د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل خدمتګاران وپیژنﺉ =فطري کیسه لیکوال او ژورنالیست

علم ګل سحر 17.08.2013 12:04

خپل خدمتګاران وپیژنﺉ
فطري کیسه لیکوال او ژورنالیست

کابل نوی دتنظیمي جګړو له ناتار څخه بې غمه شوی و، اوس یې ایله بیله د ارامې ساه ایستلو موقع پیداکړې وه، پر کابل د طالبانو واک چلیده، خوکابل هغه وخت داسې نه و، لکه اوس چې دی لوږه او بیکاري لا هماغسې واکمنه وه دکابل په سرکونو به یو نیم موټر تر سترګو کیده، خلک لا هم په ویره کې و، څه د جګړو د بیا پیښیدو له ویرې څه هم دطالبانو له سختو قوانینو څخه. که به چا غوښتل چې په بهر کې له خپلوانو سره په ټیلیفون خبرې وکړي نو د څو ورځو سختو مزلونو له وهلو وروسته به یې ځان پاکستان ته رساوه او له پیښوره به یې په بهر کې له خپلو خپلوانو سره خبرې کولې، په هرصورت ژوند عادي بڼه غوره کړې وه، موږ په کابل کې پاتې ځینو لیکوالو هم دلته او هلته دخپلو ملګرو او دوستانو په کورونو کې ادبي بانډارونه پیل کړي و، یوه ورځ استاد اسد آسمایي، محمد انور وفا سمندر اوزه د استاد محمد صدیق پسرلي د لیدو لپاره په قلعه فتح الله کې د هغه کورته ورغلو له استاد پسرلي او استاد اسدالله غضنفر سره مو خبرې کولې چې تیلیفون وشرنګید استاد غضنفر غوږۍ واخیسته له لندنه ایمل پسرلی و، ایمل له ډیر لنډ روغبړ وروسته په هیواد کې د فرهنګي حالت په اړه پوښتنې پیل کړې ، په وطن کې څه حال دی؟ د داستانونه مجلې دا ګڼه ولې ناوخته سوه؟ په کندهارکې لیکوال څنګه دي؟ کلتوري ټولنې په کومو کارونو بوختې دي؟ ته په دې ورځو کې څه لیکې؟ هغه دپلاني کتاب چاپ شو که یه؟ په ننګرهار کې ادبي فعالیتونه څنګه روان دي؟ موږ ناستو کسانو یو بل ته کتل او حیران و، چې دوی ولې شخصي خبرې ونه کړې، دوی هیڅ شخصي خبره ونه کړه دخپلو دوستانو په اړه یې پوښتنه ونه کړه ټولې خبرې د وطن او په وطن کې د کلتوري کارونو په څرنګوالي څرخیدې .
ایمل پسرلی په يوه داسې درنه فرهنګي كورنۍ کې دنیا ته راغلی، چې ټول ژوند يې د وطن د آبادي او پښتني فرهنګ د غوړېدا لپاره وقف کړی دی او نور پښتانه هم دغه خدمت ته هڅوي. نو په يوې داسې درنه او فرهنګي كورنۍ كې زوكړه او لوئيدل بې تاثیره نه وي.
د ایمل پسرلي ذکر او فکر وطن دی، پښتو ژبه ده او د ټولو افغانانو فرهنګي لوړتیا ده. ایمل پسرلی په افغانستان کې د پښتو داستاني ادبیاتو تر ټولو لوی هڅونکی ګڼل کیږي. ده په دې برخه کې عملآ ډیرې منډې ترړې کړې دي. زه ډیر د لنډو کیسو او ناولونو پاخه لیکوال پیژنم چې دمخه یې یوازې شاعري کوله خو د ایمل پسرلي په هڅونه یې کیسو لیکلو ته مخه کړې ده او په پښتو ژبه یې ډیرې خوږې کیسې او ناولونه لیکلي دي.
