شاته

افغانستان کې داعش سره د یوځای کیدو هڅه؛ امریکایي تبعه په ۱۰ کاله زندان محکوم شو

د متحدو ایالتونو یوې فدرالي محکمې د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) یو کس چې پنځه کاله مخکې یې غوښتل افغانستان کې له داعش سره یوځای شي په ۱۰ کاله زندان محکوم کړ.

دغه کس چې بریفر کریک نومیږي او د اوهایو ایالت دی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا په ګیلن هوایي ډګر کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې FBI د منسوبینو له خوا په داسې حال کې ونیول شو چې هڅه یې کوله د عراق له اسلامي دولت او یا هم د داعش له خراسان څانګې سره د یوځای کیدو په هدف افغانستان ته سفر وکړي.

۲۳ کلن ناصر المعداوجي چې عراقي الاصله امریکایي دی په زندان سربیره، تر خوشي‌کیدو وروسته به د ۱۵ کلونو لپاره تر نظارت لاندې وي.

د امریکا عدلیې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې المعداوجي د ۲۰۲۱ میلادي کال په نومبر میاشت کې یوه بهرني ترهګر سازمان ته د مادي ملاتړ د برابریدو د هڅې په جرم اعتراف کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي، نوموړي خپله دا منلې چې شخصا یې هڅه کوله له داعش او یا هم د داعش خراسان څانګې ته مادي ملاتړ برابر کړي.

د محکمې د اسنادو له مخې، المعداوجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۴ نیټه د سفر په هدف د الوتکې ټکټ اخیستی و چې د اف بي آی له خوا په داسې حال کې ونیول شو چې خپل پورډنګ پاس یې هم ترلاسه کړی وو.

په اسنادو کې ویل شوي، نوموړي غوښتل د قزاقستان آستانه ښار ته سفر وکړي چیرې چې پلان وو له هغه ځایه په قاچاقي ډول افغانستان ته ولاړ شي او احتمالا له داعش سره تر یوځای کیدو وروسته نظامي زده کړي وویني.

د امریکا عدلیې وزارت زیاته کړې، المعداوجي یو کس ته چې فکر یې کاوه د داعش یو ملاتړی دی، ویلي وو غواړي "د وسلو روزنه، پلان جوړول او وژل، ویشتل او تښتیدل، د ارزښتناکه اهدافو نیول، کورونو ته د داخلیو او د امنیتي ساتونکو څخه د ځان بچ کولو په شان روزنه ترلاسه کړي."

د امریکایي‌ چارواکو په وینا نوموړي د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې د سفر لپاره په پلان جوړولو کار پیل کړی وو.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې المعداوجي د ۲۰۱۸ کال د فبروري د ۱۶ او ۲۴ نیټې ترمنځ مصر او اردن ته په دې هدف سفر وکړ چې د سینا په ټاپو کې د داعش له څانګې سره یوځای شي خو په نهایت کې په دې کار بریالی نشو.