ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپریم کورټ:د مذهب په اړه معاملې د افرادو لاسونو ته نه شي ورکړل کیدای، ریاست ورته باید کتنه وکړي

د پاکستان سپريم کورټ د مذهب د سپکاوي په تور د تورن یو بندي تن ضمانت منظور کړی او ویلي یې دي چې د مذهب په اړه معاملات د افرادو په لاسونو کې نه شي ورکړل کیدای بلکې داسې چارې رياست ته کتل پکار دي. سږکال د پنجاب ښار ملتان کې په زاهد ظفر نومې تن باندې يوازې په دې علت د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې شوې وه چې دغه تن په يو داسې وټس اېپ ګروپ کې شامل شوی و چې په مبينه توګه یې د سپکاوى څخه ډک مواد د خلکو سره شريکول. د تورن تن وکیل رانا عبدالحميد اېډوکېټ ډيوه ته ویلي چي په پاکستان کې خلک اکثر د شخصي دښمنۍ په اساس د مذهب د سپکاوى قوانین غلط کاروي. د سپريم کورټ په دوؤ قاضيانو جسٹس فاېز عيسا او جسټس يحيى اپریدي باندې ګډ دوه کسيزه بېنچ تېره ورځ د مذهب د سپکاوي په اړه ددغه مقدمې اوریدنه کړې ده چې پکې ټرایل کورټ او هايکورټ تورن تن ته د ضمانت ورکولو څخه انکار کړې وو، خو د جمعې په ورځ سترې محکمې د ملزم ضمانت منظور کړو. د قضيې اوریدنې په مهال جسٹس قاضي فاېز عيسا ویلي چي په مذهبي چارو رياستي مشينرۍ ته د خلکو په وړاندې نه دي ټيټېدل پکار. په سپريم کورټ کې د اېډوکېټ زاهد ظفر ددفاع وکيل رانا عبدالحمید ډيوه سره خبرو کې وويل چې د هغه د موکل په ضد روان سږکال د اپریل میاشت د سپکاوي څخه د ډک يو پوسټ د شریکولو په سر مقدمه درج کړی شوې وه. د وکيل وینا ده چې د مقدمې د درج کيدو څخه څو ورځې مخکې د هغه د موکل زاهد ظفر خلاف شکایت راغلی و چې هغه د مذهب په اړه د سپکاوى ډک الفاظ کارولي دي او په دې باندې د ملتان ډپټي کمشنر هغه نظر بند کړی و چې وروسته خوشې کړل شو او له هغې څو ورځې وروسته په هغه باندې په وټس اېپ ګروپ کې د سپکاوي څخه د ډک پوسټ په شريکولو د تعزيرات پاکستان د 295 سي دفعې لاندې مقدمه درج کړل شوې وه. دپاکستان د قانون 295 سي لاندې مقدمه کې سزا مرګ ده. ښاغلی رانا عبدالحميد وايي په پاکستان کې زياتره خلک د شخصي دښمنۍ او یا د مسلکي اختلافاتو په بنياد د يو بل پرضد د مذهب د سپکاوي قانون غلط کاروي او مقدمې درج کوي. پاکستان اکثر د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې لانديني عدالتونه ملزمانو ته ضمانتونه نه ورکوي او د موجودو شواهدو په بنياد تورونو کسانو ته سزاګانې اورول کېږي چې وروسته غلطې ثابتې شي خو بيا هم ملزم په کلونو جېل کې پروت وي. د پاکستان پشان مسلمان اکثريتي هېواد کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا دا تور ولګي نو اکثره هغه دعدالت پرته د پارېدلو خلکو لخوا ووژل شي. پاکستان کې د بشري حقونو ډلې هم د مذهب د سپکاوى د قوانینو د ناسم استمال خلاف اواز پورته کوي او نړيواله ټولنه هم له پاکستانه غوښتنې کوي چې دې لانجمن قانون ته دې بيا کتنه وکړي او ددې د غلط استمال مخه باید ونیول شي..

