شاته

د امریکې خارجه وزیر په اسرایل او فلسطینیانو غږ کړې چې تاوتریخوالی دې کم کړي

د امریکې خارجه وزیر اېنتي بلېنکن چې دا مهال د منځني ختیځ په سفر دی د ګل، دوشنبې، په ورځ يې په اسرایل او فلسطنیانو غږ وکړو چې خپل منځو کې تاوتریخوالی دی کم کړي او سولې د مذاکرات د بیا شروع کېدو غوښتنه وکړه.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د مصر سرښار قاهرې نه تل ابېب ته په داسې حال کې روان شو چې په مقبوضه وېسټ بېنک کې اسرایلي ځواکونو یو فلسطیني تن په یو چېک پوسټ ووژلو.

روېترز وايي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات دی او د یهودیانو په یوه عبادتخانه د حملې وروسته اسرایل د امنیت ګامونه سخت کړي. په سېناګاګ حمله کې اووه کسان ووژل شوو. د دغې حملې نه یوه ورځ وړاندې د وېسټ بېنک په جنین ښار کې د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال 10 فلسطینیان وژل شوي وو چې زیاتره وسله وال وو.

قاهرې نه د روانېدو نه مخکې بلېنکن خبریالانو ته وویل په دې کې هېڅ شک نشته چې په موجوده وخت کې په سیمه کې حالات پېچیده دي او دتېرو څو میاشتو راهسې په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده.

هغه وویل اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس سره ملاقاتونو کې به هغه د دواړو فريقېنو حوصله افزايي کوي چې د امن او تاوتریخوالي د کمولو دپاره ګامونه واخلي.

بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي.

په وروستیو ورځو کې هم د مرګوني تشدد پېښې زیاتې شوي، او دا یره یې ډېره کړې چې د دې تشدد لمن به نوره هم پراخه شي.

یو فلسطیني وسله وال د جمعې په ورځ د بیت المقدس د یهودیانو د یو عبادتځای بهر، اووه تنان ووژل. د ۲۰۰۸ کال راهیسي، دا په بیت المقدس کې په اسرائیلي وګړو باندې تر ټولو خونړۍ حمله وه. د دې حملې نه یوه ورځ وړاندې، د زیارت/پنجشنبې په ورځ، اسرائیلي ځواکونو د مقبوضه لویدېځې غاړې په جنین ښار کې حمله وکړه چې په وروستیو کلونو کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل تر ټولو مرګونې حمله وه.

د اسرایل په نوې انتظامیه کې داسې انتهاپسنده قام پرسته ګوندونه هم شامل دي چې غواړي په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د یهودیانو د نویو کورونو جوړول نور هم پسې پراخ کړي. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به د دې انتظامیې سره په خبرو کې یو ځل بیا د امن دپاره د امریکا غوښتنه تکرار کړي او ټینګار وکړي چې امریکا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د دوو ریاستونو د جوړېدو د منصوبې ملاتړ کوي. مګر امریکایي چارواکي دا مني چې په نږدې آینده کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن اوږدمهاله خبرو امکان نه ترسترګو کیږي.

بلېنکن به په دې سفر کې رام الله ښار ته هم ولاړ شي او هلته به د فلسطیني انتظامیې د مشر محمود عباس، نورو فلسطیني چارواکو، او د مدني ټولنې فعالانو سره وګوري.

د نېټن یاهو حکومت په اسرائیل کې د عدالتي نظام د بنیادي بدلولو سپارښتنه کړې چې ترمخه به یې د ججانو په ټاکلو کې سیاسي واک اختیار پیاوړی وي او بل دا چې د پارلېمان یا انتظامیې په وړاندې فیصلو کې به د سپریم کورټ واک اختیار هم محدود کول وي. د دې سپارښتنو په خلاف اسرائیل کې لویې مظاهرې وشوې او احتجاج کوونکو ویل چې دا ګامونه به د عدالتي نظام خپلواکي ته نقصان ورسوي.

د اوکراین د جګړې په اړه خبرې، د بلېنکن د سفر بل مقصد دی. اوکراین چې د روس د مقابلې دپاره د امریکې او یورپي اتحاد نه په زیاته اندازه وسلې او پوځي آلات تر لاسه کړي دي، د اسرایلو نه غوښتي چې د ډرون د ویشتلو سیسټمونه د اوکراین په واک کې ورکړي. اوکراین غواړي په دې سره هغه ډرونونه وولي چې ایران روس ته ورکړي او روس یې په اوکراین کې استعمالوي.

اسرایل تر اوسه دا غوښتنې ندي منلي. که څه هم اسرایل په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل غندلی، مګر اوکراین سره یې خپل امداد صرف په بشري مرستو او محافظتي وسایلو محدود ساتلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00