د نتظیمونو او طالبانو په وخت کې به چې کله ایمل پسرلی کابل ته راغی له لیکوالو او شاعرانو سره به یې کتل، ولایتونو ته به ته، هلته به یې له لیکوالو سره لیدل او دوی به یې کیسو لیکلو، ادبي ټولنو او غونډو جوړولو ته هڅول. د ایمل پسرلي په هڅو هغه وخت د پښتو کیسه لیکوالو د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه د( لا څو تڼۍ په ګریوانه پاتې دي) چاپ شوه چې ډیر شاعران یې داستان لیکلو ته را وګرځول.
د ایمل پسرلي په هڅو د پښتو داستاني ادبیاتو په برخه کې لومړنۍ مستقله مجله د استاد اسدالله غضنفر په مدیریت خپره شوه. ددې مجلې د خپریدو لومړنۍ دوره په داسې شرایطو کې پیل شوه، چې په افغانستان کې له هیواد، انیس او شریعت غږ اونیزو پرته بل هیڅ کوم کتاب یا مجله نه خپریده. ددغې مجلې کیسې او پیسې دواړه ایمل پسرلي چمتو کولې. (داستانونه) مجله په لنډ وخت کې د پښتنو کیسه لیکوالو لپاره په یوه مکتب بدله شوه. د همدې مجلې اغیز و چې پښتو داستاني ادبیاتو په لږ وخت کې ډیره وده وکړه.
په لندن کې د دوی او نورو افغان لیکوالو په هڅو(دلته لږ زموږ اور بل دی) په نامه یوه فرهنګي ټولنه هم جوړه شوه، چې تر اوسه په بریتانیا کې د پښتو ادبیاتو د پرمختګ په برخه کې کار کوي.
ایمل پسرلی یو وتلی ژورنالست او خوږژبی ویاند هم دی. او د خلکو په زړونو کې ځای لري، زه یو وخت په کلي کې اوسیدم زموږ ډیرو کلیوالو به بي بي سي راډیو د ایمل پسرلي د خواږه غږ او دده له خوا د چمتو شویو مطالبو او مرکو له خاطره اوریدله.
دا موضوع بیا په ۱۳۸۲ کال کې کله چې د هیواد جنوب لویدیځو ولایتونو ته په افغانستان د راډیویي خپرونو د سروې لپاره تللی وم، راته ښه څرګنده شوه. په دې سروې کې موږ له خلکو څخه پوښتنې کولې چې کومه راډیو او کوم ویاند او ژورنالست یې تر نورو ډیر خوښ دی.
د سروې په پای کې څرګنده شوه چې ډیرو خلکو ایمل پسرلي ته رایه ورکړې وه. هغه وخت په دې سروې کې بي بي سي راډیو لومړی مقام درلود او ممکن دا مقام یې هم د ایمیل پسرلي له خاطره خپل کړی وي، ځکه چې په هغه سروې کې ایمل پسرلي د ویندویانو او ژورنالستانو په منځ کې لومړی مقام درلود.
یو دوه کاله دمخه د لمر ټلویزیون ادبي خپرونې د ایمل پسرلي د ژوند او اثارو په اړه خپرونه جوړوله. په دې خپرونه کې یې د ایمل د اثارو په اړه نور لیکوال هم راغږولي و د خپرونې جوړونکې وږمې فضلي د ایمل پسرلي له ورور استاد اسدالله غضنفر څخه هم هیله کړې وه چې په دې اړه خبرې وکړي. استاد غضنفر ویلي و:
((ایمل پسرلی زما کشر ورور دی او د کور د غړیو په باره کې خبرې کول یو څه سخته وي، خو حققیت دا دی چې ایمل د کیسو لوی لیکوال دی.
