ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لکي مروت:په پولیسو تاڼه برید کې درې عسکر وژل شوي څلور ژوبل، ذمه واري یې لا چا نه ده منلې

پېښور ــــ د خېبر پښتونخو په لکي مروت ضلعه کې ترهګرو په پولیس تاڼه د راکټ لانچرو اؤ نورو درنو وسلو برید کړی چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا برید دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دلکي مروت د سرائ نورنګ تحصیل په برګي تاڼه شوی دی. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې. په 16م نومبر هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان قبلوله کړې وه. دسرچینو په وینا دبرید په مهال ترهګرو په تاڼه د راکټ لانچرو،کلاشنکوفو اؤ نورو وسلو ډزې کړي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د ابراهیم،عمران اؤ خیرالامین په نومونو شوې ده اؤ د ژوبل عسکرو نومونه بلقیاز،امیر نواز،فرمان اؤ سبزعلي ښودل شوي دي. په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو دحکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو بریدونو کې اضافه شوې ده اؤ دسرکاري شمیرو ترمخه سږکال په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 120 پولیس عسکر دترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي. سرکاري شمیرې ښایي چې په کال 2020م کې په خیبر پښتونخوا کې 24 اؤ په ورپسې کال 2021م کې 54 پولیس عسکر په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي وؤ لکي مروت دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې مخې ته راغلې دي.

18.12.2022 ډیوه

عبدالقدوس بزنجو: د ریکوډیک پروژې نه به هر کال بلوچستان ته 300 اربه روپۍ په لاس ورځي

پېښور ــــ دپاکستان دپسمانده صوبې بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو وایي چې د ریکوډک منصوبې نه به دغه صوبې ته هرکال پرته له سرمایه کارۍ 300 اربه روپۍ ترلاسه کیږي. دخالي په ورځ کوټه کې دقامي ورکشاپ په نوم راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي چې ریکوډک پروژه د پانګونې دروازه ده اؤ دا پروژه پاکستان ته د اتوؤ اربو ډالرو بهرنۍ پانګونې راوړي. هغه وویل دبلوچستان معدنیات ددې صوبې اؤ هیواد مستقبل دی . د ریکوډک پروژې په اړه دبلوچستان وزیراعلا وویل" په دې پروژه کې مرکز خپله 15 اؤ زمونږ 25 فیصدي برخه دخپل جیب په لګښت اخستې اؤ تر دې وروسته مونږ پرته له کومې سرمایه کارۍ د25 فیصدي ګڼې مالکان یو" هغه ویلي که چرې د ریکوډک تړو نه ؤ شوی نو هیواد اثاثې به په جرمانه کې تللې وې خو اوس به هرکال 300 اربه روپۍ ددې پروژې نه بلوچستان اؤ 200 اربه روپۍ مرکز ترلاسه کوي. په 16م دسمبر دبلوچستان دحکومت اؤ دکاناډا د بیرک ګولډ کمپنۍ ترمنځ دریکوډک په نوم بلوچستان کې دسرو زرو دکان کیندنې داتوؤ اربو ډالرو په تړون لاسلیکونه شوي دي خو دبلوچستان سیاسي اؤ ملت پاله ګوندونه په دې تړون سختې نیوکې کوي اؤ دا دبلوچستان په حقونو ډاکه ګرځوي. تیره اوونۍ دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وؤ چې د ریکوډک اختيار وفاقي حکومت ته ورکول کله هم نه تسليموي. د نېشنل ګوند ايالتي وياند علی احمد لانګو ډیوه سره په خبرو کې ویلي،د ريکوډک سره زر او کاپر د بلوچستان د بچیانو حق دی ځکه يو چاته هم ددې د وړلو اجازه نه ورکوي. دبیرک ګولډ کارپوریشن سره دشوي تړون له مخې  ګولډ بیرک کمپني په دې پروژه کې 50 فیصد برخه لري، د بلوچستان حکومت پکې 25 فیصده ونډې لري او پاتې 25 فیصده برخه د دریو دولتي شرکتونو لخوا په مساوي ډول (8.33 فیصده) کنټرول کیږي.  بلوچستان ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري- د ریکوډیک کان کیندنې پروژې اصلي تړون په کال 1993 کې د بي ایچ پي نومې کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ورسته کال 2006م کې دا د کاناډا بیرک ګولډ او د چیلي انټوفاګاسټا ته وسپارل شو. او د ټهیتیان کوپر کمپنۍ په مرسته په لویه کچه د سرو زرو او میسو زیرمې وموندل شوې. خو په 2011 کال کې دبلوچستان حکومت دغه لوظنامه رد کړه او په 2013 کال کې سترې محکمې هم باطل اعلان کړه. په 2019 کې، د نړیوال بانک د منځګړیتوب عدالت په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله جرمانه ولګوله. سږ کال د مارچ په میاشت کې،وفاقي او د بلوچستان حکومتونو د دوو نړیوالو شرکتونو - انټوفاګاستا PLC او بیریک ګولډ کارپوریشن سره د ریکوډیک پروژې د بیارغونې لپاره موافقه وکړه چې انټوفاګاسټا ته یې د وتلو اجازه ورکړه. او دغه رنګه پاکستان د ریکوډیک په قضیه کې د 11 اربو ډالرو جرمانې څخه بچ شو.

