د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نورمحمد غفوری

03.03.2016 10:32    |   نورمحمد غفوری ګوند او انتخابات (دوهمه برخه)

دولتي واک د ګوند موخو ته د رسیدو او د ټولنې د خدمت له پاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده چې ټول سیاستوال د هغو د لاسته راوړو لیوال دي. هر سیاسی ګوند د سیاسی ځواک د ترلاسه کولو او په هغو کې د ګډون له پاره مبارزه کوي. په دموکراتیکو نظامونو کې دولتي واک د وسلو د استعمال او زور له لارې نه، بلکې د هغه تر لاسه کول او ساتل د انتخاباتو او په انتخاباتي بهیر کې د سنجول شوو تدبیرونو، ستراتیژیو او تکتیکونو له لارې عملی کیدلای شي. په انتخاباتو کې ګوند یوازې د خلکو د رایو په زور او د ولس په ملاتړ بریالی کیدای شی. نو ګوند هغه وخت د خلکو ملاتړ د ځان په لوري راجلبولای شي چې د برنامو د جوړولو، د پریکړو د نیولو او د خپلو کاندیدانو د وړاندې کولو په وخت کې له عمومي افکارو او د ولسونو له پراخه کتلو سره

09.01.2015 10:03    |   نورمحمد غفوری مشکلات و دست آورد های صد روزه

انتخابات سال ۱۳۹۳ هجری شمسی افغانستان یک پدیده بخصوص افغانی بود. در این انتخابات مرد و زن افغان اشتراک وسیع نمودند. اما اداره کنندگان و برگردانندگان انتخابات نخواستند و یا هم نتوانستند به شکل درست و قانونی آن را برگزار نمایند. کمیسیون های انتخاباتی که از جانب رئیس جمهور اسبق به «تیپ و احساس افغانی!» تعین گردیده بود، نظر به اهدافی که در عقب آن نهفته داشت، از استخدام متخصصین با تجربۀ خارجی در آن جلوگیری نمود. خود افغانها و بخصوص اعضای کمیسیون انتخاباتی تجربه دموکراسی و انتخابات بیطرف را نداشتند. تقلب، دسیسه، رشوت و تجارت سیاسی غیر مجاز در کمیسیون انتخابات مسلط بود. دور اول انتخابات ریاست جمهوری سال ۱۳۹۳ نیز با دغلبازی و تقلب همراه بود.

11.02.2013 19:36    |   نورمحمد غفوری پل په پل

چې د یار نازکې شونډې مچو نه کړم که تمامه دنیا راکړی زه بې څه کړم؟ که مې سر ځي که مې مال دیار وصال کې پروا نکا، زه به واړه نذرانه کړم

25.01.2013 19:17    |   نورمحمد غفوری څــــړیــکه

له هرې خوانه په ما غم اوروي د زمانې زړګی ماتم اوروي هسک د وختونو له وريځو ډک دی چیرته ماران چیرته لړم اوروي

16.09.2012 10:16    |   نورمحمد غفوری د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې

د سنبلې د میاشتې په شلمه نېټه د افغانانو د ملی حرکت (۵۵) تنه استازی پارلمان ته ورغلل او خپلې غوښتنې یې د یوې اعلاميې په ترڅ کې د پارلمان اداری هیئت او ګڼ شمیر وکیلانو ته وړاندې کړی. د افغانانو د ملی حرکت په استازو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو سیاسی جبهو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانون، قومی شوراګانو استازو، د علومو د اکادمۍ غړو، د پوهنتونو استادانو، مخورو سپین ږیرو او د مدنی ټولنې غړو ګډون درلود. د پارلمان د کنفرانسونو په ستر تالار کې د افغانانو د ملی حرکت استازو ته د ولسی جرګې د غړو په استازیتوب د کندهار وکیل ښاغلی محمد نعیم لالی حمید زئی په داسې حال کې ښه راغلاست وویل چې د ولسی جرګې لمړی مرستیال ښاغلی حاجی عبدالظاهرقدیر، د ولسی جرګې د اداری هیئت نورو غړو او د مختلفو ولایتونو ګڼ شمیر وکیلانو حضور لاره.