17.12.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان: دوه ځایي کسان د نامعلومه وسله والو لخوا په هدفي توګه وژل شوي دي

افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي تحصیل خدري سیمه کې دسیمې دوه  کسان وژل شوي دي. پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي پېښه بیګاه د شپې دمیر علي تحصیل په خدري سیمه کې شوې ده. د میرعلي پولیس ټانې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د اکرام الله او یوسف په نومونو شوې چې د علاقې ځایي اوسیدونکي دي. د دوی په خبره د شپې پرمهال شخصي ګاډي کې روان وو چې  نامالومه کسانو پرې ډزې کړې او د ډزو په نتیجه کې  په ګاډي اور لګیدلۍ او دواړه کسان پکې سوځیدلي دي.  د پولیس چارواکو په وینا کورنۍ یې ورته ویلي چې چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي. روانه ددسمبر میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا دویمه پېښه ده . د سیمې سره تړاؤ لرونکي د ملي جمهوري غورځنګ صوبایي ویاند جمال داوړ وایي وژل شوو کسانو کومه شخصي دښمني نه لرله او په علاقه کې به تش لاس ګرځیدل. هغه وویل دا کسان د پوځي پوستې سره نزدې په څو میټره فاصله کې وژل شوي او دا پېښه په سیمه کې د روانې ناامنې یوه کړۍ ده  په شمالي وزیرستا کې د هدفي وژنو دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاجي پرلت د جولایۍ دمیاشتې نه دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي. په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وایي  پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې ځایي خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي. ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او دې ناامنۍ ځایي خلک بیا دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي ځکه چې د  امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې درج کیږي. وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دی بیا ځواب کوي خو تر دې مهاله یې ځواب نه دی کړی. په شمالي وزیرستان اؤ پیوست سیمو کې دهدفي وژنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې ده چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده. په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی. دضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي اؤ د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي. د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي حالات په قابو کې دي او هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

17.12.2022 ډیوه

د پاکستان مرکزي بینک وایي په ملک کې غیر ملکي پانګونې تر نیمایي زیاتې راکمې شوې دي

د پاکستان مرکزي بینک وایي په ملک کې غیر ملکي پانګونې د نیمایي نه زیاتې راکمې شوې دي او د نومبر په میاشت کې په دې 48 فیصدي کمی راغلی دی. اقتصادي پوهان وایي اقتصادي او سیاسي ثبات نه علاوه په سیاست او اقتصاد کې د سیکورټي ادارو لاس وهنه هم ده چې له امله یې زيات سرمایه کاران د پانګونو څخه ډډه کوي. اقتصادی پوهان په دې اند دي چې د حکومتي پالیسو له وجې هم سرمایه کاري نه کیږی او بیا  په پاکستان کی د توانایۍ د لوړو بیعو له امله په تجارت لګښتونه زیات دي. مرکزی بینک وایي سږکال په وړومبیو پنځوؤ میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 51 فیصدي کمې شوي او د اکتوبر په مقابله کې په دې کې په نومبر کې 48فیصدي کمی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دحکومت مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب او خيبر پختونخوا د صوبایي اسمبلو د ماتولو اعلان کړی اؤ دڅېړونکو په وینا دې اقدام سره به په ملک کې سیاسي ګډوډي نوره هم زیاته شي. د اقتصاد ماهر اشتیاق احمد وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې اقتصادي او سیاسي بې ثباتي تر ټولو زیاته ده چې له وجې یې د ملکي او غیر ملکي سرمایه کارانو اعتماد ته نقصان رسیدلی دی. هغه وایي په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا په سیاست او اقتصاد کې لاس وهنه هم د غیر ملکي پانګونو د نشتوالی سوب ګرځي. "تاسو چې څومره ترقي یافته هېوادونه ګورئ هلته د امنیتې ادارو په تجارت او اقتصاد کې هیڅ لاس نه لري او سرمایه کار  په هغې هر هېواد کې د سرمایه کارۍ نه ډډه کوي چرته چې امنیتي ځواکونه زیات مضبوط وي ځکه چې هغوي څه وخت څه هم کولی شي او دا په نړۍ کې په ریکارډ خبره ده چې هلته پانګونې نه کیږي" د پاکستان مرکزي بینک وایي  د روان مالي کال 2023م په تیرو پنځوؤ میاشتو جولایي نه تر نومبر پورې پاکستان کې 430میلینه ډالره سرمایه کاري شوې ده خو تیر کال هم په دې موده کې غیر ملکي سرمایه کاري 885 میلينه ډالره وه . سټیټ بینک وایي په نومبر کې 81.8 ملينه ډالره پانګونې شوي چې د تیرې میاشتې اکتوبر په مقابله کې  48 فیصدي کمې دي، په اکتوبر کې 158میلینه ډالره سرمایه کاري شوې وه. د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي سیاسي او اقتصادي بې ثباتي په خپل ځاي خو په پاکستان کې د غیر ملکي سرمایه کارۍ دپاره په اقتصادي پالیسو کې تسلسل ته اړتیا ده . هغه وایي د توانایۍ د ګرانو بیعو له وجې هم په پاکستان کې تجارت او پانګونی نه کیږي. "په پاکستان کې په تجارت خرڅونه زیات دي او بیا د پانګه والو نه چې څومره مالیا اخستل کیږي، سرمایه کار دې ته ګوري چی هغه ته ګټه څومره ترلاسه کیږي او هغه په ټيکسونو کې څومره پیسې ورکوې او دا چې پالیسي هم برقرار ساتل کیږي که نه" اقتصادي پوهان وایي غیر ملکي پانګونو کې نیم په نیمه کمی د پاکستان د اقتصاد دپاره یو غټ چیلنج دی ځکه چې د مرکزي بینک په وینا د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 6.7 اربه ډالره ته راکوزه شوې ده. مرکزي بینک وایي چې کرنټ اکاونټ او تجارتي خساره کمه شوې ده خو د پوهانو په وینا ددې منفي اغیزې په اقتصادي پرمختیا کیږي. دمرکزي بینک له مخې د چین لخوا پانګونې په پنځوؤ  میاشتو کې د 125 میلينه ډالرو نه 102 میلينه ډالرو ته راکوزې شوې دي چې بنیادي وجه یې په پاکستان کې خراب اقتصادي صورت حال ګڼل کیږي. د متحده عرب اماراتو له خوا پانګونې 81میلینه ته زیاتې شوي او تیر کال په دې موده کې 62میلینه ډالره سرمایه کاری شوې وه . سټیټ بینک وایي تر ټولو زیاته سرمایه کاري د توانایۍ په څانګه کې 204 ملينه ډالره شوې. دبینک په وینا په تیرو پنځوؤ میاشتو کې نزدې 15 ملينه ډالره پانګونې د پاکستان نه بهر هم تلې دي .

