د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه

علم ګل سحر 01.12.2008 12:10

(دافغان کلتوري ټولنو جرګه ) د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د جوړیدو د لومړۍ کالیزې او دافغان کلتوري ټولنو د کالنۍ غونډې په ویاړ له چاپه راووت.
دغه کتاب د هیواد تکړه لیکوال او شاعر او دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د کار ډلې یوه فعال غړي ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ لیکلی دی.
دافغان کلتوري ټولنو جرګه کتاب ۹۷ سرلیکونه لري چې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د بیلابیلو فعالیتونو په اړه په زړه پورې مطالب پکې را غونډشوي دي .
کتاب هغو کسانو ته چې دافغانستان په کلتوري بیا رغونه کې شپه ورځ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي دافغان کلتوري ټولنو د جرګې کارډلې، ولایتي استازو ، ټولوغړو او ویاړلي ، زړه سواند او د سترې حوصلې خاوند لیکوال او فرهنګي شخصیت ډاکتر خوشحال روهي ته ډالۍ شوی دی .
     د افغان کلتوري ټولنو جرګه د کتاب په لومړۍ برخه کې د افغان کلتوري ټولنود جرګې د پرانیستونکې غونډې اړوند ویناوې ، رپوټونه ، د جرګې کړنلاره د موسیسې غونډې رپوټ ولایتي رپوټونه او د لومړنۍ غونډې نور اړوند سندونه خپاره شوي دي .
    ورپسې د افغان کلتوري ټولنود جرګې د نورو فعالیتونو په اړه مطالب لولو په کتاب کې دافغان طبي بنسټ په اړه هم لیکنې راغلې دي دغه بنسټ د افغان کلتوري ټولنود جرګې په چوکاټ کې ددغې جرګې له جوړیدو وروسته د یوشمیر تکړه افغان ډاکترانو په نوښت جوړ شو.
دغه راز د افغان کلتوري ټولنو جرګه) په کتاب کې د مصور خپرندوی بنسټ په اړه هم مطالب لولو مصور خپرندوی بنسټ چې د پکتیا د ادبي ټولنې د ځوانیمرګ ریس ارواښاد محمد هاشم مصور له نامه سره تړاو لري تیر کال د افغان کلتوري ټولنود جرګې په چوکاټ کې دارواښاد د کورنۍ او دپکتیکا د والي ډاکترمحمد اکرم خپلواک په مالي ملاتړ جوړ شو ، مصور خپرندوی بنسټ دماشومانو لپاره کتابونه خپروي چې تر اوسه یې کابو ۲۳ کتابونه ژباړلي او خپاره کړي دي .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په کتاب کې د مورنۍ ژبې د زده کړې د کمیټې د غونډو او فعالیتونو په اړه هم مطالب خپاره شوي دي .

د افغان کلتوري ټولنو جرګه په کتاب د ژباړې د سمینار سندونه هم راغلي دي دغه راز په دغه کتاب کې کې د افغان کلتوري ټولنود جرګې د یوه کال د فعالیتونو رپوټونه هم خپاره شوي دي ، دغه کتاب په حقیقت کې دافغان کلتوري ټولنو دجرګې بشپړ مستند تاریخ دی چې تکړه لیکوال اوشاعر ګل اغا احمدي په ډیر زیار لیکلی دی .
دیادولو وړ ده چې ښاغلي احمدي د افغان کلتوري ټولنود جرګې ټولې غونډې بې له دې چې ورته ویل شوي وي وخت په وخت ثبت کولې او ددغو غونډو رپوټونه یې وخت په وخت په ویبپاڼو او چاپي رسنیو کې خپرول نوموړي د ټولو غونډو بهیر په دقیق ډول ثبت کړي .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه  په کتاب کې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر چې د۱۳۸۷ کال د غبرګولي په ۱۱ نیټه جوړ شو دلومړنۍ غونډې او نورو فعالیتونو په اړه څه نه دي لیکل شوي چې کولای شو ددغه کتاب یوه نیمګړتیا یې وبولو .
په دغه کتاب کې د افغان کلتوري ټولنود جرګې د غړو ، ولایتي استازو او دیوشمیر کمیټو د غړو نوملیک هم خپور شوی چې د کلتوري برخې د فعالینو ترمنځ داړیکو په ټینګښت او د کلتوري فعالیتونو په لا ښه والي او پیاوړتیا کې ښه ونډه لرلای شي .

که په دې کتاب کې د افغان کلتوري ټولنو دجرګې د غونډو او نورو فعالیتونو انځورونه راغلي واي لا به ښه و ، هیله ده ددې کتاب په بل ټوک کې په پام کې ونیول شي .
د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي ګل اغا احمدي دا هڅه دډیرې ستاینې وړده دغه کتاب  له راتلونکو څیړونکو سره ښه مرسته کولای شي او په هیواد  کې د کلتوري فعالیتونو په باب د څیړنې ډیر ښه ماخذ بلل کیږي ، هیله ده  احمدي صاحب دغه هڅې جاري وساتي او د افغان کلتوري ټولنود جرګې نورې غونډې او فعالیتونه او په هیواد کې نور داسې فعالیتونه ثبت او دکتاب په بڼه یې خپاره کړي .