د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ملي لوبډله د خالي په ورځ اماراتو ته رسيږي

کرکټ څانګه 05.02.2010 01:48

په سريلانکا کې د کرکټ ملي لوبډلې سره مل اداري چارواکي وايي چې له سريلانکا څخه به د خالي په ورځ د کولومبو په وخت د ماسپښين په یوه بجه د دوبۍ خواته خوځېږي او په همدې ورځ به ماښام دوبۍ ته رسېږي.

لوبډله د دوبې هوايي ډګر لومړي ټرمينل ته د مازديګر په ۵ بجو رسېږي.

ملي لوبډلې په سريلانکا کې له یوې مياشتې زيات تمريني کيمپ، د ايرلينډ سره د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبه او په یو څلور هېواديزې سيالۍ کې برخه واخيسته.

ملي لوبډله عربي متحده اماراتو ته د ۲۰ اوريزو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي سيالۍ په موخه سفر کوي چې د فروري په ۹ پيل کېږي او په ۱۳ یې پای مومي.

د اماراتو په سياليو کې چې ۸ هېوادونه په کې برخه اخلي یواځې ۲ مخکښې لوبډلې کولای شي نړيوال جام  ته بريالۍ شي.

افغانستان په A ګروپ کې د ايرلينډو سکاټلينډ، او امريکا سره لوبه کوي.

د يادونې ده چې د يکشنبې په ورځ به افغانستان په شارجه کې د شارجې لوبډلې سره د تمرين په موخه لوبه کوي. لوبه د اماراتو په وخت د ماسپښين په ۲ بجو د شارجې په لوبغالي کې پيل کېږي.