د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(هېندارې او چېنې ) د اند یو بل ادبي ګام

علم ګل سحر 17.05.2010 09:52

خوشال خانه! دوی باڼه ورته هوار کړي
دمغلو چې په لار اسونه راشي

د اجمل اند د شعر دغه بیت زما د بحث وړ شعری ټولګه کې نه شته . ما کوم بل ځای لوستی یا اورېدلی و . دومره مې په زړه خوږ لګېدلی و چې به خپل تیلفون کې مې ولېکه او راسره مې وساته او نورو شاعرانو او خپلو دوستانو ته مې هم د تیلفونی پیغام له لارې واستاوه او څو میاشتې زموږ تر منځ یو بل ته لېږل کېده . دلته مې ځکه اول دا بیت یاد کړ چې یو خو مې خپلو خبرو ته ترې پل وتاړه ، او بل مقصد مې دا و چې په دې توګه د اند د شاعرۍ یوې مهمې ځانګړتیا ته اشاره وکړم .
ښاغلې اند ډېر ځله په خپلو شعرونو کې هغه چا ته چې ورسره جوړ نه دی ضمیر استعمالوي چې زه یې دده د شعر یوه ښه بریا بولم .

دوی ته دا عار ښکاری چې کینی مخامخ یو بل ته
دوی ته اوس سخته ده چې ووینځي له وینې تورې

دي خو بیشکه ددې ښار د فرښتو قاتلان
خو چې دې خلکو چېرې پټې کړې رنګینې تورې

یو وخت به وی چې رود به وچ شی غر به شور نه لري
دوی که شینکۍ څېړۍ وهي او اشیانې ورانوي

که پورتنۍ بېلګه کې یې د دوی پرځای سخت زړي ، جابران یا ظالمان لیکلي وای دا اوسنی خوند مو نه شو ترې اخیستلی . موږ او تاسو چې خدای مه کړه له چانه کرکه ولرو نو م یې نه اخلو ، نه وایو چې فلانی یا فلانیان راغلي وو ، بلکې وایو دوی راغلی ول ، دی دې ولید؟ ده څه ویل ؟ ...او نور
موږ ځکه له دا ډول ارائیې خوند اخلو چې شاعر زموږ په زړه خبره کوي ، هماغسې چې موږ یې په ورځني ژوند کې وایو ده هم د ښکلو الفاظو په ملتیا په شعر کې ویلی .
د درویش درانی په شعرونو کې داسې بېلګې زیاتې دي . او د نوموړی د شعر په بری کې د نورو علتونو تر څنګ دا ډول ارئیې هم رول لوبولی دی چې اند هم په دې ډول بېلګو کې بریالی برېښي . یو بله بېلګه یې :

موږ مینه هم کوو او ډېر ښکلي سینو کې ساتو
خو که ریښتیا ووایم دې خلکو کې یار نه لرو

کلونه وشول چې موږ واړه په یو کلي کې یو
کلونه وشول چې په یو بل اتبار نه لرو

د ښاغلي اند د شعر یوه بله ځانګړنه ښایي په شعر کې د یوې پیښې د کېدو د مشخص وخت یادونه وبولو :

بیګا یې ټوله شپه روښانه څراغونه وژل
بیګا روان د ښار کو څو کې څو بدرنګ سړی وو
یا دا بیت چې :
خدای خبر بیا یې دي په کومې بهانې وژلې
بیګا له څېرمې دي چا ټولې میخانې وژلې

د دا ډول طرز بریا په دې کې بللی شو چې دا ډول بیان د پېښې په رښتاینه کې مرسته کوي ، ته به وایي چې شاعر په خپلو سترګو لېدلې چې تېره شپه د ښار په کوڅو کې یوې بدرنګې ډلې د ښار څراغونه وژل او ده دا پېښه په خپلو سترګو لېدلې ده ، لکه :

دا سړی چې په دار زانګي په ژوند تنګ وو
د دېوانو له پا چا سره یې جنګ و
په لېمو کې ېې ډېوې ، خوله کې ټپې وې
را بیل شوی د رڼو ستورو له څنګ و

یا دا چې :

چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې راکوزه سوله
سپین غر خو داسې بې مماڼو بې ګورګورو نه و
هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله
خو خوند یې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و

دې طرز ته په ادبیاتو کې د وقوع طرز وایی ، یوه پېښه داسې په کې بیانېږي چې لو ستونکی یې په ریښتینولی کې شک نه کوي ، د یو چا مشخصه یادونه په کې کېږي .
اجمل اند یو مینه ناک او صمیمی انسان دی ، طبیعي ده چې همدا صمیمیت یې په شعرونو کې هم موږ ته را لېږدولی دی .