18.12.2022 ډیوه

عمران خان په 23م دسمبر د پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو ماتولو اعلان کړی

پېښور ـــــ د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې په 23م دسمبر به د خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتوي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر په وړاندې مرکزي پارلیمان نه دخپل ګوند دغړو داستعفاګانو تصدیق کوي. خو حکومت دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره دتاریخ نه دهمت ضرورت دی. څېړونکي وایي دعمران خان لخوا د دوؤ صوبو داسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دغړو داستعفاګانو دتصدیق داعلان سره په پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ وضعیت نور هم خراب شوی چې اغېزې یې نیغ په نیغه ددې هیواد دسقوط په درشل په ولاړ ځپل شوي اقتصاد کیدای شي. دخالي په ورځ لاهور لیبرټي چوک کې دخپل ګوند پلویانو ته د ویډیو لنګ دلارې وینا کې عمران خان ویلي  ترڅو چې هیواد کې روڼ انده ټولټاکنې نه وي شوي نو ویره ده چې هیواد به ډوب شي. هغه سره ددې وینا په مهال دخیبر پښتونخو وزیراعلا محمود خان اؤ دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي هم ناست وؤ. عمران خان وویل د راتلونکي جمعې په ورځ به دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر مخې ته ودریږي اؤ دمرکزي پارلیمان نه به دخپلو غړو داستعفاګانو تصدیق وکړي. دعمران خان وینا وه د دوؤ اسمبلیو قرباني ددې لپاره ورکوي ترڅو دنوؤ ټولټاکنو دلارې خپلو مخالفینو ته (چې هغه یې دغلو په نوم یادوي) ماتې ورکړي. هغه وویل ولس یې په طرف ولاړ دی اؤ په ترسره شوؤ ضمني ټاکنو کې هرچاته معلومه وه چې دی اسمبلۍ ته هم نه ځي خو بیا یې هم خپلې رایې ده ته ورکړې اؤ په اتوؤ کې یې اووه څوکۍ وګټلې. دعمران خان وینا وه چې نه غواړي پاکستان کې هم دسري لنګا په څېر حالات رامنځته شي اؤ ولس سړکونو ته را اوځي ځکه دی غواړي چې دټولټاکنو دلارې دوئ(حکومت) ته شکست ورکړي اؤ نوم نشان یې ورک شي. دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب ویلي اقتدار څخه له محرومیدو په غم کې عمران خان په ذهني توګه ناروغه شوی دی . اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې هغې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره نیټه ورکول نه همت ښودل پکار دي اؤ تور یې ولګولو چې عمران خان خپل خرچ خوراک دخیبر پښتونخوا ؤ پنجاب اسمبلیو نه پوره کوي . هغې وویل عمران خان دخپلو غلاګانو پټولو لپاره دا سیاسي شور وغوغا پیل کړې ده ځکه چې هغه سره ویره ده چې که حالات ارامه کیږي نو دهغه