د پاكستان پوځ له خوبه پاڅېد، كه اوس يې ځان په خوب واچاوه؟
04.02.2010 16:28وړمه ورځ د پاكستان پوځ لوى درستيز جنرال اشفق كياني په خپل يو لړ څرګندونو كې ويلي چې غواړي په خپل لوېديځ ګاونډ كې د با ثباته افغانستان شاهد وي. د جنرال اشفق كياني په وينا چې د افغانستان په ثبات كې د هغوى ستراتيژيك عمق يا موخې ترلاسه كېداى شي. د اشفق كياني په وينا چې هغوى چمتو دي چې افغانستان سره د پوځ په روزلو كې مرسته وكړي.
دا څرګنده نه ده چې آيا په رښتيا هم د پاكستان د پوځ لوى درستيز په خپلو خبرو كې صادق دى او كه نه، ځكه د پاكستان كابو ټول سياستمدارن او پوځيان افغانستان ته ضرر رسول په خپلو كارنامو كې حسابوي او پر هغې وياړي. د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف هم د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پیل کې د افغانستان د ملي اردو دړې وړې کول او د هغه په وینا په سلو کلونو کې په خپلو پښو د افغانستان بېرته نه درېدل، خپل تر ټولو لوى خدمت پاكستان ته ګڼلى و.
په تيرې څه مودې كې د افغانستان په اړه د پاكستان په سياست كې په ظاهره او په لفظي توګه بدلون راغلى، خو تر اوسه دغه بدلون په عمل كې نه احساسيږي. پاكستان چې تل په تيرو درې لسيزو كې غوښتي چې د افغانستان په اړه د نړۍ سياست د هغوى له نظره تير شي، د افغانستان په اړه د لندن په كنفرانس كې چې تر ډيره طالبانو سره د مصالحې خبره هم په كې مطرح شوه، همدا غوښتنه درلوده. د پاكستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي په وينا چې نړېوالو د لندن په كنفرانس كې د پاكستان اندېښنو ته هم غوږ ونيو.
پاكستان هغه هېواد دى چې پوځ او استخبارات يې خپلې ګټې په تاوتريخوالي كې ليدلي، كه دا تاوتريخوالى يې په ګاونډ كې وي او كه د نړۍ په هر بل ګوټ كې. د پاكستان د استخباراتو او پوځ لاس وهني په افغانستان او هندي كشمير كې له چا پټې نه دي، خو هغوى په چيچن، فلسطين، اردن، او ان د خپل نژدې ملګري هيواد په سينكيانك كې هم لاس وهنې كوي.
په ظاهره خو څرنګه چې ښاغلى زبير شفيقي، د سياسي چارو شنونكی او د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير وايي، د پاكستان سياستمداران پخوا دې پايلې ته رسيدلي وو چې په افغانستان كې له لاس وهنې لاس په سر شي، خو پوځ او د پوځي استخباراتو ادارې چې پر ستراتيژيكو مسايلو كې دخيلي دي، ښايي اوس په دې باور شوې وي چې پخوانى سياست يې د افغانستان په اړه سم نه و.
خو كه په افغانستان كې د لاس وهنې دغه سهوه د پاكستان يوه ملكي سياستمدار چې زيات د ستراتيژيكو مسايلو څخه خبر نه دى، كړې واى، نو ښايي تر يوه حده د منلو وړ واى، خو د جنرال كياني په څير كس چې له كلونو راهيسې د پوځ پر خبرو او كړنلارو خبر دى، آيا اوس دغه سهوې ته متوجه شوى. كه داسې وي چې پاكستان اوس خپلې سهوې ته متوجه شوی، بيا هم ښه خبره ده، خو داسې نه چې د هغو ستونزو چې اوس ورسره مخ دى او د امريكا او نورو نړيوالو هېوادونو د يو لړ مادي او سياسي امتیازاتو وركولو له امله، د لنډې مودې لپاره د افغانستان په چارو كې له مداخلې لاس واخلي او د دغه ستونزو په ليرې كېدو او امتيازاتو په بندېدو سره بيا هماغه زوړ مولا او زړې تراويح وي.
ښاغلى احمد سعيدي، د پاكستان د چارو شنونكی وايي چې پاكستان له دې ويره لري چې كه په افغانستان كې جوړ جاړى ونشي، داسې نه چې د جګړو په چټكېدو سره، مات شوي شورشيان او وسله وال د پاكستان په لور لاړ نشي. ځكه وار دمخه پاكستان له ګڼ شمير ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.
د ښاغلي شفيقي په اند چې د پاكستان اوسنى اصلي رقيب هند دى، ځكه همدا اوس پاكستان د كشمير د اوبو پر سر له هند سره لانجه لري او څو ځل يې دغه مساله ملګرو ملتونو ته وړې. هند د هغوى اوبه په خپل كشمير كې په سرچينو كې خپل لور ته اړوي.
له يوولسم سپتمبر پېښې وروسته، د طالبانو د اسلامي امارت په ماتېدو سره، تر ډيره د افغانستان په چارو كې د پاكستان لاس لنډ شو. خو بيا هم پاكستان تر اوسه طالبان او نورو وسله والو ته د خپل "ستراتيژيك عمق يا موخې"د ترلاسه كولو لپاره پناه ځاى وركړى. له ۲۰۰۱ كال راپدېخوا د طالبانو زياتره لګښت د پاكستاني كړيو لخوا تامينيږي. برسيره پر دې د پاكستان پوځ لس ګونه زره سرتيري له عادي نظامي حالته وتلي او په آماده باش حالت كې دي، چې دا پخپله د لګښتونو د زياتېدو سبب كېږي. له بلې خوا د هرې ورځې په تيرېدو سره د پاكستان واردمخه كمزوری اقتصاد لاپسې كمزورى كېږي او خلك يې له ګڼ شمير ستونزو سره مخ دي. دا چې پاكستان غواړي په خپل ګاونډ كې يو باثباته هېواد ولري )ثبات هغه مهال راتلاى شي چې د نورو هېوادونو تر څنګ پاكستان له لاس وهنې لاس په سر شي(، ښايي يو لامل يې په اوسنيو حالاتو كې د پاكستان اقتصادي كمزورتيا وي.
همدا اوس اوس د پاكستان دولت د هغو زرګونو كسانو پورونه وبخښل چې د بيرته وركړې توان يې نه درلود. زبير شفيقي وايي چې طبعاً هر ولس چې فشار پرې راشي، د خپلو چارواكو د پالېسيو زيان ويني، هغه پر خپلو چارواكو باندې تر ممكن حده پورې فشار راولي. شفيقي زياتوي: "په پاكستان كې هم په تيرو نهو كلونو كې ځانمرګي بريدونه، اقتصادي ستونزې او تر ټولو مهمه بهرنۍ مداخلې زياتې شوي. چې اساسي علت يې هماغه د پاكستان د ناسمو سياستونو او ستراتيژيو پايله ده. له همدې كبله د پاكستان ولس تر يوه بريده په دغه برخه كې اغیزه درلودای شي."
ښاغلى سعيدي د دې ترڅنګ چې مني ولسونه پر پرېكړو اغېزه لري، خو وايي چې په پاكستان كې تل پوځ او استخبارات لوړ لاس درلودلی دى او ولس او ملكي حكومت يې دومره صلاحيت نه لري چې ستراتيژۍ بدلې كړي او خپل برخليك وټاكي.
مالومنه نه ده چې د پاكستان اصلي سياستمداران )پوځ او استخبارات( تر اوسه ويده ول او كه په ظاهره د باثباته ګاونډ غوښتلو سره یې اوس ځان په خوب واچاوه؟