ددوی لیمو کې هم د ژوند مینې څپې وهلې
هوسۍ خو ښکار نه وه ېوازې د زمری لپاره
یا :
خدای خو دې نه اخلي زموږ ځنې دا ځینې خلک
زموږ په منځ کې یو څو تنه دي د مینې خلک

که ګل پسې یې اقتدا د عشق په نوم وکړله
په دې کوڅو کې به بیا نه تویوي وینې خلک

یا دا بله بیلګه :

بلا عمر مې تېر شو خو چې اړخ مې ساړه واخلي
منې چې د مور غېږه د پلار څنګ راته رایاد شي
او یا :
که لاس مې پورته کړ نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ایمانه دومره نه یم چې ایمان به غواړم

اجمل اند په هندارې او چینې نومې ټولګه کې له تکلفه لرې دی ، ښکلو او نویو تصویری ترکیبونو یې شعر ته لا ښکلا وربښلې ده ،. وګورئ :

ګرېوان مې چې پرې لوند شي نو شي ستړې تنده ماته
خوښېږی مې اوبه لکه د هقان په دواړو لپو
یا :
هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله
خو خوند یې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه وو
انده ! راغه سږ کال غاټول ګلان و نه ټوکول
د رود په غاړه شور د زرکو او تنزرو نه وو

په ( هېندارې او چینې ) د اجمل اند زیاتې غزلې او چارباره نظمونه خپاره شوي دي . ازاد شعرونه په دې ټولګه کې د ګوتو په شمار دي ، خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې اند په ازاد شعر کې لاس نه لري . که څه هم په دې ټولګه کې یې ازاد شعرونه لږ دی خو کامیابې نمونې دي .

زما زړه که چېرې ستا سینه کې ځای شي
نو ولا چې له خپل ځان په غېږه تاو کړي
چېرې پټ به
یو خاموش ځنګل ته لاړ شي
دومره لرې چې
هیڅ غږ نه در رسېږي
د رڼې چینې تر څنګ به داسې کینې
چې خپل ځان در ته اوبو کې مخامخ شي
نو دا هر څه به دې داسې یو دم هېر شي
چې قیامت پورې به خپل تصویر ته ژاړې

یا دا بل ازاد شعر :

ای ! د ښکلا د غره د کلي نجلۍ
دا تصور دې رانه واخله زیاتي
غواړمه هېره دې کړم
داسې دې هېره کړم چې ټول عمر دې یاد پاتې شي
زه په شاعر زړګی نور دومره پیټي نه شم وړلای
( تر پایه )

خو زه په دې ټولګه کې د هغو شعرونو سره موافق نه یم چې د کوکنارو او د بنګو په ستاینه کې ویل شوي دي . له بده مرغه په دې ټولګه کې لږ هم نه دي . زه یې څو بیلګې دلته را اخلم :

چې ولې په دې ښار کې د رود شرنګ راته رایاد شي
چې تل لمر په لویدو شي لکه بنګ راته را یاد شي

یو شین دود د چیلم د رباب شرنګ راته رایاد شي
چې کله ها زیارت هغه ملنګ را ته را یاد شي


او یا دا چې :

بنډار او مازیګر خو به جانانه سره پالو
زیارت به سره ساتو او چیلم به سره ساتو

اشنا د زړونو زور کې مو د وخت جبر اوبه کړ
دېره ، منګی ، سېتار ، د چرسو دم به سره ساتو

یا :

ځار یې له خوماره په کنډول بنګو یې مات کړمه
ګرانې ! کنه ستړی ژوند خو ټول ارمان ارمان دی .

څو ورځې مخکې چا کېسه راته کولخ چې د خوښۍ په یو محفل کې یوې سندر غاړې سندرې ویلې کله یې چې ( ادم خانه چرسي کټ مې اوباسه دالان ته .............) سندره پیل کړه نو شاته ناستو نشه یی ځوانانو چې هر یوه یې په هغه وخت کې ځان تر ادم خان کم نه باله د چرسو سیګرټي بل کړل . سندرغاړې هم د محفل د لا ګرمولو لپاره بله سندره پیل کړه ( ....خوماریان راغلي دینه میرزا خانه خانه چیلم راواخله ...................)
له دې سره د خوماریانو د چرسو دودونو د محفل فضا ونېوله او نور د خوښۍ له دې مجلسه ووتل .
دا کېسه مې ځکه وکړه ، زه وایم که موږ په شعرونو کې بې له کومې خاصې اړتیا د بنګو او کوکنارو ستاینه وکړو په لوی لاس به مو د یو ستر ټولنیز فساد په خپرېدو کې برخه اخیستي وي .
خو اند د کوکنارو او نشه یي موادو په غندنه کې هم شعرونه ویلي چې په دې ټولګه کې یې بېلګې شته .

ښایست د دنګو نجونو د چېلم په لوګي پلوري
د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې شوی .

په هېندارې او چینې کې داسې تکراری بیتونه هم چاپ شوي چې یوازې یو دوه الفاظ یې بدل شوي دي یعني شاعر له خپل ځانه نقل کړی . لکه په ۴۰ او ۷۳ مخونو کې :

هسې نه بیا له ژڼیو تش راولي ټول اسونه
دا پاچا و پوښتئ په کوم خوا یې لښکرې لاړې

چې به ۷۳ مخ کې بل بیت په لږ توپیر داسې راغلی :
هسې نه بیا له ژڼیو تش راولي ټول اسونه
د کلي خان توره ایستلې وارخطا روان دی


نور د اند شعرونه ، ساده ، خواږه او صمیمی دي او په لوستونکي باندې په لومړي ځل لوستلو سره اغېزه کوي . د نورو شعري ټولګو په شان یې دا شعرونه هم بیل رنګ او خوند لري . دده د ادعا خلاف چې وایي ( د ذهن او خیاله مې ټول سندریز توري کوچېدلي ) په ورستیو کې یې هم ښکلی شعرونه ویلی دي . چې موږ ترې د رشاد کره کتنې او افغان ادبي بهیر په اونېزو غونډو کې اوریدلې دي .