16.08.2012 21:01    |   نورمحمد غفوری فلک ته

نن د بیا شوندې زما په وینو سرې کړې اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې؟ که زما د تودې وینې سرخي نه وي

03.06.2012 10:25    |   نورمحمد غفوری جبهه او ائتلاف

سریزه: 
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې په دې وروستیو کلو کې د دموکراسۍ تمرین کیږی او دولت په زور او هم دقانون له لارې د ګوندونو د سیاسی فعالیت مخه نه نیسی. د هیواد په اساسی قانون کې تر ډیرې کچې دموکراتیک ارزښتونه تسجیل شوی او سیاسی پلورالیسم منل شوی دی. د ګوندونو د فعالیت او دموکراتیکو آزادو ټاکنو قوانین هم تصویب شوی. د سیاسی مبارزې د ټولو وسیلو او تکتیکونو په لړ کې د همدې قانونی امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو په خاطر ګوندونه راجستر شوی، تر څو چې خپلو مرامی موخو ته د رسیدو له پاره په قانونی او مصئونه فضا کې په ښه توګه سوله ایز سیاسی فعالیت وکولای شی.

24.05.2012 20:27    |   نورمحمد غفوری افلاطون او دټولنیز عدالت


افلاطون د ټولنیز سیاسی نظام او په هیواد کې د ټولنیز عدالت په اړه ډیرې په زړه پورې طرحې لری. دده په طرحو کې د دولتی واکمنانو پوهه، پاکی او انصاف لوړ ځای لری او د ټولنیز پرمختګ له پاره د عدالت شتون اړین فکټور بولی. د افلاطون په نظر تر هغه چې« فیلسوفان واک ته ونه رسیږي او یاواکمن فلسفي نه وي، ترهغې دریاست او د ولس ستونزې نه حل کېږي ... دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي، دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار.» که د حکومت واګې د فیلسوفانو او پوهو کسانو په لاس کې ولویږی، د ملت له پاره ستر خدمتونه کولای شي، ځکه چې پوه کسان او فیلسوفان د ملت ګټې له خپلو شخصی ګټو څخه لوړې بولی، ریاست د حکم د چلولو او د پیسو او شتمنیو د راټولولو له پاره نه غواړی اود ټول ملت په خیر او دعدل او انصاف پر بنسټ ولاړ ټولنیز – سیاسی نظام را منځته کولای شی.

15.04.2012 00:43    |   نورمحمد غفوری افلاطون او د سیاسی - ټولنیز نظام سمون

افلاطون په ۴۲۷- ۳۴۷ قبل المیلاد کې ژوند کړی، په لوړه اریستوکراته (اشرافی) کورنۍ کې زیږیدلی دی. د سقراط شاگرد ؤ. ډیر کتابونه یې لیکلی او خپلې نظریې یې وړاندې کړی دی. د ده ټولې لیکنی لا تر اوسه پورې شته، خو یوازې یوه مقاله یې چې د ثواب په باره کې لیکلی وه، ورکه شوې ده . ډیر داسې کتابونه او لیکنی هم شته چې د دده په نامه نومول شوی، خو په اصل کې دده نه دی او همدا موضوع لا ان په انتیکو (عتیقه) زمانو کې ثابته شوې ده. د ده د اصلو لیکنو شمیره ۳۶ جلده بلل کیږی. ده ډیر اړخیزه استعداد لاره او نظریې او طرحې یې د څیړنې او پلټنې د لارو او میتودونو په اړه ارجینال، بدیع او تازه دی. همدې ځانګړتیاوو نوموړی نه یوازې د خپل وخت په مشهور، لوی او اغیزمن لیکوال او متفکرشخصیت بدل کړ، بلکې تر ننه پورې په فلسفی او علمی څانګو کې د پلټنو او څیړنو په بهیر کې دده نوم او مفکورې له یاده او پامه نه شی غورځیدلای.

01.02.2012 21:24    |   نورمحمد غفوری سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه (دریمه او وروستۍ برخه)

د سیاسی سیستمونو د ډول پیژندنې پدې ټیپ کې (توتالیتاریسم)، چې په پښتو ژبه کې مو ټولواکی ژباړلې ده، د دموکراتیسم (ولسواکۍ) مخالف قطب جوړوی. د توتالیټاریسم (Totalitarism) د کلمې ولیې د ټوټال (Total) لغت ته رسیږی چې لاتینی مبدأ لری او د مطلق، کامل، ټول او مجموعی معنی ورکوی.

