شاته

په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو د دوی د کډوالۍ دوسیو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه 

يو شمېر افغان خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې مېشت شوي، په یوه اعتراضیه غونډه کې د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا د هغوى د کډوالۍ قضيو ته په نه پاملرنې نيوکه وکړه او ددغو قضیو د حل غوښتنه یې وکړه.

د رسنیو دغو افغان کارکوونکو د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹ (سلواغې ۹) ویلي چې په تېر يو نيم کال کې په لسګونو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د طالبانو د وېرې له امله د سيمې هېوادونو ته پناه وړې او دا مهال په سختو شرایطو او ناهیلۍ کې ژوند کوي.

فريد رستاقي چې ځان يې خبريال معرفي کړ وويل: "زموږ احتجاجي غونډه په دې خاطر ده چې په پاکستان کې ادارې موږ ته هېڅ پاملرنه نه کوي او ټول خبريالان يې هېر کړي دي...له هېوادونو او نړۍ څخه غواړو چې زموږ غږ واوري. "

د دغو اعتراض کوونکو خبریالانو په وینا، که په اروپايي هېوادونو او کاناډا کې د دوی د پناه غوښتنه ونه منل شي، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به د طالبانو له غچ سره مخامخ شي.

يو بل لاريون کوونکي محمد يعقوب ازرده چې ځان يې خبريال معرفي کړ وويل: "موږ له اقتصادي او رواني بحران سره لاس او ګرېوان يو او دلته راغونډ شوي يو چې خپل غږ او اعتراض د نړۍ او هغو بنسټونو تر غوږونو ورسوو چې د خبريالانو ملاتړ کوي."

دغو لاريون کوونکو په يوه لس ماده ييز پرېکړه ليک کې ويلي، چې په اوکراين کې د جګړې له پيل وروسته نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د بيان له ازادۍ ملاتړ کوي، د سيمې په هېوادونو کې افغان خبريالان هېر کړي دي.

دوی دغه راز د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو پر نه پاملرنې هم نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې له څو میاشتو تېرېدو سره لا هم د دوی دوسیې نه دي څېړل شوي.

په پاکستان کې دغو افغان خبریالانو ویلي دي: "هغه نړیوال سازمانونه چې د خبریالانو ملاتړ کوي له پاکستان څخه دې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندي هیوادونو ته د ایستلو لپاره زمینه برابره کړي او همداشان د رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړي سازمانونه دې په پاکستان کې تبعید شویو خبریالانو او رسنیو کارکونکو ته د مالي ملاتړ زمینه برابره کړي."

د بې سرحده خبریالانو ټولنې د وروستي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، په افغانستان کې له ۵۴۳ رسنیو څخه ۲۱۳ یې تړل شوي او تر ۶۴۰۰ زیاتو خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خبریالانو ته د ګواښونو، په خپل سر نیونو او ناوړه چلند تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړي دي. خو طالبانو د یوناما دغه څرګندونې رد کړې دي.