ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پېښور برید کې وژل شوي د شپږو خویندو یوازیني ورور ذیشان اکبر نه ناوې کونډه په سرو لاسونو پاتې شوه

د شپږو خوېندو يوازینۍ ورور ذيشان اکبر د پېښور پوليس لاين ځانمرګي بريد کې ټپي شوی و اؤ نن د زيارت په ورځ سهار يې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده۔ ذیشان اکبر د خپلو خويندو، خپلوانو او د ګاونډيانو په وير اؤ ژړا کې خاورو ته سپارل شوی خو دهغه په مړینه دهغه په ټول چم ګاونډ کې د ویر فضاء جوړه ده. کله چې د ذيشان اکبر جسد کور ته راوړل شو نو په خوېندو او خپلوانو يې ماتم ګډ شو او په کوڅه کې يي چغې سورې جوړې شوې ۔ ذيشان دوه مياشتې وړاندې واده کړی ؤ اؤ خپلوان يې وايي د کونډې په لاسو يې له هم د نکريزو رنګ تازه دی. د ذيشان اکبر ماما وي او ای ډیوه ته وايي دبدامنۍ له امله د ځوانانو مړو او جنازو ستړي کړي دي. نوموړی وایي "په کاټلنک کې نن قيامت دی، دا يو ماشوم و، زما د خور په زړه به څه تيږې، مونږ ته تور سرې پاتې شوې، خوېندې راته پاتې شوې، ماشومه ښځه يې راته پاتې شوه" ذيشان اکبر درې ورځې په کومه یا بې هوشۍ کې پروت و، په چاودنه کې يې سر زخمي شوی و، د تره زوي تاج ملوک يې وايي درې ورځې يې په کورنۍ ډيره سخته تېره شوې ده۔ "دخلکو کورونه تباه کيږي، زنانه مو ژړيږي، مېندې خوېندې مو ژړيږي، په زرګونو ځوانان مو په وينو لت پت شو، په زرګونو جنازې مو اوچتې کړې، نور دا خبرې ناقابل برداشت دي" ليدل کيږي چې د کلي په حجره کې ګڼ شمېر خلک دعا د پاره راغلي دي، په دې کې د ذيشان د وړوکوالي ملګري هم شامل دي۔ ګوهر شاه د ذيشان اکبر د سکول ملګری او ګاونډي دی، په پوليسو کې هم ورسره يوځاي پاتې شوی، وايي د ده او د نورو پوليسو ملګرو په وژنه غمژن دی۔ "زمونږ تپوس نشته، زه اوس هم بې زړه ډيوټي کومه، مونږ باندې دهماکې کيږي، ما ورته ويلي وو چې ستا د پاره دا نوکري نه ده سمه". د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور پوليس لاين جومات په ځانمرګي بريد کې د سلو نه زيات تنان وژل شوي دي، اغيزمن شوې کورنۍ وايي ددې ځوانانو د مرګ ، د دوي د ګونډو او تيمانو بچو غم به يې تر ټول عمر پورې پاتې وي۔

02.02.2023 ډیوه

د يورپین یونین مشران کییف ته رسېدلي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي قوم ته خپله شبینه وېنا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېر کال د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل شروع کولو کال پوره کېدو په مناسبت روس کوښښ کولی شي چې د جنګ په مېدان کامیابي ترلاسه کړي

02.02.2023 ډیوه

د ښځو د حقونو افغانه فعاله 'محبوبه سراج' د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوې ده

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت (PRIO) وایي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار، د ۲۰۲۳ کال د غوره کاندیدانو په لړ کې راغلې ده. د ایران د بشر د حقونو فعاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته کانده شوې. د روانې فبرورۍ په لومړی نېټه د دغه انستیتيوت ریس هنریک اوردال د لېست د خپرېدو پر مهال وویل، چې تېر کال په افغانستان او ایران کې د زورواکو رژیمونو له امله د جنسیتي نابرابرۍ پر ضد اعتراضونو او دغه شان پوهنتونو ته د افغان ښځو د نه پرېښودو له امله بشری حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د ناروې د سولې انستیتيوت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د هنریک اوردال له قوله راغلي دي چې، نرګس محمدي او محبوبه سراج د دې لپاره چې د بشري حقونو په وړاندې یې په سوله‌ییز ډول له تاوتریخوالي پرته مبارزه کړې د نوبل جایزې لپاره نوماندان پېژندل شوي. د بشر د حقونو ځينې فعالانې وایي، هغه ښځې چې اوس مهال د افغانستان په سختو شرایطو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، دوی دغه جایزې ته تر ټولو غوره کاندیدانې دي. د ښځو د حقونو فعالې سمیرا ازادي راډيو ته ویل: "محبوبه سراج یوه ښه تکړه ښځه ده چې په افغانستان کې يې کار کړي دی او اوس هم په دې سختو شرایطو کې اوس هم کار کوي، دا ډېر ښه کار شوی دی، حد اقل هغه کسان چې په بهر کې اوسي او اوس هم جایزې اخلي تر دې خو ښه دی چې هغه ښځې جایزې واخلي چې د افغانستان په دې سختو شرایطو کې کار کوي باید دوی جایزې واخلي." د ناروې سولې د انستیتوټ د معلوماتو پر بنسټ محبوبه سراج یو له غوره فعلانو څخه ده چې د شل کالو راهیسې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ځواکمنېدو په برخه کې هڅې کوي. د نوبل د جایزې وروستي لېست ته پنځه کسان او درې بنسټونه نومول شوي دي. د سولې د نوبل جایزه سږ کال هغه چاته ورکول کېږي چې په تېر کال کې یې د برابرۍ، تاوتریخوالي د کموالي او د سولې د ساتلو په برخه کې غوره کار کړی وي.