17.12.2022 ډیوه

د تخلیې د بهیر دوام؛ کاناډا سلګونه نور افغانان هغه هیواد ته انتقال کړل

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې (IRCC) یو ځل بیا هغه هیواد ته د سلګونو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

17.12.2022 امریکا غږ

امریکا وايي اوکراین سره به د امنیت په برخه کې نوره مروسته کوي

کربي وویل واشنګټن د کییف سره قدم به قدم روان دی، هره ورځ د اوکرایني چارواکو سره دوی د ضرورتونو په اړه خبرې کوي او دا خبره یقیني کوي چې ضرورتونه پوره کړي

17.12.2022 ډیوه

په افغانستان کې یو شمېر مېرمنې د ښځینه حمامونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي

دوی وايي، چې په کورونو کې د منظمې برښنا او پوره اسانتیاوو د نشتوالي له امله، نه‌شي کولای چې خپل او د خپلو ماشومانو پاکوالي ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت یوه اوسېدونکې وايي، خور یې په تشناب کې د ګاز نیولو له اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. نوموړې وايي: "څو میاشتې کېږي چې طالبانو ښځینه حمامونه تړلي، هوا سړه ده او په عمومي توګه برښنا شتون نه‌لري." هغې وويل چې په دې سړه هوا کې دوى د تشناب ګرمولو لپاره نور امکانات نه‌لري. د هرات دغه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ښځینه حمامونه دې بېرته پرانیزي. هغه وايي: "همدا اوس، زه د هرات ولایت په یوه کلینیک کې یم، ښځینه حمامونه ټول بند دي او زما خور د تشناب ګرمولو لپاره یې د ګازو ډبه تشناب ته وړې وه چې له هغه امله ګازو نیولې او اوس بستر ده." نسیمه چې د کابل ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده هم ورته هیله لري. هغه وايي، د منظمې برښنا د نشتوالي له امله دوی په کور کې د تشناب د ګرمولو له فرصته بې برخې دي او ډېری خلک دې ته اړ دي چې د ځان مینځلو لپاره له عامه حمامونو څخه کار واخلي. اغلې نسيمه وايي: "برښنا نه‌شته، حمامونه بند دي، موږ به په اوونۍ کې یو ځل حمام ته تلو، پخوا به مو په اوګرمي( آب ګرمي) اوبه ایشولې، اوس هغه هم نه‌کېږي، برښنا نه‌شته، هیڅ هم نه‌لرو، هیڅ شی نه‌شو کارولی. ماشومان هم ډیر خیرن شوي دي." د حمامونو د بندېدو له امله د ښځو اندېښنه په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د راپور پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په دې ژمي کې د خوراکي توکو او سون توکو د چمتو کولو توان نه‌لري. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې حمامونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی. مخکې له دې چې د طالبانو حکومت دا پرېکړه وکړي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو له ښځینه حمامونو څخه د ځان او خپلو کوچنیو ماشومانو د مینځلو او همدا رنګه د جامو مینځلو لپاره کار اخیسته. د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه مو وپوښتل چې ایا د دوی په حکومت کې د ښځینه حمامونو پرانیستل ممکن دي او که نه؟ نوموړي ازادي راډیو ته په ځواب کې لیکلي: "دا پوښتنه د امربالمعروف له ویاند څخه وکړئ." د طالبانوحکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند هاکف مهاجر د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی. ښځې په داسې حال کې د ښځینه حمامونو له تړلو شکایت کوي، چې یوازې څو ورځې د ژمي پیلېدو او د یخنۍ ډېرېدو ته پاتي دي.

