د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

علم ګل سحر 04.03.2012 11:49

د ۲۰۱۲ کال د فبروري په شلمه نیټه د ستر نابغه خوشحال بابا د وفات په ۳۲۳ کلیزه کې د ګډون لپاره پښتونخوا ته تللي وو، د خوشحال بابا پر مزار نامتوافغان لیکوال، شاعر او څیړونکي استاد حبیب الله رفیع پخپلو لنډو خبرو کې وویل(( خوشحال بابا ویلي دي: درست پښتون له کندهاره تر اټکه، سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار. پښتانه سره یو دي او هیڅوک یې نه شي سره بیلولی)) خو ماته اوسني واقعیتونه څه بل ډول ښکاریدل. پښتانه اوس له یو بله ډیر لیرې راته ښکاري، د خوشحال بابا د مزار شاوخوا دپښتنو په سیمه کې چې کومې لیکنې او لوحې وې ټولې په بله ژبه وې او ماته ډیرې نااشنا وې، موږ دیوه بابا اولاده په ډیر زحمت یو دبل په ژبه سره پوهیدو. او داچې زموږ ځینې د جګړې بلا ته یو دبل کورونه ورښیي هم معلومه ده او داسې کسان به هم زموږ په منځ کې وي چې پردې خوشحالیږي چې د نورو کورونه د جګړې په اور کې وسوځي.
په ذهن مې بیلابیلو کلماتو یرغل راوړ، چې کوټې ته راغلم د کاغذ پرمخ مې ولیکلې، دغه کرښې ترې جوړې شوې:
(درست پښتون له کندهاره تر اټکه)
ته به وایې پرې لویدلې لویه ټکه
څه له خپله جهالته، څه اغیارو
ورته اور ده چې د دوی وه هغه ځمکه
پښتانه لا اوس هم نه دي راویښ شوي
تاته راغلم درته ژاړم بابا ځکه
نور دعلم په وزرو ستورو ته خیږي
ورته ګورو موږ له میله د ټوپکه
پښتانه یو، دیو بل ژبه مو نه زده
لا نور هم سره بیل شوي یو خټکه
ډیورنډ دی داسې زبون راته وهلی
لکه ټولو باندې ناسته وي خپکه
د ځانمرګو دځوانمرګو کیسې عامې
پښتنو کې له کندزه تر رزمکه
جنګ دبل وي، موږ چټي کې وژل کیږو
اوس مو ګور ته مړي نه ځي له تلتکه
له هر جنګ وروسته چې مړي خپل حساب کړو
شمیر یې ډیر وي له میلیونه او له لکه
هره ورځ مو په کورو د ویر نارې وي
څوک یتیم وي په چا بوره وي ادکه
اوس د سر سړی زموږ په منځ کې نشته
غږ مو نه رسي د کلي تر ملکه
دینداري مو د ریا تر حده رسي
ډاروي مو هره شپه توره شیشکه
موږه ډیر یو، ډیرې لارې مو نیولې
په دې منځ کې موږه ستا لاره کړه ورکه
بابا لاس راکړه رڼا په لور مو بوځه
ترږمۍ ده د وتو لار رانه ورکه