شاته

متحده قومونه: د هندوستان ابادي به سږ کال د چین نه زیاته شي

متحده قومونو ویلي سږ کال به هندوستان د ابادۍ په لحاظ د چین نه هم مخکې شي او په دنیا کې تر ټولو زیاته ابادي ولري.

چین دا میاشت ویلي وو چې په تېرو 60 کلونو کې يې په لومړي ځل ابادي کمه شوې ده. د چین د دغه رپورټ نه پس ځینې ماهرین وايي ممکنه ده چې په هندوستان کې د چین نه زیات خلک ژوند کوي.

د پاپولېشن فاونډېشن اف انډیا نومې ادارې پونن مترېجا وايي توقع کېدله چې هندوستان به په 2017 کې د ابادۍ په لحاظ د چین نه مخکې کېږي خو د چین په ابادۍ کې په چټکتیا د کمي له امله د هندوستان ابادي زر زیاته شوې ده.

د دواړو ملکونو ابادي 1.4 بېلین خلک ده او که په چین کې د ابادۍ لویه برخه د زیات عمر خلک دي په هندوستان کې د زیاتې ابادۍ عمرونه د 25 کلونو نه کم دي.

ماهرین وايي هندوستان د کم عمر ابادۍ نه ګټه هم ترلاسه کولی شي خو ضرورت د دې خبرې دی چې هند د ابادۍ دغه شمېره څنګه استعمالولی شي.

ماهرین وايي په داسې حال کې چې په ګڼ شمېر ملکونو کې د ابادۍ زیات غړي د زیات عمر خلک دي، هندوستان د خپل ځوان کل نه د اقتصاد او زراعت په مدونو کې ګټې ترلاسه کولی شی.

خو د موقعو ترڅنګ ځینې مشکلات هم شته چې پکې د ځوان کل دپاره کار روزګار پېدا کول هم دي.

د وي او ای رپورټ وايي په تېرو څو کلونو کې په هندوستان کې د بې روزګارۍ شرح زیاته ده چې ځوانان يې په تویش کې مبتلا کړي دي.

د هند اقتصاد د کرونا وایرس نه وروسته بحال شوی او د اقتصادي ترقۍ رفتار يې د دنیا په لویو اقتصادونو کې شمارل کېږي خو د اندازو ترمخه په ملک کې د روزګار شرح 40 فیصد ده.

د ارن ګولیا په شان طالب علمان خوش بینه دي، وايي ځوانان نوي فکرونه لري او د مسلو حل راوباسي او د ځانونو دپاره نوي لارې تراشوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00