02.02.2023 ازادي راډیو

اسرایلي ځواکونو په غزه کې هوايي بمباري کړې

د راکټ حمله او اسرایلي هوايي بمباري په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تاو تریخوالی او تشدد زیات شوی دی. تېره هفته یروشلم سره نژدې د یو سېناګاګ نه بهر یو فلسطيني اووه یهودیان ووژل او د وېسټ بېنک به جنین ښار کې اسرایلي ځواکونو 10 فلسطینیان وژلي دي

02.02.2023 ډیوه

د پاکستان استازي ته د فايق غبرګون: پر ښځو د طالبانو بنديزونه افغاني نه، بلکې د طالبانو کلتور دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق غبرګون راپارولی دی. منیر اکرم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌لري او دا یې پښتنو د کلتور يوه برخه بللې خو نصیر احمد فایق پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه طالبانی کلتور بللی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وينا کې وويل: "زما په اند هغه محدوديتونه چې د افغان موقت حکومت له‌خوا پر ښځو وضع شوي، له دين سره تړاو نه‌لري، بلکې د پښتنو عجيب او غريب فرهنګ پر اساس دي." هغه ادعا وکړه، چې دا د پښتنو په کلتور کې دي، چې ښځې په کور کې وساتل شي او د ده په وینا دا د افغان کلتور یو حقیقت دی، چې له سلګونو کلونو راهیسې روان دی. د منير اکرم څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان هم د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو بنديزونو لپاره، له کلتور څخه د یوې بهانې په توګه کار اخلي او زياته يې کړه چې دا د افغانانو کلتور نه‌دی. نوموړي ويلي: "زه غواړم ووایم چې د طالبانو کړنې اسلامي ریښې نه‌لري او د اسلام خلاف دي او له افغاني کلتور سره هیڅ تړاو نه‌لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه‌یم. دا هيڅکله هم د افغان ولس، حتی د پښتنو کلتور نه‌دی. له بده مرغه، په هغو سیمو کې چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، ښوونځي يې سوځول ، نجونې او حتی هلکان یې ښوونځیو ته نه پرېښودل." په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاته کړه، ان د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چې اکثریت اوسېدونکي یې پښتانه دي، هيڅکله سیمه‌ییزو اوسېدونکو خپلې لوڼې ښوونځیو ته له تګ نه‌دي منع کړي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر غفور لېوال پر ټویټر تند غبرګون کې ویلي "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې‌فرهنګۍ نښې دي." د افغانستان د جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخيل وايي،‌ په پاکستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي‌ تللی "خو بیا هم د ډیورند دواړه غاړو ملیونونه پښتنې نجونې زده‌کړو ته ځي او د ټولنې فعالې غړې دي." نوموړي‌ په خپل ټویټر لیکلي،‌ "طالبان د پښتنو استازولي‌ نه‌شي کولای." د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکېنی مشر کریم خرم بیا وايي‌ "دا د هند پر نیمه وچه د تېرو شویو استعمارګرو خبرې دي چې پښتنو کې یې پر تعلیم خلک بندیانول او چین ته‌یې تریاک لېږل. د منیر اکرم خبرې د مسخ شوي او استعمار وهلي ذهن خبرې دي." د ملالې یوسفزۍ پلار او د نجونو د زده‌کړو فعال ضیاالدین یوسفزي بیا ویلي چې ښاغلی منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغواړي.‌ نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي‌ "غازي امان‌الله خان په ۱۹۲۱ کال ښوونځی پرانیستی،‌ داسې مهال چې تاسې پيدا نه‌وئ". دا لومړی ځل نه‌دی چې یوه پاکستاني چارواکي، د طالبانو له‌خوا پرافغان ښځو بنديزونه د افغانانو کلتور بولي بلکې تر دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ۱۴۰۰ لمریزک ال د ليندۍ مياشتې په ۲۹ نېټه، په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې هره ټولنه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه بېل نظر او کلتور لري. نوموړي ادعا کړې وه، چې طالبان اکثرا پښتانه دي او په پښتون مېشتو سیمو کې کورنۍ دې ته چمتو نه‌دي، چې خپلې لوڼې حتی له امتیازاتو سره هم ښوونځي ته واستوي. د عمران خان دغه څرګندونې په سیاسي او ټولنیزه کچه د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې او دا یې یو سپکاوی بللی و. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې د تفرقې رامنځته کولو یوه هڅه بللې وه. وروسته له هغه چې طالبانو د دويم ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کړ، پر ښځو او نجونو يې سخت بندیزونه ولګول. د نجونو او ښځو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل او په دې وروستيو کې د خصوصي پوهنتونونو په ازموينه کې د هغوى په ګډون بنديز لګول د دغو بنديزونو يوه برخه ده. طالبانو د روغتیايي سکتور سربېره ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې هم له کار کولو منع کړي دي، چې له امله يې په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعاليتونه ودرول. د پراخو غبرګونونو سره سره، طالبانو تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو په اړه غور نه‌دی کړی.