غلاګانې نیول کیږي. خو عمران خان بیا ویلي چې هغه سره ویره ده که دنوي سره روڼ انده ټاکنې ونه شوې نو هیواد به ډوب شي. دعمران خان وینا وه چې کومو خلکو د دیرشو کلونو نه هیواد لوټلو هغوئ پخواني پوځي سرلښکر جنرال قمر باجوه اقتدار ته رسولي دي اؤ نن دتیرو پنځوسو کلونو په پرتله هیواد کې تر ټولو زیاته ګراني ده. پوځ وخت په وخت دعمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې دموجوده حکومت اقتدار ته په رسولو کې لاس لري اؤ مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب هم پخپل پریس کانفرنس کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې که پخواني پوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه دعمران خان دحکومت پرضد سازش کولو نو بیا ورته هغه (عمران خان )دملازمت دمودې غځولو وړاندیز ولې کړی ؤ؟ عمران خان د دوؤ اسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دڅوکیو پرېښودلو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې څیړونکي وایي دپاکستان اقتصاد سقوط ته ورنزې شوی ،دغیرملکي اسعارو ذخیرې یې کمې شوي، دبهر نه ورته دمخکې په څېر پیسې نه راځي اؤ هم پکې بهرني سرمایه کاري کمه شوې ده. پېښور کې میشت خبریال اؤ دیوې ځایي رسنۍ وحدت نیوز ایډيټر ناصر داوړ وایي دعمران خان لخوا داسمبلیو ماتولو داعلان سره به هیواد کې سیاسي بې باوري نوره هم زیاته شي اؤ ددې نیغ په نیغه اثرات به دهیواد دسقوط داندېښنې سره په مخ اقتصاد کیږي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ ویلي پاکستان دا وخت دیو خراب اقتصادي صورتحال سره مخ دی اؤ دهیواد مرکزي بینک منلې چې دبهرنیو اسعارو ذخیرې یې کمې شوي دي اؤ هم بهرنۍ سرمایه کارۍ کې کمی راغلی دی. هغه وایي که اوس سیاسي کړکیچ نور هم زیاتیږي نو نه یوازې دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې به پاکستان ته دپیسو په ورکولو کې دتردد اؤ ویرې سره مخ کیږي بلکې بهرني پانګوال به هم دلته دپانګو اچولو نه ډډه کوي اؤ داسې به دهیواد اقتصادي کښیني. خو ناصر داوړ بیا وایي چې دهیواد اسټبلشمنټ هم په داسې صورتحال کې څه وخت هم لاس اؤ پښه وهلی شي اؤ کیدای شي د حالاتو په ارامه کولو کې اسټیبلشمنټ خپل کردار ولوبوي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم دیو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې دعمران خان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي "تاسو به وګورئ چې په یوه اوونۍ کې به څنګه یوټرن واخستل شي" دا په داسې حال کې ده چې د هیواد طاقتور پوځ د وړاندې نه ویلي دي چې دهیواد دسیاست نه یې ځان په ډډه ساتلی دی.

