د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې

نورمحمد غفوری 16.09.2012 12:16

د سنبلې د میاشتې په شلمه نېټه د افغانانو د ملی حرکت (۵۵) تنه استازی پارلمان ته ورغلل او خپلې غوښتنې یې د یوې اعلاميې په ترڅ کې د پارلمان اداری هیئت او ګڼ شمیر وکیلانو ته وړاندې کړی.
د افغانانو د ملی حرکت په استازو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو سیاسی جبهو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانون، قومی شوراګانو استازو، د علومو د اکادمۍ غړو، د پوهنتونو استادانو،  مخورو سپین ږیرو او د مدنی ټولنې غړو ګډون درلود. د پارلمان د کنفرانسونو په ستر تالار کې د افغانانو د ملی حرکت استازو ته د ولسی جرګې د غړو په استازیتوب د کندهار وکیل ښاغلی محمد نعیم لالی حمید زئی په داسې حال کې ښه راغلاست وویل چې د ولسی جرګې لمړی مرستیال ښاغلی حاجی عبدالظاهرقدیر، د ولسی جرګې د اداری هیئت نورو غړو او د مختلفو ولایتونو ګڼ شمیر وکیلانو حضور لاره.
غونډه د محترم مولوی عبدالکریم خان لخوا د قرآن کریم د څو آیتونو په لوستلو پیل شوه چې وروسته ښاغلی ډاکتر طوفان وزیری د افغانانو د ملی حرکت د اعلامیې پښتو او ورپسې ډاکتر محمد آصف بکتاش د هغې دری متن ولوست چې ورپکې د همدې نوي راټوکیدونکی حرکت غوښتنې ځای شوې وی.
په اعلامیه کې د افغانستان په سرحدی سیمو د پاکستان د پوځي کړیو له خوا د توغندیو د یرغل په اړه رڼا واچول شوه، د هیواد په ولایتونو کې یې د ورځ په ورځ خرابیدونکی وضعې په اړه تماس ونیو او دهیواد دتجزیې د پلانونو څخه یې اندیښنه څرګنده کړه. په اعلامیه کې دې خبرې ته پام وراړول شوی ؤ چې په داسې سخت او پیچلی حالت کې حکومت او پخپله ولسمشر پټه خوله پاته دی او لازم عکس العمل نه ښئی او مناسبو تدبیرونو ته لاس نه اچوی.
د افغانانو د ملی حرکت استازو د ولسی جرګې او حاضرو وکیلانو څخه وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته جدی پام ورواړوی او که یې په ټاکلې موده کې د دوی غوښتنې عملی نه کړې، نو دا حرکت به بیا خپلو قانونی سوله ایزو مبارزو ته دوام ورکړی.
د پارلمان د غړو په استازیتوب د ولسی جرګې لمړی مرستیال خبرې وکړې، د افغانانو د ملی حرکت غوښتنې يې پرځای او معقولې وبللې او له هغوی څخه یې ملاتړ اعلان کړ. د حرکت استازو ته یې د هیواد د ځمکنی بشپړتیا د ساتلو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ډیر کسان به د افغانستان د تجزیې خبرې کوی، خو دا هسې د کوچنیو لوبه نه ده. موږ هره لحظه قربانۍ ته تیار یو.
د حرکت استازو له ولسی جرګې څخه د خپلو غوښتنو د تر سره کولو له پاره په ټاکلی وخت کې د ګړندیو تدبیرونو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې که په ټاکلی موده کې دوی له ولسی جرګې څخه قناعت بښونکی ځواب او ډاډ تر لاسه نکړی، نو به خپل پروټیست ته دوام ورکوی او د اړتیا سره سم اقدام ته به لاس اچوی.
يادونه: زه به زیار وباسم چې د افغانانو د ملی حرکت هغه اعلامیه هم چې په پارلمان کې ولوستل شوه، ستاسې د معلوماتو له پاره وړاندې کړم.