17.12.2022 ازادي راډیو

بلاول بوټو:ټي ټي پي ته دپاکستان له پولو بهر خوندي ځالې ورکړل شوې دي

دجمعې په ورځ دامریکې نیویارک ایالت کې دپېښور ارمي پبلک سکول دپېښې په یاد راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي بلاول ویلي دپاکستان پوځ دټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي اؤ خپله زمکه یې ددغو ترهګرو نه پاکه کړې ده

17.12.2022 ډیوه

دچمن ـ سپین بولدک په نښته پاکستان دطالبانو دحکومت ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتی

دجمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ناظم الامور ته دا خبره ورپه یاده کړل شوې ده چې د وګړو تحفظ د دواړو هیوادونو مسولیت دی اؤ دداسې رقم پېښو مخنیوي ته اړتیا ده

17.12.2022 ډیوه

رپورټ: طالبانو حکومت او امنیت مضبوط کړی خو نړیوالې ټولنې لا نه دي تسلیم کړي

د ډسمبر په 12 نېټه وېنا کې د ناروی خارجه وزیرې هوتفېلټ وویل  "تاریخ مونږ ته ښودلي چې افغانستان هېرول د دانش مندۍ خبره نه ده. که دا ملک خان جنګۍ ته ورځي او ایا د ترهګرۍ مرکز جوړېږي نو هېڅ څوک به محفوظ نه وي. دا به هم د افغان ولس او هم د نړیوالې ټولنې دپاره د تکلیف سبب وي."

17.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړل شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې جمعه ډسمبر ۱۶ (لیندي۲۵) د رایو په غوڅ اکثریت پدې نړیوالې ادارې کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړله او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به د پخواني استازي سره وي چې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې دې ادارې ته ور پیژندل شوی و.

17.12.2022 امریکا غږ

په ایران کې د جمعې په ورځ د حکومت په ضد نور احتجاجونه وشول

په زاهدان کې د جمعې په ورځ د احتجاجونو ځېني وډیوز ښښي مظاهره چیان د حکومت خلاف نعرې پورته کوي او ایراني امنیتي ځواکونو ته چې پاسداران انقلاب ځواکونو هم پکې شامل ووپېغورونه ورکوي او مماثلت یې د داعش وسله والې ډلي سره کوي. دغه شان وډیوز په سوشل ميډیا هم شریک شوي دي

17.12.2022 ډیوه

مالیزیا کې د ځمکې ښویدنې په پیښې کې ۱۸ تنه وژل شوي

په مالیزیا کې چارواکي وایي په محلي وخت جمعه ډسمبر ۱۶ (لیندي۲۵) د دې هیواد د سیلانګور په ایالت کې لږ تر لږه ۱۸ کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي، د ځمکې ښویدو په پیښې کې وژل شویدي.

17.12.2022 امریکا غږ

د امریکې خارجه وزارت چین سره د مقابلې دفتر "چاینا هاوس" پرانېستلو

سټېټ ډپارټمنټ وايي چین د بلېنکن د نوي تګلارې اهمه برخه ده او په اینده لسیزه کې چین په اړه د امریکې په تګلاره د عملدارۍ دپاره به ټول صلاحیتونه او وسایل استعمالولی شي. هغه وویل دا یو پېچیده جغرافیايي او سیاسي مشکل دی چې دوی ورسره مخامخ دي

17.12.2022 ډیوه

د وي او ای په شمول د یو شمېر مطبوعاتي ادارو د خبریالانو توېټر اکاونټونه معطل شوي 

ټوېټر د خبریالانو د اکاونټونو معطل کولو علت نه دی څرګند کړی او د وي او ای رپورټ وايي ټوېټر ته لېږل شوي ایمېلونه د دې پېغام سره بېرته راغلي چې دا نه شي لېږل کېدی