18.12.2022 ډیوه

د عمران خان ګوند راتلونکې اوونۍ دوه ولایتي اسامبلۍ منحلوي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان شنبه ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ۲۶) اعلان وکړ چې ګوند به یې دوه ولایتي اسامبلۍ د ټاکلې نیټې څخه وړاندې راتلونکې اوونۍ پدې خاطر منحلې کړي په فدرالي حکومت د وخت څخه وړاندې انتخاباتو کولو لپاره فشار لا ډیر کاندي.

18.12.2022 امریکا غږ

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې شهباز شریف ته په خط کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او د پاکستان وزیراعظم ته یې په ځانګړي خط کې ویلي، د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دې ختمه شي او هغوی ته دې د قانوني‌ اوسېدو اجازه ورکړل شي. د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې اګنیس کالامارډ د دسمبر پر 15مه شهباز شریف ته په پرانیستي خط کې ویلي، پاکستان باید وستایل شي چې په نړۍ کې یې تر هر هېواد زیات افغانان ځای کړي، خو وایي د هغو افغانانو ژوند او خوندیتوب ته اندېښمنه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستان ته تللي دي. د ایمنیسټي انټرنېشنل مشره وایي اداره یې په دې خبره ده چې افغان کډوال که د پاکستان ویزه لري که نه په دې هېواد کې د قانوني اوسېدو د کمو اسانتیاوو، تعصب او د اظهار د ازادۍ نه لرلو له کبله له سختو چېلنجونو سره مخ دي. مېرمن کالامارډ وایي: "افغانان چې پاکستان ته په ویزه ورغلي ضرور یې باید مسلسل نوې کړي، خو رپوټونه وایي دوی بیرته افغانستان ته لېږل کېږي، چې دا کار دوی ته ګران هم پرېوزي او خطرناک هم". د مېرمن اګنیس کالامارډ په وینا اکثر افغانان چې په تېر یونیم کال کې پاکستان ته په ویزه تللي دي هغه د بشري‌ حقونو مبارزین، خبریالان او د تېر حکومت پېژندل شوي چارواکي دي چې وایي د طالبانو له خوا له زښته زیات خطر سره مخ دي. ایمنیسټي انټرنېشنل په داسې وخت کې د پاکستان وزیراعظم ته دا خط لېږلی چې په دې هېواد کې خصوصاً په کراچۍ ښار کې په تېرو میاشتو کې پولیسو په سلګونو افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وو. د طالبانو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونځو په اړه تازه څه نه دي ویلي او نه یې په تېرو میاشتو کې د نیول شویو کډوالو شمېر له رسنیو سره شریک کړی دی. شهباز شریف ته په خط کې د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارډ لیکلي، د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله افغانان په پاکستان کې کورونه په کرایه نه شي نیولای، بېنک اکاونټ نه شي پرانیستلای او نه له بهره د خپلوانو ور لېږلې پیسې اخیستلای شي، د موبایل سیم کارډ نه شي اخیستلای او نه په سرکاري روغتونو کې علاج کولای شي. په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ مخکینی جنرل کونسل عبدالحمید جلیلي وایي په تېرو میاشتو کې چې کوم خلک نیول شوي په هغوی کې ښځې او ناروغان هم شامل دي. ښاغلي جلیلي د شنبې- خالي په ورځ پر خپل فېسبوک لیکلي دي: "يواځې د کراچۍ په زندان کې 1780 افغان تورسرې او مشران بنديان دي، تر ټولو کم عمره بندي دري مياشتنی افغان ماشوم دی، اکثريت بندي خويندې او ميندې پښتنې دي، ځينې د سرطان مريضان دي، يو شمېر ډېرې ضعيفه ميندې او پلرونه هم ورکې پراته دي". عبدالحمید جلیلي وایي په دغو بندیانو کې د عبدالخلیل په نوم یو افغان او د هغه مېرمن پري ګل هم شامل وو، وایي عبداخلیل پرون د دوشنبې- خالي په ورځ په زندان کې مړ شوی دی: "د مړه شوي‌ عبدالخليل مېرمن پرې ګل هم په زندان کې ده او د خاوند تر مرګ وروسته لا هم نه ده خوشې کړای شوې". رپوټونه وایي پوليسو د اکتوبر پر درېیمه د کراچۍ له مومن اباد سیمې د ښځو په ګډون 130 افغانان نيولي وو، چې په هغوی کې عبدالخليل او مېرمن یې هم شامل وو. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې هغو بهرنیانو ته- چې په غیرقانوني توګه اوسېږي- امر کړی چې د روان کال تر اخره دې له پاکستانه ووځي که نه وایي بیا به درې کاله د بند سزا ورکړل شي او بیرته پاکستان د داخلېدو په تور فهرست کې به شامل کړل شي، خو په دې خبرپاڼه کې یې یواځې د هندوستان او صومالیا وګړي یاد کړي او د افغان کډوالو ذکر پکې نه شته.

