د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوند او انتخابات (دوهمه برخه)

نورمحمد غفوری 03.03.2016 10:32

دولتي واک د ګوند موخو ته د رسیدو او د ټولنې د خدمت له پاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده چې ټول سیاستوال د هغو د لاسته راوړو لیوال دي. هر سیاسی ګوند د سیاسی ځواک د ترلاسه کولو او په هغو کې د ګډون له پاره مبارزه کوي. په دموکراتیکو نظامونو کې دولتي واک د وسلو د استعمال او زور له لارې نه، بلکې د هغه تر لاسه کول او ساتل د انتخاباتو او په انتخاباتي بهیر کې د سنجول شوو تدبیرونو، ستراتیژیو او تکتیکونو له لارې عملی کیدلای شي. په انتخاباتو کې ګوند یوازې د خلکو د رایو په زور او د ولس په ملاتړ بریالی کیدای شی. نو ګوند هغه وخت د خلکو ملاتړ د ځان په لوري راجلبولای شي چې د برنامو د جوړولو، د پریکړو د نیولو او د خپلو کاندیدانو د وړاندې کولو په وخت کې له عمومي افکارو او د ولسونو له پراخه کتلو سره خپلې اړیکې وساتلای شی او په دې وخت کې نه یوازې چې په لیکل شویو اسنادو کې د خلکو غوښتنوته انعکاس ورکړي، بلکې په ټولو پریکړو کې په عملي توګه د ګوند ټولو غړو او د برخې اخیستو مینه والو سمپاتیزانتانو ته د ګډون امکان ورکړل شي. که حزب د خلکو له پراخه کتلو او په تیره بیا دهغو طبقو او ټولنیزو ګروپونو سره چې ګوند یې له ګټو دفاع کوي، ټینګې اړیکې ونه شی ساتلای، د انتخاباتو په سیالیو کې ماته خوري. ګوند د خپلو فعالو غړو له لارې له تودو سره اړیکې ټینګولای او پاللای شي. ددې له پاره چې ګوند په خلکو کې حمایت ترلاسه کړي، اړینه ده چې په لومړي ګام کې د خپلو غړو په فعالولو کې زیار وباسي. د دموکراتیکو ګوندونو غړي چې د دموکراسۍ په روحیه روزل شوی او باورمند دی، د ګوند په نظری او عملي فعالیتونو او پریکړو کې د فعاله برخې اخیستلو د چانسو د لرلو له لارې فعال او قانع ساتل کیدای شي. د خلکو سره د ښو اړیکو د ساتلو بام ته د ختلو د زینې لومړۍ پله د خپلو ګوندي غړو سره په نظری او عملی فعالیتونو کې د ښو او غښتلیو اړیکو تنظیم او د هغو فعال ساتل، دوامداره پالل او په ټولو پریکړو کې ورسره مخکې ترمخه د سلا او مشورو کول دي.  هغه ګوندي رهبري ارګانونه چې په دې کار بریالي نه شي، خپل سازمانونه به په سیاسي فعالیت کې له ماتې سره مخامخ کوي.

په دموکراتیکو او ولسواکه نظامونو کې د انتخاباتو په بهیر کې ټولو ګوندونو ته د فعالیت مساوی چانسونه او یو له بله سره برابر شرایط رامنځته کیږي.  له ټولو ګوندونو سره د قانون په پولو کې په مساوي اندازه مالي مرسته کیږي. په رښتینو ولسواکیو کې ددې مخنیوی کیږي چې ځینې ګوندونه له زور، وسلو، دولتي امکاناتو او عامه شتمنیو څخه د یوه ګوند په ګټه او یا د کوم کاندید په پلوۍ کار واخلي. په آزادو ټولنو کې مطبوعات هم آزاد دي او د ټولو ګوندونو او کاندیدانو ترمنځ د برابرۍ ساتلو ته پام کوي. په انتخاباتي سیالیو کې ټول شامل ګوندونه باید د ډله ایزو رسنیو له لارې د قانون په پولو کې د خپلو فعالیتونو د تبلیغ او خلکو ته د رسولو مساوي چانسونه ولري. دا سمه نه ده چې ځینې ګوندونه له دولتي ملاتړ او یا د مطبوعاتو له پوښښه برخمن او نور ترې محروم وي. هغه ګوند او یا ګوندونه چې په واک کې دی، باید دا درک او ومني چې دولتي او ګوندي کارونه او همدا راز  دولتي او ګوندي سازمانونه یو له بله توپیر لري، سره بیل دی او یو له بله باید بیل وساتل شي.  