موږ یوه اصطلاح لرو وایو چې پلانی دغه کار ته بیخي پیدا شویدی. یا وایو هر څوک یوه کار ته جوړ وي. په دغه حساب ویلای شم چې ایمل کیسو او ژورنالیزم ته جوړ دی. په فطري ډول. دی لا د ښوونځي زده کوونکی و. په شپږم، اووم او اتم کې چې شل ورقه کتابچې به یې راواخیستې له هغو به یې مجلې جوړې کړې. د اټولې پاڼې به یې پخپله لیکلې . مقالې، کیسې ، د وطن په حالاتو تبصرې او داسې نور مطالب به پکې وو.
په هغه وخت کې زموږ کور په پیښور کې و، مهاجر و. البته ،په دغو مجلو باندې چا نه تشویقاوه، ځکه په کور کې به ورته ویل کیدل چې درسونه وایه، دا کارونه مه کوه، خو دی به له ځان سره لګیا وو. نو ځکه زه ورته فطري ژورنالیست او کیسه لیکوال وایم .
دی چې شپې مالې ویدیږي، موبایل نه ګل کوي او مقصد یې دا وي چې که نیمه شپه کوم خبر واروي. دا کسب زه هم کوم، د ا د ژورنالیزم، خو هیڅو خت خوب ورباندې نه خرابوم. مګر دی دغسې مینه ورسره لري او چې کله خبرې راسره کوي، نو د بحث لویه برخه او حتی ټول بحث یې د کیسو په باره کې وي.
څو ورځې دمخه یې راته ویل چې سخت خوشحاله یم، ما ویل ولې، ویل یې ، یوه ډ یره ښه لنډه کیسه مې ولوسته خوند یې راکړ. فریبا ظاهر یوه لنډه کیسه لیکلې وه.
زه نه پوهیږم چې له یوه کار سره فطري دلچسپي څنګه توضیح کړم خو دومره پوهیږم چې ځينې کسان له ځینو کسانو سره فطري مینه لري او هغه بیا ښه وده پکې کوي. ))
بل ځای وایي(( ډیر زحمت کشه انسان دی. ما ته کله کله وایي چې زما په تربیه کې دا نیمګړتیا شته چې تفریح په چل نه پوهیږم، همیشه افسوس کوي چې کاشکې د تفریح چل ورتلای او له تفریح یې پوره خوند اخیستلای. البته، دا یې ددفاع خبره نه ده، تفریح د کار غوندې ضروري شی دی))
ایمل پسرلی زموږ د وطن یو مفکر ځوان دی، خبرې یې لکه لیکنې پخې او سنجیده وي. او په هره خبره او لیکنه کې یې د وطن او ملت ګټه خوندې وي. د ده په ناولونو، لنډو کیسو او نورو لیکنو کتابونه کتابونه خبرې کیدای شي چې دا مقاله یې نه شي ځایولای. خو که یوازې په فیسبوک(مخکتاب) کې د ایمل پسرلي لنډې لیکنې وګورو راته څرګنده به شي چې دا سړی څومره لوی مفکر او پخپل وطن او خلکو مین دی. زموږ نورو وطنوالو له فیسبوک څخه د نوي عصر پیتاوی جوړ کړی، څه یې چې په خوله ورځي هلته یې لیکي. خو ایمل هلته هم په هسې خبرو د خلکو وخت نه نیسي، لنډه لیکنه کوي، پخه لیکنه کوي او نور فکر او عمل کولو ته هڅوي.یو څو وروستۍ بیلګې یې را اخلم:((تېره شپه مې پر تلویزیون د پړانګانو پر ښکار فلم لیده.
پړانګان په هوسۍ پسې وي، ټول ورته ناستو باندې فلم دومره اغېز کړی و چې که هوسۍ به خطا شوه خوابدي به شو چې پړانګ هسې ستړی شو.ناڅاپه مې پام شو چې هوسۍ ته اصلآ نه ګورو ټول پام مو پړانګ ته دی.پړانګ وژل کوي هوسۍ هسې څریږي.موږ په لاشعوري ډول وحشت ستایو او ملاتړ یې کوو، زور خوښوو او د مظلوم په کیسه کې هم نه یوو.د فلم جوړونکي کمال دی که موږ خپل فکر او ذهن نه کاروو؟))
یا:
((ولسمشر کرزي نن اعلان وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو له قرباني شویو غړیو سره د مالي مرستې لپاره صندوق جوړوي او غواړي ټول افغانان دې ورسره مرسته وکړي.