02.02.2023 ازادي راډیو

اوزبیکستان د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالات وځنډول

د ازبیکستان د ریل پټلۍ ملي ادارې پرون (چهارشنبه فبرورۍ لومړۍ) افغانستان ته د اورګاډې له لارې د انتقالاتو بهیر د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

02.02.2023 امریکا غږ

پر طالبانو د امريکا نوي بنديزونه به اغېز ولري؟

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې یا سفر کولو دغه نور بندیزونه لګوي. نوریاس نوري د سیاسي چارو د پوه او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې ایا دغه بندیزونه به اغېز ولري، د هغه نظر پوښتلی. د ښاغلي ازاد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

02.02.2023 ازادي راډیو

امریکا پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) د افغان میرمنو او نجونو د کار او تعلیم په وړاندې د محدودیتونو د لګیدو له امله پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل.

02.02.2023 امریکا غږ

د اسلام اباد پوليسو شېخ رشيد نيولی دی

د اسلام اباد پولیسو د عوامي مسلم ليګ مشر او په تېر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې مرکزي وزیر شېخ رشيد پوليسو نيولی دی، په هغه تور دی چې د يو سازش لاندې یې د پخواني صدر اصف علي زرداري ژوند په خطره کې اچولی دی.

02.02.2023 ډیوه

مرکزي کابينه: د ترهګرۍ ضد قامي یووالی د وخت ضرورت دی

د پاکستان مرکزي کابينې په پېښور کې په جومات کې دننه ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او يو غږ د وخت ضرورت دی.

02.02.2023 ډیوه

افغانستان کې داعش سره د یوځای کیدو هڅه؛ امریکایي تبعه په ۱۰ کاله زندان محکوم شو

د متحدو ایالتونو یوې فدرالي محکمې د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) یو کس په افغانستان کې له داعش سره د یوځای کیدو د هڅې له امله په ۱۰ کاله زندان محکوم کړ.

02.02.2023 امریکا غږ

د ایران ولسمشر وایي وټسپ او انسټاګرام به یې په هېواد کې همداسې بند وي

واشنګټن ــــ  د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي،‌ وټسپ او انسټاګرام به همداسې تړلي وي او تور یې پورې کړی چې دوی په دغه هېواد کې د لاریونونو په راپارولو  کې ونډه لرله کوم چې د تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې روان دي.  په ایران کې له پولیسو سره د 22 کلنې کردۍ ایرانۍ له مړې کېدو وروسته د سپټمبر له نیمایي راهیسې سخت لاریونونه روان دي.  ولسمشر ریسي د نهې- سه شنبې په ورځ ماښام د ایران په سرکاري ټیلیویژن په خپله وینا کې وویل، چې د میټا په نامه د امریکا د انټرنېټ د سترې کمپنۍ دغه دوه اپلېکېشنونه "په دې وروستیو لاریونونو کې د نا امنۍ جرړې وې."  دغه دواړه انلاین خدمات وروسته له هغې چې په ایران کې چارواکو د فیسبوک، ټوېټر، یوټیوب،‌ ټیلېګرام او ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه زیات کارېدل.  د ایران ولسمشر وویل د ټولنیزو رسنیو دغو دوو اپلیکېشنونو ته به یوازې هغه وخت د فعالیت اجازه ورکړل شي که دوی په ایران کې قانوني استازی ولري چې د دوی د کارونو ذمه واري پر غاړه واخلي. د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زریپور د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا د ولسمشر، د عدلیې او د پارلمان د مشر په موجودګۍ کې د وټسپ او انسټګرام د پرله پسې بندولو منظوري ورکړې ده. د ایران ولسمشر وایي د خپل هیواد مشرانو ته ویلي چې د انټرنېټ خنډونه د ایران د خلکو لپاره د ناخوښۍ سبب کیږي، ځکه چې وایي په وروستیو کلونو کې ایران له نړۍ سره یو ډېر پیوند هیواد وو. د ایراني حکومت پخواني ویاند علي ربيعي د تېرې میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې په ایران کې د شاوخوا درې میلینه کمپنیو او د 12 میلینه کسانو کارونه له انټرنیټ سره تړلي دي.