په دموکراتیکو رژیمونو کې نه یوازې دا چې ګوندونو ته د فعالیت برابر چانسونه شتون لري، ددې ترڅنګ باید ګوندونه ډاډمن وی چې تر انتخاباتو او  د ټاکنو د بهیر تر پای ته رسیدو وروسته هم د هغوی حقونه نه تر پښو لاندې کیږی. د ټاکنو په سیالیو کې تر ماتې وروسته هم د هغوی اساسي حقونو او فعالیتونو ته محدودیتونه نه وضعه کیږي او ددې امکان نه ترې اخیستل کیږی چې په راتلونکو ټاکنیزو پروسو او د سیاسی فعالیت په سیالیو کې ګډون وکړي.

ګوند د ټاکنو ترمخه، د هغو په بهیر کې او وروسته تر هغو په پرله پسې ډول د خپلو موخو د نشرولو، د مدرنو افکارو د عامولو، د سیاسي فعالیتونو د رواجولو، د نظم او شریک کار له پاره د افرادو او ټولنیزو ګروپونو د رابللو او په سیاسي فعالیت کې د ګډون له پاره د خلکو د هڅولو دندې سرته رسوي. ګوند په دوامداره توګه د ولسونو د کتلو د سیاسی شعور د سطحې د لوړولو له لارې د ټول ملت د جمعې ارادې په تنظیم او ښه کولو کې برخه اخلي. خلک په سیاسی پروسو کې او په تیره بیا په انتخاباتو کې ګډون ته رابولي. په ټاکنیزو پروسو کې د خلکو پراخه ګډون د هغو د پایلو او له دې لارې د ټول نظام مشروعیت زیاتوی.

ګوند د ټاکنو تر مخه د انتخاباتي حوزو د ترتیب او د دولت لخوا د انتخاباتو په اړه د نورو پریکړو په نیولو کې مداخله کوی، خپل نظر ښکاره وی او د مخالفو نظرونو او ناسمو پریکړو په وړاندې چې د ګوند او د منځنیو او غریبو طبقو او ټولنیزو اقشارو ګټو ته زیان رسوي، ټینګه سیاسی مبارزه کوي. د خلکو او په ځانګړي ډول د هغو طبقو، ټولنیزو ګروپونو او قشرونو غوښتنې، اندیښنې او ستونزې دقیقې ارزوی چې ګوند یې د ګټو ساتلو او د غوښتنو پوره کولو ته پخپل مرام کې ځای ورکړی وي. د هغو تر دقیقې څیړنې او ارزونې وروسته يې غوښتنو ته انسجام ورکوی، په ښه توګه یې فورمولبندي کوی او په هغو کې لومړیتوبونه پیژني. د ګټو، غوښتنو او هیلو ددې پیژندګلوۍ، تحلیل او ارزونې په پایله کې د انتخاباتي دورې له پاره د هیواد، ولایت او یا ولسوالۍ په کچه خپلې ټاکنیزې برنامي جوړوی. ګوند مخکې له مخه خپل پروفایل سموي، هغه غوره ځانکړنې او مشخصې علامې ټاکي چې دا ګوند له نورو هغو څخه ورباندې تفکیک کړل شي او له داسې یوه منظم او سنجول شوی پروګرام سره د ټاکنو کمپاین ته ور دانګي. ددې پلانونو او پروګرامونو د عملی کولو له پاره ګوند خپل امکانات خلکوته په ګوته کوي، وړ کاندیدان وړاندې کوی، پرسونل، مالی او مادي منابع، د ولسونو د اقناع او رضا ساتلو لارې او وسیلې، سیمه ایزې او نړیوالې اړیکې او داسې نور اړوند دلایل او اسباب په ډاګه کوي.