په برتانیا کې د کال یوه ورځ خلک پلاستیکي ګل اخلي او په ټټر یې ټومبي چې پیسې یې د پوځ قرباني شویو ته ځي او لګول شوی ګل د پوځیانو د قربانۍ د ستاینې او پر هغو د ویاړ لپاره وي.
افغانستان کې هم که همداسې څه وشي هم به پر هغو وياړيدلي یوو چې له پیړيو پیړیو د وطن لپاره قرباني شوي او هم به مو له بې وزلو کورنیو سره یې مرسته کړې وي.
که کومه بله ښه لار شته؟ ))
((د ايران منځلاري محافظه کار عالم حسن روحاني د هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل برى پر توندلارۍ د پوهې کاميابي بللې ده او وايي:
دا پر توندلارۍ او غيراخلاقي کړنو د پوهې، منځلارۍ، پرمختگ، پوهاوي، ژمنې او ديندارۍ برى دى".زموږ خو تعلیم اخته او پر ټاکنو باوري تر نورو لا ډیر توندلارې ښکاري.فکر کوئ ټاکنې او تعلیم د توندلارۍ د ځپلو غوره لار ده او که لا نورې خبرې ترمنځ شته؟))
اویا:
((د پاکستان نوى حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د قانوني افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي"فکر کوئ دا د خوښۍ ځای دی که د خپګان؟
یو وخت به پاکستان مېشتو افغانانو ویل هلته امنیت شته، درس شته، برېښنا شته، اوس خو دغه درې واړه تر پاکستان په افغانستان کې ښه دي.
ځینې وايي په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت افغانان په نا پوهېدلي ډول د خپل وطن او ملي ګټو پر ضد چمتو کېږي.دغو ټولو خبرو ته په پام سره څه پرې وایاست؟))
یا خبرتیاوې:
((د افغان نجونو لپاره قزغزستان د ٢٠ بورسونو اعلان کړى دى.که تاسو ياست او يا بل څوک پېژنئ لطفآ ور پام يې کړئ.تعليم به مو د سيالانو سيال کړي.))
همداسې ټولې لیکنې یې، راځﺉ ترې زده یې کړو.
راځﺉ زموږ دغه رښتنی او نه ستړی کیدونکی خدمتګار نور هم وپیژنو:
ايمل پسرلى د پښتو غزل سالار او نامتو ليكوال استاد محمد صديق پسرلي زوى په كندز كې زېږېدلى، وړكتون يې په كندز او لومړني دوه ټولګي يې په كابل كې لوستي دي. په افغانستان كې د ناورین له پیله كال وروسته له خپلې كورنۍ سره پېښور ته كډه شوى دى.
له لومړنيو او منځنيو زده كړو وروسته یې د پېښور له پوهنتون څخه لېسانس واخيست او لندن ته لاړ. په لندن كې يې د نوې میډيا په نامه نورې زده كړې هم وكړې.
ایمل پسرلی لا په پاکستان کې د ابتدایې او متوسطې متعلم و چې له کتابچو به یې مجلې جوړولې او مطالب به یې پکې لیکل او ژباړل. په ۱۳۶۳ کې استاد حبیب الله رفیع له کوټې څخه په یوه منظوم لیک کې د مختلفو دوستانو نومونه اخیستي او ایمل یې داسې یاد کړی و:
ورپسې مې په کمکي ایمل سلام دی
چې صاحب د مجلې او د مرام دی
له ۱۳۷۳ نه تر ۱۳۷۵ پورې يې له لندن نه په پښتو ژبه د ډېوې په نامه مياشتنۍ مجله چلوله چې څلوېښت ګڼې یې خپره کړه. او له څو كلونو راهيسې له بي بي سي راډيو سره په كار بوخت دى. څه موده په كابل كې د بي بي سي راډيو د دفتر مشر هم و.