17.12.2022 ډیوه

ځوان سندرغاړي راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ ډګري واخیسته

پېښور ـــــ د صوابۍ د جنډۍ کلي نامتو ځوان سندرغاړي او د هنرمندانو د حقونو فعال راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې په د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي سند تر لاسه کولو اعزاز په خپل نوم کړی دی او د هغه په وینا دا په پښتو موسیقۍ باندې "لومړۍ ډاکټري" ده. نوموړي د دسمبر په 15مه "د پښتو موسیقۍ د سندریز مکتبونو څېړنیزه مطالعه" د سرلیک لاندې د خپلې پي اېچ ډۍ (ډاکټرۍ) مقالې په کامیابۍ سره دفاع کړې ده او د پښتو ادیبانو او شاعرانو دغه مقاله د پښتو دپاره ځانګری ګام بللی دی. راشد خان چې پخپله د پښتو موسیقۍ يو ځلنده ستوری دی وايي دا یې ارمان وو چې د پښتو موسیقۍ دپاره څه کار وکړي نن یې دغه ارمان پوره شو: "چونکې زه د موسیقۍ سره تعلق لرم او کار پکې کوم نو پکار ده چې دې دپاره څه وکړم او دا زما د ماشومتوب نه ارمان وو چې خامخا به موسیقۍ له څه کوم، په دې رېسرچ کې به زه دا ووایم چې دا د پښتو موسیقۍ لومړی [سندي] ريسرچ دی او مخکې پرې چا کار نه دی کړی". د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وایي په دې مقاله کې د پښتو موسېقۍ او مکتبونو لکه يوسفزي، وزيري، سواتي، لوګري، کندهاري او دا ډول نورو مکتوبونو، موسيقارانو او راګونو په اړه ګټور او غني معلومات راټول شوي دي. ډاکټر نصرالله وزیر وویل بايد چې دا د کتاب بڼې ته راوستل شي ځکه چې وایي که په راتلونکي کې څوک څېړنه کوي نو ډېره ګټه به ورته ورسوي: "په دې مقاله کې د موسیقۍ د مکتبونو تاريخ په حواله سره يا د موسیقۍ سره چې کوم خلک تړلي دي يا د پښتو کوم مخصوص راګونه دي هغه او يا د موسیقۍ عمومي رنګونه دي په هغې ډېر ژور او څېړنيز کار شوی دی". ځوان سندرغاړي راشد احمد خان خپله څېړنه د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د چېرمين پروفېسر ډاکټر روح الله په نګرانۍ کې ترسره کړې ده، د نوموړي ړومبی نګران نامتو اديب او څېړونکی پروفېسر ډاکټر پرويز مهجور وو خو په کال 2020م کې د هغوی تر مرګ وروسته دغه ذمه ډاکټر روح الله په سر اخیستې وه. د دې تحقيق دپاره د نوموړي امتحان اخیستونکی پروفېسر ډاکټر فرخنده او ډاکټر نصرالله مجنون وو. څېړونکي او لیکوال پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم وي او اې ډیوه ته وويل سندره يا موسيقي د ادب نه نه شي بېلېدای ځکه چې وایي يو بل سره يې ډېر ژور تعلق دی، وايي دا ځل په پښتو موسیقۍ په منظم ډول کار وشو: "زمونږ دې برخوردار راشد احمد په دې ډېر کار کړی دی هسې خو په موسیقي باندي زمونږ د نظر نه ډېر مضمونونه تېر شوي دي خو په يو منظمه طريقه باندې په دې ريسرچ کول او تهيسس ليکل زما په خيال دا په لومړي وار باندې وشو". د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر اظهار الله اظهار وویل په دې څېړنه کې چې مقاله نګار په کوم ډول بابونو ته ترتیب ورکړی دا به په عملي نړۍ کې انقلاب ګڼل کېږي ځکه چې په دې کې د موسیقۍ په الاتو، اوازونو، تاريخ او دې سره د پښتو موسیقۍ يو يو مکتب پکې ښکاره کړی شوی دی: "د پښتو چې څومره مکاتب دي د موسیقۍ يو يو پکې راښکاره کړی شو، په پوره تفصېلاتو سره زما په خيال چې دا به يو داسي مفصل تحقيقي دستاوېز وي چې راتلونکي خلک به دې نه رڼا اخلي". راشد خان په خپله څېړنه کې ثابته کړې چې د پښتو موسیقۍ د لومړیو کلاسيکي سُرونو پېل د هندو کش د غرونو نه شوی او دا ډول د موسیقۍ لومړي درې مکتبونه يا راګونه "بايزيد روښان ايجاد کړي دي" کوم چې د ده د څېړونې له مخې "بنياد ګڼل کيږي". په پېښور کې مېشت د پښتونخوا او افغانستان سره تړاو لرونکو سندرغاړو راشد احمد خان ته په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ په سند ترلاسه کولو د مفکورې په نامه څيړنيز مرکز کې د سندريز ماښام تابيا کړې وه او د نغمو په ژبه يې ورته پيرزوینې وړاندي کړې دي، همداسې پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو هغه ته مبارکۍ ویلې دي او د هغه د ډاکټرۍ څېړنه یې د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره لوی ګام بللی دی.