د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې ګوند د خپلو غونډو، اړیکو جوړولو، د برنامو د توضیح کولو او له خلکو سره د اړیکو د نیولو مشخص پلانونه سنجوی او په وړ تکتیک او پوره مهارت یې عملی کوي. ددې پلان د عملی کولو له پاره هم خپله مالي بودجه، شعارونه،  د اشتهار پاڼې، د بیان ډول ټاکي او په غونډو کې هغو چاته دڅرګندیدو او د ولس مخته د وړاندې کیدو چانس ورکوی چې تر نورو زیات په خلکو کې مخ او محبوبیت ولری، د موخو د ښې تشریح توان ورسره وی او د بیان ځواک ورپکې وي. د ټاکنو د کمیسیون د لنډې مودې او مؤقتی اداري کارمندانو له پاره خپل وړ کسان د تقرر سیالیو ته جوړوی او هلته یې د قانون سره سم د مقررۍ زیار باسي. د ټاکنو د بهیر له پاره په ټولو حوضو کې څارونکي توظیفوی، لازم اسناد یې برابروی، د جواز له پاره یې اداري او بیوراکراتیک کارونه پخپل وخت خلاصوي، د ټاکنو بهیر په دقت سره څاري، د بي قانونیو، جعل او تقلب مخنیوی کوی. د انتخاباتو په بهیر کې چې ګوند هرڅومره ډیر څارونکي ولری، هغومره به یې د څارنې په بهیر اغیزه زیاته وی. په دې وخت کې ګوند خپلو غړو او فعالو مینه والو ته د خلکو د جلب او جذب او انتخاباتو ته د راوتلو او د هغوی د راوستلو په خاطر مشخصې دندې سپاري او د انتخاباتو په ورځ یې د معین انتظام له لارې په ټینګه تعقیبوي. ګوندي څارونکي د رایو په ګڼلو او د بریالي کاندید په معلومولو کې برخه اخلی او د غلطیو او درغلیو مخنیوی کوي.  

سیاسي ګوندونه تر انتخاباتو وروسته هم خپلو دندو ته دوام ورکوي. زر تر زره د ټاکنو د پایلو تر اعلان او ښکاریدو وروسته د ولسوالۍ، ولایت او یا په ملی کچه د جوړ شوي کنفرانس او یا هم ګوندي کنګرې په بهیر کې خپل ټاکنیز فعالیت او په هغو کې مثبت او منفی اړخونه څیړي، تحلیل او ارزونه یې کوي. ګوند د لاسته راغلو نتیجو سره سم په ولسوالي، ولایتی او ملي شوراګانو کې ونډه اخلي. د ګوند موضعګیری بیانوی او د مجلسونو د پریکړو بهیر د خپلو موخو د عملی کولو په لور را اړوي. د درغلیو او فساد مخنیوی کوی او د تصامیمو په نیولو کې آسانتیاوې برابروی او روڼوالی مراعاتوي او څاري. په ګوندي سیستم کې دا ښیګڼه شته چې د یوې مطرح موضوع په اړه د موضع ګانو او نظرونو شمیر د شورا د غړو په اندازه نه، بلکې د ګوندونو او ائتلافونو د شمیر په اندازه وی او دا بیا په پارلمان کې پریکړې آسانوی او وکیلان له خپلو مؤکلینو ښه او اساسي دفاع کولای شی. د موضع په اړه د ګوندونو تر منځ جوړښت د شورا د ځانګړو غړو په نسبت آسانه وی. د کار دا ډول چلند د پارلمان کاري وړتیا لوړوي.

ګوند د انتخاباتو د یوه دور او کمپاین له خلاصیدو سره سم د بل دور له پاره ځان چمتو کوي. په ولسواکو نظامونو کې چې سیاسي ځواک د جګړې، کودتا  او د وسلو د کارولو له لارې نه، بلکې دسوله ایزو سیالیو او ټاکنو له لارې تر لاسه کیږي، ګوند او ګوندي رهبري ارګانونو ته لازمه ده چې د ټاکنو په سیالیو کې هر وخت او په هره انتخاباتی ساحه او کچه تیاري ولري.

د ټاکنو سره دا سم چلند نه دی چې ګوند صبر وکړي او په وروستیو ورځو شپو کې له یوه کاندید څخه یوازې د رایو ورکولو له پاره خپل غړي او خپل ولسي پوتنسیال وکاروی. نه مخکې له هغه کوم پلان ولري او نه هم وروسته تر انتخاباتو د خپلو رایو په کیسه کې واوسي.  که ګوندی رهبرۍ د انتخاباتو له پاره مخکې تر مخه خپل ګوند نه وی چمتو کړی، خپل پروګرام یې نه وي جوړ کړی، د اړتیا په وخت کې یې ائتلافونه نه وی تنظیم کړي، خپل او یا له نورو سره ګډ کاندیدان یې نه وی ټاکلي، قانونی مقدماتی شرایط یې نه وي برابر کړي او د پوره چمتو والي سره د انتخاباتو سیالیو ته ور ګډ نه شي، بری نه شي تر لاسه کولای.

