شاته

اسلامي همکاریو سازمان: د طالبانو تازه فرمان د ښځو پر زده کړو محدودیتونه نور هم سختوي

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون د مخنیوي پرېکړې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې یاده پرېکړه به د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د حاکمو چارواکو لخوا لګول شوي پراخ محدودیتونه نور هم سخت کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان همدارنګه ویلي چې یاد فرمان تر هغه وروسته صادر شوی چې دغه سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه د افغانستان د «وروستیو پرمختګونو او بشري وضعیت» په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

د یاد سازمان غړو پخپلې تیرې غونډې کې له طالب چارواکو څخه غوښتي و چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په برخه کې هڅې وکړي او هغوی ته دا زمینه برابره کړي چې په ټولو برخو او رشتو کې د افغانستان د خلکو د اړتیا سره سم برخه واخلي.

یاد سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) په افغانستان کې د نجونو زده کړو او ښځو کار اړوند پر خپلې تیرې غوښتنې باندې په ټینګار سره ویلي: "دغه سازمان (OIC) له حاکمو چارواکو څخه غواړي چې د نجونو او ښځو د تحصیل مخنیوي په اړه د دغه فرمان او ورته نورو پخوانیو فرمانونو او پراخو ټولنیزو او اقتصادي پایلو په اړه یې له سره غور وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر و کړ چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو حکومت د دسمبر په ۲۰مه په دغه هېواد کې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځینه محصلینو زدکړې تر "امر ثاني" وځنډوي.

له دغه امر څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بین المللي نادولتي موسسو ته امر وکړ چې ښځینه کارکوونکي له کار څخه لیرې کړي.

تر دې مخکې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ښځو باندې د طالبانو وروستي محدوديتونه له شريعت سره په ټکر کې بللي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي ته په غبرګون کې تیره ورځ ویلي و داسې ښکاري چې د نجونو په زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیز پرېکړه موقتي نه ده.

زلمي خلیلزاد، چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې د ژمنو خلاف د طالبانو دا پرېکړه «دکتاتورانه او جاهلانه» ده چې په خبره یې د افغانانو کړاو به نور هم زیات او د طالبانو حکومت به نور هم منزوي کړي.