تر اوسه د ايمل پسرلي د څلورمه لار، يو مزل او دوې نړۍ او د څارنوال هنري قضيې او نورې كيسې په نومونو درې د لنډو كيسو ټولګې، د ډالري معاش په نامه د دوو ډرامو ټولګه او د بې ځالې مرغه او لټون په نومونو دوه نالونه چاپ شوي دي.
د ان لاین ژورنالیزم په نوم یې کتاب هم چاپ شوی دی. دغه کتاب په دې موضوع په افغانستان کې لومړنی اثر دی. ايمل پسرلي په انټرنیت کې د پښتو د عامولو په برخه کې هم ډیر کار کړی دی.
ايمل پسرلی پخپلو کیسو او ناولونو کې هم زیاتره ټولنیز موضوعات مطرح کوي، په کیسو او ناولونو کې یې د نوي او زاړه او پروني او ننني ترمنځ ټکر او مجادله نور خلک هم فکر کولو ته اړباسي. هڅه کوي پخپلو کیسو کې ټولنې ته نوي پیغامونه وړاندې کړي. په کیسو او ناولونو کې اضافي خبرې نه تر سترګو کیږي، نثر یې ساده او ښکلی دی. دې او نورو ځانګړنو ايمل پسرلی د جلا لارې د درلودنکو کیسه لیکوالو په کتار کې درولی. استاد اسداله غضنفر له لمر ټلویزیون سره په هماغه مرکه د ایمل د کیسو په اړه وویل:
((موږ اکثره صرف د یوې سیمې کیسې ښه لیکلای شو، خو ایمل داسې نه دی چې هر چیرته لاړ د هغه ځای کیسه لیکلي او ښه یې لیکلي. البته، تصادف هم داسې راغلی دی چې ده عجیبو ځایونو ته سفرونه کړي دي چې بل افغان ممکن بیخي ورغلی نه وي، مثلا جنوبي افریقا ته یا د امریکا په لویه وچه کې ویسټ انډیز ته. زما په ګومان د ده کیسې د کرکټرونو او مکانونو په لحاظ واقعا نړیوالې دي.
د ده د کیسو بل امتیاز دا دی چې سبک یې ایجاز ته مایل دی او ا شاري سبک لري. د هنري ژبې ماهیت همدا دی چې غیرمستیقمه ژبه پکې وي او یوه خبره یې څو خبرې درته وکړي او بل تا لوستونکي ته اجازه درکړي چې د خپل خیال په مرسته نورې ، نورې معناوې پکې واخلې، د ده سبک له دې درکه ډیر بې جوړې دي.
ایمل په افغانستان کې سبق نه دی ویلی نو پښتو یې یو څه بل ډول لیکله، خو په وروستیو کلونو کې یې وار په وار سبک پوخ شوی دی.))
دی همدا ډول وایي:
((د ده به یو بل کمال هم دوروښیم چې زما په طبعه ډیر برابر دی، او هغه دا چې کله کیسه ولیکي یا ناول یا بل څه، بیا نو ورته تبلیغ نه کوي، اثر پخپله پریږد ي چې د ځان دفاع و کړي، زه خپلو د وستانو ته یوه خبره کوم چې راځئ دا یو چل خو له مرغیو زده کړو، د هغوی چې بچو وزر نه وي کړي، نو په ډیر زحمت ورته دانې ټولوي او زیار ورته ګالي او ان له مارانو سره جنګ ته تیاریږي، خو چې بچي یې لوی شول او د الوتو شول، بیا یې نه پیژني، له اثر سره هم دغسې چلند پکار دی، په لیکلو کې یې پوره پوره زحمت پکار دی او وروسته له چاپه نو اثر باید پخپله د ځان دفاع وکړي، دا نو خوند نه کوي چې د معیوبو ماشومانو په څیر تر اخره پورې د مور و پلار خدمت ته محتاج واوسي، او لیکوال یې هر چا ته وروړي چې څه ورباندې ولیکه، یا صاحب یو پروګرام ورته جوړ کړ ه ،په تلویزیون کې یا راډیو کې ، یا صاحب غونډه ورته جوړه کړئ. یا د دې لپاره چې زما اثر زما وطنوال ومني نو باید په خارجي ژبو وژباړل شي، ایمل د دې شي پروا نه کوي او دغه اخلاقي موقف یې زما په طبعه ډیر برابر دی. د ایمل دغه خصوصیت هم زما ډ یر خوښ دی.