که ګوند د انتخاباتو په بهیر کې له کوم کاندید څخه د ولسوالۍ، ولایت، ولسی جرګې او یا ولسمشرۍ په کچه ننګه کړې وي او هغه یې بریالیتوب ته رسولی وي، تر انتخاباتو وروسته هم باید خلکو ته د خدمت امکان او همدا راز د حکومت په کار او مسئولیت کې ګډون ولري. که بریالی کاندید پخپلو وعدو ونه دریږي او د ګوند خواته پام ونه کړي، په حکومتي دندو کې ګوند ته برخه ورنکړي، ګوند حق لري او باید د خپلو غړو او مینه والو د رایو پوښتنه وکړي او د خپلو رایو د حق د ترلاسه کولو له پاره مبارزه وکړي. دا سمه نه ده چې کوم کاندید د ګوند غړی او د هغو ولسي پوتنسیال یوازې د خپل ځان د رایو د ډیرولو د وسیلې په حیث وکاروي،  بیا په کړی پروتوکول پښه کیږدی، په دولتي واک کې برخه ورنکړي او ګوند هم ځان آرام ونیسي او د خپل حق د ترلاسه کولو له پاره مبارزه ونکړي.

د بیلګې په توګه، هغو ګوندونو چې د ډاکتر اشرف غني او یا ډاکتر عبدالله څخه ملاتړ کړی او اوس په دولت او حکومت کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوی، د دولتي پالسیو په جوړولو کې د نظر حق او ولس ته د خدمت چانس نه وي ورکړل شوی، دوی حق لري، د خپلو غړو او رایې ورکوونکو په وړاندې مکلفیت لری او باید د خپلو رایو پوښتنه وکړي. ډاکتر محمد اشرف غنی او ډاکتر عبدالله عبدالله باید هومره هم خپلې مخې ته پرینښودل شی چې په دولت او حکومت کې چې د ټول ملت شریک مال دی، یوازې خپل شخصی ملګری او انډیوالان او یا یوازې پخپله خوښه کسان مقررکړي او د نورو ګوندونو، ګروپونو او سازمانونو قصه وړیا وګڼي. د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم پلویان باید په یاد راوړي چې د انتخاباتو ترمخه له ډاکتر محمد اشرف غني سره د خبرو په لړ کې دا وعده او فیصله شوې وه چې د حاکمیت د دوهم کال په لومړیو کې به د تداوم له پروسې څخه د تحول په لور ګام اوچتوي.  

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په دولتي دندو کې د هغو ملي او دموکراتو ګوندونو چې په بریالیو انتخاباتي ټیمونو کې شامل ؤ، د ونډې د اخیستلو له پاره مبارزه په عین حال کې په دولت کې د اصلاحاتو او تحول له پاره مبارزه هم ده. په دولت کې د ګوندونو د استازو له پاره د ځای خالی کول د پرسونل د قانونمند او ضروري بدلون او په پایله کې د دولتی ادارو په کار او چلند کې د تغیر عامل کیږي. وخت په وخت په دولتي ادارو کې د پرسونل تغیر او تبدیل د نویو کادرونو د آیدیاوو د تحقق او په کار کې د نویو ابتکارونو د ښکاریدو او د کارونو د ښه پرمختګ له پاره اړین دي.  د سیاسي ګوندونو د ماهرو متخصصینو او تحصیل او تجربه لرونکو کادرونو ځای پر ځای کول د دولت کاري ظرفیتونه لوړوی او په هغو کې د اوسنیو موجودو قومی، محلی او ژبنیو تبعیضونو د کموالی سبب ګرزی.
په پای کې باید ووایم چې دموکرات ګوندونه باید سر له اوسه د راتلونکو ټاکنو له پاره ځانونه چمتو کړی، د راتلونکو انتخاباتو د هرې سطحې (ولسوالی، ولایت او هیواد) له پاره تیاری ونیسی، د انتخاباتو مسئول کسان چی په انتخاباتی بهیرونو کې نسبت و نورو ته ښه تجربه ولری، وټاکی او ددې کار  د پرمخوړلو له پاره تخصصی کمیټې جوړی کړی.

(پای)