02.02.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر: پر ښځو محدودیت د پښتنو د فرهنګ جز دی؛ فایق: د طالبانو فرهنګ دی نه د پښتنو

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې پرمهال وویل پر افغان میرمنو لګول شوي محدودیتونه له دین سره ربط نلري او دا د پښتنو د فرهنګ یوه برخه ده. خو د افغانستان د نماینده ګۍ سرپرست دا څرګندونې رد کړې

02.02.2023 امریکا غږ

د ښځو د حقونو افغانه او ایرانۍ فعالې محبوبه سراج او نرګس محمدي د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوې

واشنګټن ـــــ د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د 2023م کال لپاره د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي. د ښځو د حقونو لپاره په افغانستان او ایران کې د دوی مبارزه ستایل شوې دي. د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (پي آر ای او) چې هر کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارانو نوملړ ترتیبوي، د فرورۍ په لومړۍ نېټه پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي د بشري حقونو مبارزینو ته توجه ضروري ده. د دغې جایزې د سږ کال د امیدوارانو په فهرست کې په نړۍ کې د بشري حقونو د څو نورو فعالانو او ملاتړو ادارو نومونه هم شامل دي. د دې ادارې مشر هېنریک اوردل ویلي چې په افغانستان او ایران کې جابرانه حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، وایي که ایران د جنسي برابرۍ لپاره احتجاج کوونکو ته د مرګ سزا ورکړې خو طالبانو افغانې ښځې په پوهتونونو کې له تعلیمه منع کړې دي: "سږکال زموږ د فهرست په سر کې د بشري حقونو فعالان شته چې د ښځو لپاره کار کوي، په ځانګړې توګه له افغانستان او ایرانه محبوبه سراج او نرګس محمدي پکې شاملې دي." د اوسلو د څېړنیز مرکز مشر وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو، کار او تعلیم لپاره د هلوځلو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق په برخه کې د ملاتړ په بنیاد یې د محبوبې سراج نوم د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړی دی. د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ وایي سږ کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارۍ لپاره له 300 تر 500 پورې نومونه ورسره درج شوي دي، چې وایي د ‎پینځو تنو او درو ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي. دغه اداره وایي که د نوبل کمېټۍ غواړي د بشري حقونو لپاره د عدم تشدد پر سوله ییزه مبارزه رڼا واچوي، نرګس محمدي او محبوبه سراج په ایران او افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو په بنیاد د دې جایزې زیاتې حقداره دي. 74  کلنه محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د بډو رشوتو په خلاف د مبارزې له کبله مشهوره ده او د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواده نه ده وتلې او د ښځو په اړه د طالبانو د پرېکړو په ضد هم وخت په وخت اواز اوچتوي. هغې 26 کاله په جلاوطنۍ کې تېر کړي وو او په 2003م کال کې افغانستان ته ستنه شوه چې لا هم په خپل هېواد کې ژوند کوي. نرګس محمدي د ایران د بشري حقونو مخکښه فعاله او خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او د مرګ د سزا د ختمولو لپاره یې مبارزه کړې ده. هغه څو ځله بندي شوې او اوس هم "د حکومت خلاف پروپېګندې" خپرولو او نورو تورونو په تور د اوږدې مودې د بند سزا تېروي، د هغې قید په نړیواله کچه غندل شوی دی. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانو کاروونکو د نوبل د سولې جایزې ته د محبوبې سراج د نوماندۍ هرکلی کړی او دا یې د افغانو ښځو لپاره ښه زېری بللی دی خو ډېرو بیا ورباندې نیوکه کړې ده او وایي چې هغه د دې جایزې لپاره وړ امیدواره نه ده. 

02.02.2023 ډیوه

پاکستان د جومات د مرګوني چاودنې په تړاو ۲۳ کسان نیولي

پاکستاني چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) وویل چې د پیښور ښار د پولیسو د مرکز په جومات کې یې د چاودنې په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولي دي.

01.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more