شاته

وزیراعظم شهباز شریف وايي د پېښور په پولیس لاینز جومات ځانمرګي حمله شوې،  32 کسان يې وژلي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې دننه چاودنه ځانمرګي حمله وه او چارواکو ویلي په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره 32 ته ورسېدلې او 147 ژوبل شوي دي. د پېښور لېډي رېډنګ ویاند د مرګ ژوبلو شمېرې تاييد کړي دي.

روېټرز خبري ادارې ویلي وزیراعظم شهباز شریف د پولیس لاینز په جومات کې چاودنه ځانمرګي حمله بللې.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، امنیتي چارواکو ویلي ځانمرګي حمله کونکي د جومات په لومړي صف کې ولاړ و.

په چاودنه کې زخمي شوي یو تن وي او ای اردو څانګې ته وویل چې څنګه لمونځ شروع شو او امام الله اکبره وویل نو چاودنه وشوه.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په خېبرپښتونخوا کې په ورستیو ورځو کې په پولیس یو شمېر حملې شوي او تحریک طالبان پاکستان پکې د ځینو مسولیت منلی دی.

د رېسکيو 1122 ترمخه د چاودنې له امله د جومات چت غورځېدلی او د ملبې لرې کولو کار روان دی.

له دې وړاندې ويل شوي وو 27 کسان وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي، د خېبرپښتونخوا ګورنر او پوليس چارواکو د مرګ ژوبلو شمېرې تاييد کړې. بل لور ته په صوابۍ کې پوليسو دعوه کړې دوه ترهګر یې وژلي او يو یې نيولی دی.

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، په چاودنه کې 28 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. هغه د پېښې غندنه وکړه.

د پېښور پولیسو مشر [سي سي پي او] محمد اعجاز خان ويلي وو، تراوسه پورې ورته د 27 کسان وژنه تاييد شوې او د 140 نه زيات کسان ژوبل شوي دي، هغه وویل زیات مړي او ژوبل د پوليس اهلکار دي.

هغه وویل په جومات کې چاودنه د ماسپښين د نمانځه په مهال شوې، د 400 پورې کسان په جومات کې وو او د چاودنې له امله د جومات چت غورځېدلی او په ملبه کې اوس هم ګېر پاتې دي د راويستلو دپاره یې عمليات روان دي.

نوموړي وويل په سمدستي توګه نه شي ويلی چې دا ځانمرګی برید دی که بمي چاودنه ده، د پلټنو وروسته به معلومه شي.

په سمدستي توګه د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې خو په وروستيو کې په صوبه کې په پوليس او امنيتي ځواکونو د زياتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

ګورنر غلام علي او د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم ويلي، په روغتون کې د وينې ضرورت دی خلک دې ځان د وینې مرستې ته ورسوی.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي د ترهګرۍ د پېښې غندنه کوي او په پوليس لاين کې دننه په جومات کې دننه د پېښې کېدو هر اړخيزه پلټنې کولی شي.

پېښور کې تېر کال د مارچ د میاشت په څلورمه نېټه په کوچه رسالدار کې د شیعه مسلمانانو په جومات ځانمرګي حمله کې د 60 پورې کسان وژل شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده. له دغې وروسته هم په صوبه کې د ناامنۍ پېښې شوی او په زياتو پېښو کې پوليس په هدف شوي او د زياترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

صوابۍ کې دوه ترهګر وژل شوي

د خېبرپښتونخوا د صوابۍ پوليسو هم نن د ګل/دوشنبې په ورځ [30جنورۍ] ويلي، د ترهګرو ضد عملياتو کې یې دوه ترهګر وژلي او يو یې نيولی دی.

د ډيوه خبریال رياض حسېن ترمخه د صوابۍ پوليسو ویلي، په دې عملیاتو کی د مردان ضلعې سي ډي ډي پوليسو هم برخه اخستې ده.

د صوابۍ ضلعې پولیس مشر نجم الحسنېن ویلي د صوابۍ په هنډ علاقه کې د درېو ترهګرو د موجودګۍ خبر وو، پرضد یې د شپې عمليات پېل کړی شوي او د نهه ساعتونو د عملياتو وروسته دوه ترهګر وژل شوي او يو نيول شوی دی.

په فوری توګه د وژل شوو وسله والو پیژندګلو نه ده شوې او نه کوم تنظیم دوی سره د اړیکو دعوه کړې.

په صوابۍ کې په وروستيو کې د امنیت ټينګ ساتنې دپاره ولسي پاڅون شوی وو.

پېښور کې د چاودنې وروسته د ملاکنډ ډويژن او اسلام اباد پوليس چارواکو ويلي، امنيتي اقدامات نور کلک کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا پولیس مشر معظم جاه انصاري څلور ورځې وړاندې ويلي وو، داسې خلک پاکستان ته راغلي چې وړاندې په افغانستان کې فعاله وو قانون یې په لاس کې د اخستو هڅه کړې او خلکو ته ترې خطرې سېوا شوي او پوليس ته زياته خطره جوړه شوې او ډېر پکې پوليس په نخښه شوي دي.

په پېښور پرېس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې هغه ویلي، پوليس ځکه په هدف کړی شوي چې د دوی حوصلې ماتې کړی شي خو پوليس قربانۍ ورکړي او ولاړ دي، د دې ملک او صوبې د هر ځای امنيت ټينګ ساتي.

هغه زیاته کړې وه چې د خېبرپښتونخوا ولس ته باور ورکوي چې امن يقيني دی او پوليس موجود دي، ترهګر به په شا تمبوي.
[د تازه معلوماتو ترلاسه کېدو سره به په دې خبرې کې تفصیلات شاملول کېږی]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00