د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل خدمتګاران وپیژنﺉ

علم ګل سحر 09.07.2013 14:19

په هیواد کې دلنډمهالې ادارې دمنځ ته راتلو په لومړیو کې چا راته وویل چې دزرملې دمټا خان په ولسوالي کې دلوی اختر په میلو کې (پخلاینه ) اوونیزه هم یوه موظف کس په خلکو پلورله.
له پکتکاولایت څخه راغلي دوست مې راته وویل چې میلې ته راغلو خلکو په ډیره مینه جریده اخیستله ، هلته په میله کې نږدې دهر لوستي کس په لاس کې جریده لیدل کیدله ، داخبار په اخیستونکو کې نالوستي کسان هم ول، چې جریده یې په پیسو رانیوله بیا یې وروسته په نورو لوستو کسانو او دجوماتونو په ملاامامانو لوستله او دوی په ډیره مینه ورته غوږ غوږ ول.
ددې خبرې په اوریدو مې زړه باغ باغ شو، تردې دمخه به هلته په میلو کې دهر ځوان په لاس کې ټوپک لیدل کیده او آن وخت په وخت به په داسې میلو کې دځینو بې مسوولیته ټوپکوالو ترمنځ جګړې هم کیدلې چې میله به یې په ویر بدله کړه. په داسې پیښو کې به زیاتره مرګ ژوبله هم کیدله دوی به په ټوپک فخر کاوو. دزرمت ولسوالي د اسلام خیلو په کلي کې په یوه همداسې میله کې وم چې له کابله یو څوک راغی له موټره راکوز شو د هغه د نوي ډول کلاشینکوف په لیدو سره ټول پرهغه راټول شول راغلی کس علی جان نومیده ویل یې چې دا کلاشینکوف ددفاع دپخواني وزیر ښهنواز تڼي و او بیه یې هم د نورو کلاشینکوفونو دوه برابره وه. خو له دې سره هم دټوپک مینه وال ډیر و، هریوه کوښښ کاوه که په ډیرو پیسو هم وي دغه کلاشینکوف لاس ته راوړي او بیا نورو تربرونو ته ځان ښکاره کړي. ځکه چې هر چا په ټوپک فخر کاوو او هغه مهم سړی معلومیده چې ښه ټوپک ولري، خو اوس هغه ځوانان د ټوپک پر ځای په اخبار او کتاب فخر کوي هغه وخت په دې سیمه کې دا لوی بدلون چا رامنځ ته کړی و؟ دغه عظیم کار چا کړی و؟
دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت؟ دپوهنې وزارت؟کومې کلتوري موسسې؟او که دافغانستان ددولت کوم بل مسوول ارګان... یوه هم نه...
دافغانستان په دغه لیرې پروت، سرحدي او په کلتوري لحاظ وروسته پاتې ولایت کې دغه ستر کلتوري کارونه یوه سړي ترسره کړي ول.
دا دستایلو وړ لیکوال پخپله ژبه او وطن مین مولوي محمد الیاس وحدت دی.
په پکتیکا کې دکلتوري ودې لپاره ددغې جریدې او دکلید اونیزې د ادارو او د پکتیکا د روڼ آندو کار وفعالیت د ډیرې ستاینې وړ دی خو د ښاغلي وحدت شخصي هلې ځلې وې چې د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو لیرې پرتوسیمو ته کتابونه ، مجلې او اخبارونه ورسیدل .
محمد الیاس وحدت لا هغه وخت په خوست کې دنورو لیکوالو او شاعرانو په مرسته فرهنګي چارې پر مخ بیولې او د((خوست)) په نامه یې یوه په زړه پورې مجله خپروله چې په ټول افغانستان کې یوازې څو ګوتې په شمیر ورځپاڼې او مجلې خپریدلې. ده به دهیواد لیرې سیمو ته سفرونه کول په کلیو او جوماتونو کې به یې له کلیوالو سره خبرې کولې چې کوم کتاب، اخبار یا مجله به لاس ته ورغلل کلیوالو ته به یې رسول استاد پسرلی وایي وحدت به چې پیښور ته راغی له هرچا څخه به یې کتابونه او مجلې راټولول په وروستۍ ورځ به چې خوست ته روانیده نو دکتابونو یو لوی پنډ به یې په شا و او هغه کتابونه یې په خوست او پکتیا کې په خلکو ویشل، په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې به یې دهیرو شویو شاعرانو او لیکوالو لیکنې او شعرونه کابل او پیښور ته راوړل او په مجلو کې به یې خپرول، ځوانان یې ښونځیو ته هڅوي د هغوی ستونزې اوري او په مطبوعاتو کې انعکاس ورکوي.
سره له دې چې په پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې دفرهنګي فعالیتونو د ښه والي لپاره ددغو سیمو دګډې کلتوري ټولنې دجوړولو په لاره کې دهغه هیله هغه وخت سر ته ونه رسیده خو دنورو ویښو لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو ډاکټر محمد اکرم خپلواک، زاهدشاه انګار،خوارمل، حق پرست ... په ملتیا یې په دغو سیمو کې کلتوري فعالیتونو ته ملا وتړله او دمجلو او جریدو په خپرولو او خلکو ته دکتابونو په رسولو او دکتابتونو په جوړولو سره یې ستر کارونه ترسره کړل د علم او ادب رڼا یې لیرې غرنیو سیمو ته ورسوله.
موږ داطلاعاتو او کلتور وزارت لرو، دپوهنې وزارت هم او په درځنونو کلتوري موسسې او ټولنې شته. خو په زیاترو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې ددوی دمثمر کار څرک هم نه تر سترګو کیږي.
له نیکه مرغه موږ داسې نیک او ویښ شخصیتونه لرو چې دغه تشه یې تر ډیره حده ډکه کړې ده او دمولوي محمد الیاس وحدت په څیر یې یې هر یوه دیوې ټولنې او آن وزارت په اندازه کار سرته رسولی دی.دغه ویاړلي شخصیتونه شکر دی ډیر دي دځینو نومونه به یې دلته یادکړم: ډاکټر خوشحال روهي، ډاکټر محمد ابراهیم شینواری، ډاکټر خوشحال روهي، استاد اسدالله غضنفر، استاد محمد اسمعیل یون، اسدالله دانش، حمدالله صحاف، ساهره شریف، صدیق الله بدر، امیرجان وحید احمدزی، استاد لال پاچا ازمون، ډاکټر محب الله زغم، ایمل پسرلی، صالح محمد صالح، عبدالاحمد محمدیار،‌‌ ذبیح الله احساس، پاکیزه آرزو، عبدالنافع همت، داود تپاند، توبا ندا، ستورۍ معاج ستانیکزۍ، اجمل تورمان، محمد نبي صلاحي، حفیظ الله غښتلی، غوث الدین فروتن او ډیر نور...چې دوی هر یو اونیزې ، مجلې او کتابونه خپرول یا ځینې اوس هم خپروي ، علمي او ادبي غونډې او سیمینارونه جوړوي، شپه ورځ لګیا دي هیواد ته خدمت کوي دوی هر یو دډیرې ستاینې وړ دي، زموږ راتلونکي نسلونه به پر دوی وویاړي که خدای کول په راتلونکي کې به ددوی هر یوه او ځینو نورو چې ممکن نومونه یې دلته نه وي یاد شوي دکلتوري فعالیتونو او خدمتونو په اړه ځانګړې مقالې ولیکل شي.