له ما اوس د ده د اثارو شمیر ورک دی. دی تر ما ډیر کشر دی خو زما په ایله کې د کیسو دوې ټولګې چاپ شوی دي او ده تر اوسه دوه، درې نالونه ، د ډرامو ټولګه، د لنډو کیسو څو ټولګې چاپ کړې دي.))
ايمل پسرلی یو مبتکر مدیر او ښه ځوان رهبر دی. ما له ده سره په یوه دفتر کې کار نه دی کړی خو دده د رهبریت په اړه مې دده له همکارانو څخه ډیر څه اوریدلي دي، پخپلو همکارانو ډیر ګران دی. دوی ایمل یو ښه دوست او ملګری ګڼي چې هم ورته د کارونو لارښوونه کوي او هم د هغې دندې په ښه سرته رسولو کې ورسره مرسته کوي، چې ورته سپارلې یې ده. زه چې دوه درې ځله دده دفتر ته ورغلی یم د کارونو نظم، د همکارانو ترمنځ صمیمیت او د کارونو ښه او پر وخت پرمختګ ته یې حیران شوی یم. زما دوه مشران وروڼه وو. دا یوه ورور به موږ په مازي کوچنۍ اشتباه ډیر ترټلو. موږ چې کوچني و اخیر یې خبرې راته هسې ښکاریدې. خو بل مشر ورور مې ارواښاد تازه ګل موږ ماشومان هیڅ وخت نه یو ترټلي، د ډیرو اشتباه ګانو په وخت یې بد رد نه دي راته ویلي. بس موږ یې په سترګو پوه و. موږ ماشومان وو که به ډیر بد کار راڅخه شوی و، دده سخته جزا دا وه چې یوازې (ام) به یې وویل. دې یوه ټکي ویلو به یې موږ دې ته مجبورولو چې بیا کوښښ وکړو چې کومه اشتباه ونه کړو. ماته د ایمل مدیریت همداسې ښکاره شو. لکه چې ټول همکاران یې د سترګو په حرکت پوه وي.
ايمل پسرلی یو تکړه انسان پیژندونکی هم دی چې دا د یوه بریالي مدیر او رهبر ډیر عالي خصوصیت دی. هغه په لومړي ځل لیدو یو کس پیژني چې کوم خصوصیات لري. په یوه رسنۍ کې مې کار کاوه ما له خپلو همکارانو سره څو کاله یو ځای کار کړی و خو ټول مې په ټولو خصوصیاتو سره نه و، پیژندلي. ايمل پسرلی یو ځل د مرکې لپاره راغی. پر سبا یې زما هغه همکاران چې لیدلي یې وو، یو یو راته وښودل چې له پلانی څه نه جوړیږي. له دا بل څخه به ډیر تکړه ژورنالست جوړ شي، ویې هڅوه. دا پلانی همکار دې نه غواړي چې نورو ته مخه ور کړي غواړي هر څه پخپله وي، کوښښ وکړه مخه یې ونیسه. همداسې د هریوه په اړه یې څه راته وویل. ماته بیا وروسته څرګنده شوه چې د ايمل پسرلي خبرې ټکي په ټکي سمې وې.
ددغه خواږه او خدمتګار انسان د ژوند او اثارو په اړه ډیرې خبرې کیدای شي، اوس همدومره.