د فرانسې کالې بندر څخه بریتانیا ته د اوښتو په تمه افغانان وايي 'د مرګ سره لوبې کوي'
نږدې هره ورځ په لسګونو افغان کډوال ځوانان او کورنۍ هڅه کوي چې د فرانسې د بندري ښار کالې څخه د سمندر له خطرناکې لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
متحده قومونه: د هندوستان ابادي به سږ کال د چین نه زیاته شي
د پاپولېشن فاونډېشن اف انډیا نومې ادارې پونن مترېجا وايي توقع کېدله چې هندوستان به په 2017 کې د ابادۍ په لحاظ د چین نه مخکې کېږي خو د چین په ابادۍ کې په چټکتیا د کمي له امله د هندوستان ابادي زر زیاته شوې ده
د ازادي راډیو ۲۱مه کلیزه
د ازادي راډیو د خپرونو ۲۱ کلونه پوره شول. ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده. د ازادي راډیو رییس وايي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا رسنۍ د تل په څېر بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده. قادر حبیب وویل، ازادي راډیو د خپلو میلیونونو مینه والو باور له ځانه سره لري.
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی د پاکستان او يورپي هيوادونو سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ويلي، د افغانستان د پاره د امریکا ځانګړی استازې تومس ویسټ د جنورې د ۲۹مې نه د څلورمې فرورۍ پورې د پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ د يوې اوونۍ اوږد سفر کوي. او نوموړی به د ملګرو او د بشري مرستو له موسسو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.
په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو د دوی د کډوالۍ دوسیو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه
يو شمېر افغان خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې مېشت شوي، په یوه اعتراضیه غونډّ کې د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا د هغوى د کډوالۍ قضيو ته په نه پاملرنې نيوکه وکړه او غوښتل یې چې قضیې یې حل شي.
په کندهار کې ۶۰۰ جریبه د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړل شوي
په کندهار کې روان فصل ۶۰۰ جریبه کوکنار او د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي. طالب چارواکي وايي، د نشه يي توکو دغه له منځه وړل شوي کښتونو تر ډېره په کورونو کې په پټه کرل شوي وو. د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او بنګو په کر بندیز ولګاوه چې له امله یې دا مهال د تاریاکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د امریکې خارجه وزیر په اسرایل او فلسطینیانو غږ کړې چې تاوتریخوالی دې کم کړي
بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي
پوليس: لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات په پينځمه ورځ دوام لري
په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد عملیات نن په پینځمه ورځ دوام لري چې له امله یې په ضلع کې موبایل سروس تر دې مهاله بند دی. نن په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې چاودنه شوې لږ تر لږه 28 کسان پکې وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف وايي د پېښور په پولیس لاینز جومات ځانمرګي حمله شوې، 32 کسان يې وژلي
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.
په پېښور کې د نننۍ چاودنې د مړو شمېر 47 ته لوړ شو
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.
د پېښور یو جومات کې ځانمرګي برید کې د پولیسو په ګډون ۶۱ تنه وژل شوي
د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اسلامي همکاریو سازمان: د طالبانو تازه فرمان د ښځو پر زده کړو محدودیتونه نور هم سختوي
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې ده.
بارکزۍ: د نجونو پر زدهکړو بل محدوديت پاتې نهدی
طالبانو پر ښځو او نجونو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنهکړي. نوریاس نوري د تېر نظام د ولسي جرګې له غړې شکریه بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې دغه نوې پرېکړه څومره ناهیلې کونکې ده، د هغې نظر پوښتلی؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: