شاته

د پاکستان استازي ته د فايق غبرګون: پر ښځو د طالبانو بنديزونه افغاني نه، بلکې د طالبانو کلتور دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق غبرګون راپارولی دی.

منیر اکرم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌لري او دا یې پښتنو د کلتور يوه برخه بللې خو نصیر احمد فایق پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه طالبانی کلتور بللی دی.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وينا کې وويل: "زما په اند هغه محدوديتونه چې د افغان موقت حکومت له‌خوا پر ښځو وضع شوي، له دين سره تړاو نه‌لري، بلکې د پښتنو عجيب او غريب فرهنګ پر اساس دي."

هغه ادعا وکړه، چې دا د پښتنو په کلتور کې دي، چې ښځې په کور کې وساتل شي او د ده په وینا دا د افغان کلتور یو حقیقت دی، چې له سلګونو کلونو راهیسې روان دی.

منير اکرم
منير اکرم

د منير اکرم څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان هم د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو بنديزونو لپاره، له کلتور څخه د یوې بهانې په توګه کار اخلي او زياته يې کړه چې دا د افغانانو کلتور نه‌دی.

نوموړي ويلي: "زه غواړم ووایم چې د طالبانو کړنې اسلامي ریښې نه‌لري او د اسلام خلاف دي او له افغاني کلتور سره هیڅ تړاو نه‌لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه‌یم. دا هيڅکله هم د افغان ولس، حتی د پښتنو کلتور نه‌دی. له بده مرغه، په هغو سیمو کې چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، ښوونځي يې سوځول ، نجونې او حتی هلکان یې ښوونځیو ته نه پرېښودل."

"زه غواړم ووایم چې د طالبانو کړنې اسلامي ریښې نه‌لري او د اسلام خلاف دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاته کړه، ان د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چې اکثریت اوسېدونکي یې پښتانه دي، هيڅکله سیمه‌ییزو اوسېدونکو خپلې لوڼې ښوونځیو ته له تګ نه‌دي منع کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر غفور لېوال پر ټویټر تند غبرګون کې ویلي "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې‌فرهنګۍ نښې دي."

د افغانستان د جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخيل وايي،‌ په پاکستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي‌ تللی "خو بیا هم د ډیورند دواړه غاړو ملیونونه پښتنې نجونې زده‌کړو ته ځي او د ټولنې فعالې غړې دي."

نوموړي‌ په خپل ټویټر لیکلي،‌ "طالبان د پښتنو استازولي‌ نه‌شي کولای."

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکېنی مشر کریم خرم بیا وايي‌ "دا د هند پر نیمه وچه د تېرو شویو استعمارګرو خبرې دي چې پښتنو کې یې پر تعلیم خلک بندیانول او چین ته‌یې تریاک لېږل. د منیر اکرم خبرې د مسخ شوي او استعمار وهلي ذهن خبرې دي."

د ملالې یوسفزۍ پلار او د نجونو د زده‌کړو فعال ضیاالدین یوسفزي بیا ویلي چې ښاغلی منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغواړي.‌

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي‌ "غازي امان‌الله خان په ۱۹۲۱ کال ښوونځی پرانیستی،‌ داسې مهال چې تاسې پيدا نه‌وئ".

دا لومړی ځل نه‌دی چې یوه پاکستاني چارواکي، د طالبانو له‌خوا پرافغان ښځو بنديزونه د افغانانو کلتور بولي بلکې تر دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ۱۴۰۰ لمریزک ال د ليندۍ مياشتې په ۲۹ نېټه، په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې هره ټولنه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه بېل نظر او کلتور لري.

نوموړي ادعا کړې وه، چې طالبان اکثرا پښتانه دي او په پښتون مېشتو سیمو کې کورنۍ دې ته چمتو نه‌دي، چې خپلې لوڼې حتی له امتیازاتو سره هم ښوونځي ته واستوي.

د عمران خان دغه څرګندونې په سیاسي او ټولنیزه کچه د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې او دا یې یو سپکاوی بللی و.

عمران خان
عمران خان

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې د تفرقې رامنځته کولو یوه هڅه بللې وه.

وروسته له هغه چې طالبانو د دويم ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کړ، پر ښځو او نجونو يې سخت بندیزونه ولګول.

د نجونو او ښځو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل او په دې وروستيو کې د خصوصي پوهنتونونو په ازموينه کې د هغوى په ګډون بنديز لګول د دغو بنديزونو يوه برخه ده.

طالبانو د روغتیايي سکتور سربېره ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې هم له کار کولو منع کړي دي، چې له امله يې په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعاليتونه ودرول.

د پراخو غبرګونونو سره سره، طالبانو تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو په اړه غور نه‌دی کړی.

اړوند مطالب