21.01.2012 11:48    |   نورمحمد غفوری په افغانی وسله والو ځواکونو کې د خارجی پوځیانو په ضد روحیه غښتلې کیږی

په افغانی وسله والو ځواکونو کې د خارجی پوځیانو په ضد روحیه غښتلې کیږی

21.01.2012 00:51    |   نورمحمد غفوری افغان پوځیانو کې د خارجی پوځیانو په ضد روحیه غښتلې کیږی

همدا اوس مې په آلمانی مطبوعاتو کې د کاپیسا د تګاب په ولسوالۍ کې د ۲۰۱۲ م کال د جنوری په شلمه نېټه دجمعې په ورځ د یوه افغان سرتیری له خوا د څلورو فرانسوی پوځيانو د وژلو او د اوه لسو (۱۷) نورو کسانو د زخمی کولو خبر ولوست. دې موضوع د فرانسې په دولتی مقاماتو هم اثر کړی او د فر انسې جمهور رئیس ښاغلی (سرکوزی) په افغانستان کې د فرانسوی عسکرو د عملیاتو او همدا راز عجالتا د افغانی اردو د ښوونې او روزنې د پروسې د درولو خبر ورکړ او ویې ویل چې په دې به هم فکر وکړی چې آیا فرانسه له ټاکلی وخت تر مخه خپلې قواوې له افغانستانه وباسی؟

07.01.2012 00:10    |   نورمحمد غفوری سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه ( ۲ برخه)

ډیر پوهان په دې نظر دی چې په فیوډالیسم کې زیاتره سیاسی نظامونه پادشاهی وی. پادشاهی نظامونو هم په نړیوال سیاسی تاریخی ډګر کې په دوو غوره ډولونو ځان څرګند کړی دی، چې یو یې پخپل سر یا مطلقه پادشاهی رژیمونه او بل یې مشروطه یا قانونی پادشاهی نظامونه دی.

10.11.2011 19:27    |   نورمحمد غفوری سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه

سیاسی سیستم او سیاسی اړیکې د عمومی ټولنیز سیستم او بشری اړیکو د غوره ګروپونو څخه دی او پدې سیستم کې لوی فرعی سیستم جوړوی چې دولت یې په مرکزی هسته کې ځای نیسی.

03.11.2011 19:37    |   نورمحمد غفوری شخصی ګټې، ګروپی ګټې او عامې ملی ګټې!

انسان یو ټولنیز موجود دی چې د خپل پیدایښت د لومړۍ ورځې څخه د ټولنې له نورو غړو سره ټاکلې اړیکې ټینګوي. د ټولنې هر غړی له همغه اوله د کورنۍ د کوچنی ګروپ اړوندتوب تر لاسه کوی او په روځنیو چارو کې د خپلو شخصی ګټو تر څنګ د کورنیو ګټو ساتلو ته هم پام کوی....

25.08.2011 18:06    |   نورمحمد غفوری د بازار اقتصادی نظام او د هغه بڼې

څو موده مخکې مې د «اقتصادی سیستمونه او د هغو ډولونه» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه، چې د ډیرو سیاسی فعالینو د مینې وړ وګرځیده. تر هغې وروسته د ځينو مینه والو لخوا نورې پوښتنې رامخته او بحثونه رامنځته شول، چې د هغو د موضوعاتو او محتویاتوله په نظر کې نیولو سره دا اوسنۍ لیکنه برابره شوې ده.

18.08.2011 18:02    |   نورمحمد غفوری د کار په بازار کې د ګړندیو بدلونو اړتیا

دګلوبا لیسم دچټکې ودې په پایله کې انسانان هره ورځ تر بلې زیات نیغ په نیغه د نړیوالو سیالیو تر اغیزو لاندي راځي. یوازې په دې دوران کې د پانګې او پیداوارو تر څنګ ، دکار قوه او ټولنیزخدمتونه هم د ملی مارکیټ په پولو کې نه، بلکې په نړیوال بازار کې سیالیو ته وړاندې کیږی او په ملی پولو کې د اخيستلو او خرڅولو د متاع پر ځای په نړیوالو کالیو بدلیږی. په دې توګه ورځ تر بلې په ځانګړو هیوادونو کې د کار په بازار کې رقابتونه او د کار موندلو شرایط سختیږی.

14.07.2011 19:14    |   نورمحمد غفوری اقتصادی سیستمونه او د هغو ډولونه

نورمحمد غفوری د ۲۰۱۱ زیږیدیز کال د اپریل د میاشتې ۲۰ مه او د ۱۳۹۰ کال د حمل د میاشتې ۳۱ مه نېټه اقتصادی سیستمونه او د هغو ډولونه زموږ د ګران هیواد افغانستان د روښان اندو او سیاسی کړیو تر منځ د هیواد د اقتصادی نظام پر سر تاوده بحثونه روان دی. غواړم په دې لیکنه کې په خورا لنډه توګه د اقتصادی سیستمونو په اړه لوستونکو ته داسې بنسټیز معلومات وړاندې کړم چې په عملی او نظری سیاسی فعالیتونو کې په هغو پوهیدل خورا اړین دی اوددې معلوماتو لرنه د هیواد په کچه د سیاسی او اقتصادی پلانونو او پروګرامونو په جوړولو کې مرسته کوی. اقتصادی نظام څه شی دی؟

