاول مخنيوی، د ټولو اقتصادی ، ټولنيزو او کلتوری ظرفيتونو او امکاناتو اغيزمن او پر ځای کارول او د هیواد د بیا رغونې د پروسې چټکتياد افغانستان د هر وګړی په ګټه دی او له دې سره هيڅوک مخالفت نه لری.
د افغانستان د دموکراتيزه کولو، امنيت، ثبات او بيارغونې په بهير کې د دا لږو او ناڅيزو لاسته راوړنو ساتنه هم د اوسنۍ واکمنۍ له توانه وتلې او داسې خطر هم شته، چې که موږ افغانان، د وحدت او اتفاق په لورځانونه ونه خوځوو او په ګډه سره لازم تدبيرونه ونه نيسو، دا اوسنۍ لاسته راوړنې موهم له لاسه ووځي او بيرته په شاتګ ته مجبور شو. دا او داسې ډيرې نورې هغه عامې او ملي دندې دي چې د ټول ملت ګټې تضمينوی او د ملت هر وګړی له هغو څخه د دفاع مسئوليت هم لری. که هر څوک هر ډول عقيده او نظر لری او په افغانستان کې د هر ډول سیاسی، اجتماعی او اقتصادی سیستم پلوی وی، تر ټولو د مخه د همدې عامو ملی ګټو ساتنه او د خپل هيواد او واحد ملت محافظت او استحکام يې د هر ډول فعالیت لومړی او ضروری دندې جوړوی. په بل عبارت سره ويلای شو چې د عامو وطنی او سترو ملی ګټو ساتنه د يوه او يابل قوم، محل او یا سیاسی او ایديولوژیک ګروپ دنده نه ده، بلکې دا د ټول ملت او د هغو د هر وګړی ځنډ نه منونکې دندې او مسئولیتونه دی او بايد په ګډه سره يې سرته ورسوو.
که کوم ځانګړی قوم، کومه سيمه، د کومې ځانګړې ژبې ويونکی، یو او یابل سیاسی ګوند او ټولنيز خوځښت د عامو ملی او سترو سراسری وطنی ګټو ساتنه د ځان انحصار او امتياز وبولی، داسې فکر وکړی چې ددې چارو د اجرا توان او استعداد يوازې له هغه سره دی او نور ددې دندو اجراته پرې نږدی، دا به ډیره ستره تيروتنه، لويی غوښتنه او د نورو وطنوالو په وړاندې د بې باورۍ او تحقير د تخم شيندنه وی. که په يوه او يابله بهانه او يا په دې او ياهغې سبب يو او يا څو ژبنی، محلي، دينی، قومی او یا سیاسی او ټولنيز ګروپونه ځانونه په دې حساسه تاريخي لحظه کې ددې سترو تاريخی او حساسو ملی مسئلو له حل څخه باسی، هغه د کوم بل یوه او يا څونورو په غاړه وراچوی، دا به هم د هغوی له خوا د وطن او ملت په وړاندې ستره جفا او بې مسئولیتی وی. تر دې ستره ګناه به داوي، که په داسې حساسو شرایطو کې کوم اتنیکی، ژبنئ، محلی او یا سیاسی ګروپ د عامو ملی او وطنی دندو له اجرا څخه ځانونه وباسی، هغه د بل محل ، قوم او سیاسی او مذهبی ډلې په غاړه ورواچوی او پخپله هم بیا له موقع څخه په استفاده د خپلو روا او يا ناروا ګروپی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د هغوی په مقابل کې �9�ه مبارزه لاس پورې کړی.
د نړۍ، منطقې او زموږ د خپل هيواد سياسی، ټولنيز او امنيتي پيچلی شرايط او د پديدو او پروسو د ودې ناڅرګنده او شکمن لوری، د افغانستان ټولو خلکو او په تيره بیا روشنفکرانو او سیاستوالو ته ښه معلوم دی. دا واقعیت باید په رڼو سترګو ووينو او ويې منو چې د نړۍ، سيمې او هيواد په دې م�%Bلقو، سختو او وخت په وخت منقلبو شرايطو کې ددې پراخه، هر اړخيزو، سترو تاريخي او ملي چارو تر سره کول د يوې مشخصې ډلې او سازمان له وسه وتلی کاردی. هيڅ اتنيکی، ژبنۍ مذهبی او يا محلی ډله نه شی کولای چې په تنهايۍ سره ددې سترو تاريخي او ملی پرابلمونو د حل له عهدې څخه ووزی. دا د افغانستان د ټولو قومونو، ولایاتو، ديني او مذهبی کړيو، ګوندونو او ټولنيزو مدني سازمانونو ګډې هڅې او هاند غواړی. ددې سترو ملي او سراسری مغلقو پرابلمونو حل يوازې او يوازې د ټولو ملی ظرفیتونو او امکاناتو د په کار اچولو او له بین المللی مترقی او عدالت غوښتونکو هڅو او تلاشونو سره دهمغږی کولو له لارې امکان لری.
د پورته يادو شوو او ډیرو نورو سترو پرابلمونو معقول او چټک حل، دعامو ملی ګټو ساتنه او د ستراتیژیکو اهدافو ترلاسه کول د داسې غښتلی، سراسری ملی ځواک موجودیت ته اړتیالری چې په داخل کې د افغاني ټولنې د مادی او معنوی ارزشونو د تاريخی ودې د قانونمنديو پر بنسټ د غونډې نړيوالې بشری ټولنې د تکامل او وړاندې تګ د عامو او اساسی قوانينوپه رڼاکې د افغانی منل شوو ارزښتونو د ساتلو سره يوځای د اوسنيو ملی ستونځو د حل له پاره مناسبه لار په ژوره علمی توګه وموندلای شی او د هغو د پلی کولو له پاره اړوند ريزرفونه او امکانات په ګوته کړای شی. په دې صورت کې به له يوې خوا دا سراسری او دموکراتيک ځواک وکولای شی چې د هيواد په دننه کې د ولسونو پراخې کتلې په خپل ځان، خپل منطق او خپلو وړاندې شويو پروګرامونو پسې را کش کړی، او له بلې خوا د نړیوالو ځواکونو له خوا د هيواد او منطقې په سیاسی او ټولنيزو پروسو کې د اغيزمن ځواک په حیث وپيژندل شی. په افغانی ټولنه کې د خپل کميت او ښه کیفيت پر بنسټ د لوړ ې اوتوريتې او حیثيت خاوند او د هېواد د ستونځو د حل له پاره مناسبې لارې وموندلای شی او دسمو عملی کولو توان يې په ځان کې ولری.
د همداسې لوی، غښتلی افغانستان شموله وطنپال، عدالت غوښتونکي دموکراتیک سیاسی ځواک د رامنځته کولو له پاره کار د هر افغان بچی او افغانې لور دنده ده.