د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې دپلالې هنردانځورګرۍ نندارتون

علم ګل سحر 24.11.2010 18:48

د۱۳۸۹ کال د لیندۍ میاشتې په دوهمه نیټه د افغان انځور ګر استاد ومان نیازۍ د انځور ګرۍ نندارتون دکابل په ملي ګالري کې پرانستل شو.
په دغه نندارتون کې دپلالې یا سواره کاري هنر۶۱ په زړه پورې انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت دملي ګالري په انګړ کې جوړ شوي وو، لومړی افغان لیکوال او شاعر او دمالیې وزارت مطبوعاتي سلاکار استاد نجیب منلي وینا وکړه او داستاد ومان دانځورګرۍ اثار یې دهنري پنځونو په برخه کې یوه ستره زیاتونه وبلله.
ورپسې په کابل کې دا ازادي راډیو ریس محمد امین مدقق د ومان صاحب په اثارو او شخصیت خبرې وکړې ویې ویل ومان نیازی داسې یو شخصیت دی چې له ادبي هڅو او هستونو او کړو وړو څخه یې باید نور الهام واخلي.
د پروګرام په بله برخه کې لوی افغان شاعر او لیکوال استاد محمد صدیق پسرلي د پټۍ په پرې کولو سره دغه هنري نندارتون پرانیست.
داستاد ومان نیازي په هنرمندو ګوتو د پلالې دهنر ددغو کښل سويو انځورونو نندارتون به دری ورځې د نندارچیانو دلیدو لپاره پرانیستی وي.
دپلالې یا سواره کاري هنرله آره یو چینایي ظریف هنر دی چې کابو آویا کاله دمخه دګندمي په نامه دیوه افغان له خوا په افغانستان کې هم مروج شوی دی.خو دجګړې په کلونو کې یومخ هیر شوی و،په تیرو دریو لسیزو کې دا دوهم نندارتون دی چې په دې برخه کې په افغانستان کې جوړیږي.
خو د استاد عبدالرحمان ومان نیازي په هنرمندو ګوتو کښل سوي انځورونه دکیفیت له مخې ددغه هنر دنظر خاوندانو له خوا ډیر لوړ ارزول شوي دي.
استاد ومان نیازی ددې ترڅنګ چې نوښتګر انځور ګر دی، او په دې برخه کې دځانګړې لارې او سبک خاوند بلل شوی ښه شاعر او لیکوال هم دی چې دده شعر او نثر دده دشخصیت او انځورونو په څیر د ډیرو لپاره د الهام منبع دي.