24.06.2011 19:44    |   نورمحمد غفوری د نړۍ بډایان او د شتمنیو ویش

ټول پوهیږو چې په نړۍ کې موجوده شتمنی د انسانانو ترمنځ په مساوی توګه نه ده ویشل شوی. څوک دومره ډيره لری، چې حساب یې ترې ورک دی، خو نور بیا د لوږې او بدمرغۍ سره لاس او ګریوان دی. د نړۍ شتمنی نه یوازې چې د بشر د افرادو ترمنځ په نابرابره توګه ویشل شوی، بلکې د جغرافیایی سیمو په لجاظ هم په مختلفو اندازو تقسیم شوی ده. په دې لیکنه که به لومړی د ۲۰۱۰ زیږیدیزکال لس ټاپ بډایان وپیژنو او وروسته به د نړی د شتمنیو د ګلوبال تقسیم په اړه لنډ راټول کړی معلومات وړاندې شی.

25.05.2011 21:25    |   نورمحمد غفوری ولسواکی (دموکراسی)

په هر ځای، هره ناسته ولاړه او په تېره بیا په سیا سی غونډو او بحثونو کې ډیر ځله د ولسواکۍ کلمه استعمالیږی. ډیر سیاست پوهان، دولتی چارواکی، ګوندونه او ټولنې د ولسواکۍ ادعا کوی. بیلا بیل کسان او ځانګړی ځواکونه د ولسواکۍ کلمه د خپلې پوهې او نظر مطابق په بیلا بیلو ډولونو تعبیر او تفسیروی.

17.04.2011 17:46    |   نورمحمد غفوری سیاسی حاکمیت او د ملت تر مخ پرتې ستونځې

په اوسنیوتاریخی شیبو کې افغان غیرتی ملت او په تیره بیازموږ دګران هیواد افغانستان وطنپال، ملی او ولسواک ځواکونه په سختو او برخلیک ټاکونکو شرایطو کې دی. په ټول هیوادکې بی امنی ورځ تر بلې زور اخلی. په داسې حال کې چې یوه کوچنۍ ډله دملت د عامه، د وګړو د شخصی شتمنیو او د نړیوالو مرستو په برملا او رسوا لوټ لګیاده او د هيواد د اقتصاد انحصار یې په لاس کې نیولی، د ولس ژوند هره ورځ تر تیرې ورځې زیات له سختیو او کړاوونو سره مخامخ کیږی. د سونګ د موادو، خوراکی توکو او د ژوند دنورو ضروری کالیو او خدمتونو بیه هره روځ لوړیږی.

04.04.2011 16:07    |   نورمحمد غفوری د سوله ایز فشار اړتیا

د ۲۰۰۱ میلادی کال را په دې خوا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مستقیم پوځی حضور شته. په همدې وخت کې د نړۍ ګڼ شمیر دولتونو او مرستندویه ټولنو هم د افغانستان د بیا جوړونې تر نامه لاندې په بیلیونونو ډالره مصرف کړل. افغانی دولت د خپلو نړیوالو متحدینو له غوڅ پوځي، سیاسی او اقتصادی ملاتړ سره - سره د ټاکل شویو موخو په تر سره کولو کې له لویو ستونځو او ناکامیو سره مخامخ دی

30.07.2010 21:53    |   نورمحمد غفوری د ګلوبالیسم دوه متضاد مخونه او اړوند سیاستونه

بشری ټولنې د خپل پیدایښت څخه تر ننه پورې د خپلو عامو او د هغې متفاوتو اجزاوو بیا د خپلو ځانګړو قوانینو مطابق وده کړی ده. یو له بله سره د انسانی ټولنې د مختلفو برخو پیوستون او یو بربل باندې د هغو دوه اړخیزه او څو اړخیزه اغیزی له ډیرې پخوانه څرګندې ا و د ټولنیزو او سیاسی علومو د څېړنې موضوع ګرځيدلې ده.

08.02.2010 12:07    |   نورمحمد غفوری په افغانستان کې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی اړتيا او عملی لارې

په افغانستان کې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی اړتيا او عملی لارې

06.03.2008 21:13    |   نورمحمد غفوری ګډوډي، که د قانون واکمني؟