شاته

پوليس: لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات په پينځمه ورځ دوام لري

په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد عملیات د ګل، دوشنبې، په ورځ په پینځمه دوام لري چې له امله یې په ضلع کې موبایل سروس تر دې مهاله بند دی او په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې چاودنه شوې لږ تر لږه 28 کسان پکې وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې په ګومل پوهنتون کې زده کونکو د لکي مروت د عملیاتو پرضد احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي او سختې ویرې سره مخ کړی شوي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل د ترهګرو پرضد عملیات روان دي او د پاکستان پوځ په ځمکه او د هوا نه د عملیاتو څارنه کوي.

هغه وویل احسان پور سیمه په ګېره کې اخستل شوې او د ترهګرو پرضد جنګي هیلي کاپټرې او توپې کارول کیږي.

ویاند زیاته کړه عملیات روان دي امنیتي ځواکونو لا علاقه په لاس کې نه ده اخستې ځکه یې تردې مهال عملیاتو کې ترهګرو د زیان اړولو مالومات نه دي ترلاسه کړي.

احسان پور د لکي ښار سره نزدې د کورمې سیند په غاړه د ونو د ځنګلو سیمه ده.

د علاقه خلک وایي دا سیمه په یو څو وړو کلو مشتمله ده، سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي او د مرستې هیڅ انتظام ورته نه دی شوی.

په ګومل پوهنتون کې د لکي مروت ضلعې سره تړاو لرونکو زده کونکو احتجاجي مظاهره کړې او ویلي دې عملیاتو پرمهال عام ولس ځورول کیږي چې ترمخه یې موبایل سروس ځنډول شوی او د علاقې په تعلیم او کاروبار یې بدې اغیزې کړي.

یو زده کونکي اسرار حسین ویلي احسان پور وړوکې علاقه ده خو پینځه ورځې کیږي دې سیمې ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.

د عملیاتو پرمهال د جنګی هیلي کاپټرو او توپو نه ګولې ویشتل کیږي چې د چاودونو غږونه تر لرې اوریدل کیږی خو په دې عملیاتو کې ګېر خلکو هیڅ حال احوال نه ترلاسه کیږي چې په هغه سیمو کې ماشومانو او زنانه څه تیربږي.

هغه وویل د موبایل سروس بندیز له امله مسافر او په ځانګړي توګه د ضلعې نه بهر تعلیمي زدکړې ترلاسه کونکي زدکونکي د مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د مروت زده کونکو د اتحادې مشر شاهین شاه ویلي موبایل سروس تړل شوی د ماشومانو تعلیم او کاروبار په ټپه ودریدلی او ټولې ضلعې خلک ویرې سره مخ دي.

هغه ویلي امنیت ټینګښت د ریاست او ریاستي ادارو زمه واري ده خو تر ټولو مهمه دا ده چې د پولیس او نورو ادارو په موجودګۍ کې ناامني دغلته څنګه راورسیدله.

هغه ویلي د اتوار په ورځ به علاقه کې د ناامني او د عملیاتو پرمهال د عام ولس ځورولو پرضد احتجاجي مظاهره کوي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د لکي انتظامیه او پولیسو مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو خو لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل عملیات وروستي پړاو کې داخل شوي دي.

هغه زیات کړه موبایل سروس بیا پرځایې کول او علاقه پرانستل امنیتي ځواکونو سره اړه لري.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00