16.12.2022 ډیوه

خلک: اروزګان کې د برښنا بيه لوړه شوې

که څه هم د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برښنا قېمت ټيټ دی خو په اروزګان ولايت کې اوس هم د يوه کيلو واټ برښنا بيه د ۲۸ افغانيږ څخه نيولې تر ۳۹ افغانيو پورې رسيږي. اروزګان مېشتي وايي د برښنا د لوړو قېمتونو له امله برښنايي وسايل نه کاروي او يوازې په دومره اندازه برښنا استفاده کوي چې ضرورت يې وي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له يوې خوا د دولتي برښنا قېمتونه لوړ دي او له بلې خوا د دغې برښنا فعاليت يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ پورې محدود دی. خلک وايي دولتي برښنا ته د نه لاس‌رسي له امله اړ دي چې يو کيلو واټ برښنا په ۱۰۰ افغانۍ او دوه سوه کالدارې دخصوصي برښنا شرکتونو څخه وپيري. ددغه ولايت يو اوسېدونکی محمدنبي چې په ښار کې خياطي کوي په دې اړه ازادي راډيوته ته وويل: "دولتي برښنا يوازې د ښار په يو کيلو متر ساحه کې کار کوي يو کيلو واټ يې په ۲۸ افغانۍ دی خو بیا هم موږ ورته لاس‌رسی نه لرو. دلته يو شخصې شرکت دی پر موږ يو کيلو واټ برښنا په ۲ سوه کالدارۍ پيري اوس موږ د هغه څخه استفاده کوو د مياشتې زيات لګښتونه پر موږ راځي زموږ او د نور ولايتونو ترمنځ ولې توپيريز چلند کيږي حکومت باید ټولو افغانانو ته يو ډول خدامات وړاندي کړي." حکمت الله ودان بيا وايي، که څه هم په نورو ولايتونو کې د يوه کيلو واټ برښنا قېمت تر ۵ افغانيو پورې رسيږي خو زياتوي چې په ارزګان کې د برښنا لوړو بيو دوی له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي له ښار څخه بهر په هيڅ يوه سيمه کې نه دولتي او نه هم شخصي د برښنا شرکت فعاليت لري. ودان وايي د برښنا د لوړو لګښتونو له امله د ورځې نيمه مزدوري پر برښنا ورڅخه لګيږي او دوی يې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وايي: "په ارزګان کې د برښنا قېمت بيخي زيات لوړ دی زموږ وس نه په رسيږي دغه برق يوازې په ښار کې کار کوي د ښار څخه بهر په هيڅ ځای کې کار نه کوي په سل افغانۍ د هيچا وس نه په رسيږي دولت دې موږ ته يو ارزانه برښنا جوړ کړي ترڅو خلک په هره سيمه کې ورته لاس‌رسی ولري." د روزګان ولايتي مسولين هم د برښنا لوړ قېمتونه تاييدوي او زياتوي چې په دغه ولايت کې د برښنا شرکت لخوا عامو خلکو ته يو کيلو واټ برښنا په ۲۸ افغانۍ او دولتي ادارو ته يو کيلو واټ برښنا په ۳۹ افغانۍ ورکول کيږي. د اروزګان د ولايت مقام وياند احسان الله حماس وايي، پلان لري چې په دغه ولايت کې د برښنا قېمتونه ټيټ کړي. هغه وايي د امير المومنين په لارښوونه د افغانستان د برښنا شرکت مشر ارزګان ته په سفر ورغلی و ترڅو په دغه ولايت کې د برښنا شته ستونزې حل کړي. نوموړي وويل: "په روزګان کې دولتي برښنا د ملکي خلکو لپاره برښنا کيلو واټ په ۲۸ افغانۍ دی دولتي ادارو لپاره په ۳۹ افغانۍ دی د موسیساتو لپاره په ۴۲ افغانۍ کيلو واټ دی موږ پلان لرو چې د برښنا د قېمت ټيټولو لپاره هلې ځلې وکړو د اميرالمومنين په هدايت د مرکز څخه روزګان ولايت ته د برښنا وزير صاحب او مل پلاوی راغلی وه او دلته يې د کجکي پر بند باندې خبرې وکړي چې دغه برق ارزګان ته راولي." اروزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی په تېرو څو لسيزو کې د حکومتونو لخوا ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

16.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more