17.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب څوکۍ بیا ور نه کړه، وایي طالبان دې ښکاره سزاوې بندې کړي

واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب ورکول رد کړي او پر دې څوکۍ یې د تېر افغان حکومت استازی پرېیښی دی او بل لور ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له طالبانو غوښتي چې خلکو ته ښکاره سزاوې ورکول سمدستي ختم کړي. طالبانو دوی ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ نه ورکول "ناانصافي" بللې. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دسمبر‌ پر 16مه د رایو په اکثریت په دې نړیواله اداره کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به له هماغه مخکیني استازي سره وي چې د اشرف غني په حکومت کې ور پېژندل شوی وو. د عمومي اسمبلۍ د 193 غړیو د پرېکړې له مخې به نصیر احمد فایق د 2023م کال تر ستمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي. په ملګرو ملتونو کې د اعتبار د کمېټۍ مشرې کېرولین راډریګس برکیټ عمومي اسمبلۍ ته وویل چې له افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتل په دې نړیواله اداره کې خپل استازیتوب ولري، له همدې کبله یې په دې هکله د پرېکړې ځنډولو غوښتنه وکړه چې د عمومي اسمبلۍ غړیو د رایو په اکثریت منظوره کړه. مېرمن راډریګس برکیټ وایي: "کمېټۍ پرېکړه وکړه چې د برما، افغانستان او لیبیا د استازو د اسنادو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکي وخت لپاره وځنډوله چې د عمومي اسمبلۍ په اوسنۍ 77مه غونډه کې به کېږي چې د را روان کال په ستمبر کې یې وخت ختمېږي". طالبان د 2021 کال د اګست پر پینځلسمه په افغانستان کې په دویم ځل واکمن شوي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې مخالفت کړی او دا یې له دوی سره "ناانصافي" بللې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي حکومت یې غواړي چې دا حالت بدل شي: "دا د افغانستان د خلکو په حق کې انصاف نه دی. د افغانستان څوکۍ د ملت حق دی او دلته حاکم حکومت حق لري چې هلته څوکۍ خپله کړي او څوکۍ ورته وسپارل شي". طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې وه او دا ژمنه یې هم کړې وه چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو درناوی به کوي، خو دا دویم ځل دی چې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو پرېکړه وځنډېده. طالبانو تېر کال د خپل سرپرست حکومت تر اعلانولو وروسته په قطر کې د خپل دفتر اوسنی مشر سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دایمي څوکې تر لاسه کولو لپاره ور پېژندلی وو. د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي وایي، تر څو چې طالبان د افغانې ټولنې حقایقو او حقونو ته درناوی ونه لري او یو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي هڅکله به د ملګرو ملتونو د استازیتوب څوکۍ ور نه کړل شي. فوزیې کوفي ازادي رېډیو ته ویلي: "زه فکر نه کوم نړۍ ته دې دا مناسبه وي چې داسې ډلې ته څوکۍ ورکړي چې بشري حقونو، د ښځو حقونو، قومونو او د ټولنې نورو خلکو ته هیڅ ډول درناوی نه لري". د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دسمبر  پر 16مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تېرې نومبر میاشتې له اتلسمې د طالبانو حکومت په تخار، لوګر، پروان، لغمان او کابل کې د ښځو په ګډون تر 100 ډېر کسان په ښکاره میدانونو کې په دُرو وهلي دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې په فراه ولایت کې یو کس ته د مرګ سزا ورکولو پېښې ته هم اشاره شوې ده او ویلي یې دي چې په عامو ځایونو کې په دُرو وهل او خلک په دار کول د نړیوالو اصولو سرغړونه ده. د مګرو ملتونو کارپوهانو په دُرو د خلکو د وهلو او د مرګ سزاګانو پر پیلېدو سخته اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتي‌ چې په سمدستي توګه د خلکو د ځور او سپکاوي وړ ظالمانه سزاوې ژر تر ژره بندې کړي. تر دې مخکې هم د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل او نورو نړیوالو ادارو د طالبانو له خوا په ښکاره په عامو ځایونو کې په دُرو د ښځو او نارینه وو د وهلو په اړه غبرګون ښکاره کړی وو. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داسې غبرګونونو ته په ځواب کې یو ځل بیا دا "اسلامي سزاګانې" بللې وې او پر دغو سزاوو نیوکې یې د طالبانو په حکومتي چارو کې لاسوهنه بللې وه.

17.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

17.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

17.12.2022 امریکا غږ

روسیه: زموږ بریدونو اوکراین ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مختل کړی

روسیې د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) ادعا وکړه چې پر اوکراین یې په خپلو پراخو بریدونو سره هغه هیواد ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مخه نیولې ده.

17.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

17.12.2022 امریکا غږ

زهرجنو الکولو هند کې په لس ګونه کسان وژلي

هندي چارواکو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) وویل چې ددغه هیواد په شرقي بیهار ایالت کې ۳۷ کسانو وروسته له هغه ژوند له لاسه ورکړ چې زهرجن الکول یې وڅښل، پدې ایالت کې د الکولو څښل منع دي.

17.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

17.12.2022 امریکا غږ

مېسي—د فټبال ولډکپ ګټلو لپاره د ارجنټینا خوب!

په نړۍ کې د فټبال تر ټولو مشهور لوبغاړی ليونل مېسي به د اتوار/یکشنبهې په ورځ خپل دویم، او ممکن ده په اخېري وار، د فټبال نړيوال کپ فاينل لوبه کوي خو د فاینل وړاندې د هر چا نظر په دې دی چې ایا نړيوال کپ به د مېسي تر لاسونو ورسيږي؟ او که نا ددغه ارمان پوره کولو پرته به مېسي دفټبال له لوبې لاس پسر شي؟ د قطر د لوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد د ارجنټاین ګټه، دمېسي لپاره د نړیوال کپ ګټلو یو داسې چانس دی چې هغه لا د فټبال د یو وتلي لوبغاړي او د افسانې غوندې کيرير کې ترلاسه کړی نه دی. که دا کپ 35 کلن مېسي وګټي نو د خپل سیال او د فټبال بل مشهور لوبغاړي37 کلن کرسټيانو رونالډو نه به هغه پرمخ ولاړ شي. رونالډوهم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، خو دواړه دخپل نسل دوه عظيم مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي. رونالډو ددې نړيوال جام د کوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو. مېسي به د ارجنټاين په دريشۍ یا جامو کې دخپل هيواد په وروستۍ لوبه کې په خپلو غورو شېبو باندې د لوبې مینوالو لپاره یوه نمونه پرېږدي. دارجنټينا کوچ لاينل سکېلوني دمېسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابخښي" " دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې نور خلک يې هم خوښوي " " مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى " د میسی ځايې، د ډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ،خو هغه ته لا تر دې د ميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم د نړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي. ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او مېسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې د يو باصلاحيته لوبغاړي پهتوګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى. په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او مېسي د ځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و. په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده. يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او دميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه. اوس چې دمېسي عمر 35 کاله دى، ورته معلومه ده چې شايد دا يې په نړيوال کپ کې وروستۍ لوبه وي. په ميډيا کې داسې راپورونه هم راغلي چې وايي د ارجنټاين ځليدونکی لوبغاړی ليونل مېسي دزيارت په ورځ د ژوبل کيدو له امله دټيم په تربيتي پړاؤ کې برخه نه ده اخستې، هيله کيږي چې مېسي به داتوار تر ورځې روغ شي اؤ دفرانس په ضد به فاينل ولوبوي او دټرافۍپه ګټلو سره به خپل وروستى نړيوال کپ يادګار جوړ کړي. ليونل مېسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى. هغه څلور ځله د اتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې مېسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.

17.12.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

17.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more