ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپريم کورټ: پاکستان د 20 کالو راهسې د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوی خو انتخابات شوي دي

د پاکستان د سپريم کورټ چيف چسټس عمر عطا بنديال ویلي، په ملک کې د تېرو 20 کالو راهسې ترهګري روانه ده خو انتخابات شوي دي، نوموړي دغه څرګندونې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو د وروسته کېدو ضد خواست په اورېدنه کې کړي دي.

29.03.2023 ډیوه

راشد خان د نړۍ لومړی توپ‌ اچوونکی شو؛ فاروقي درېیم دی

د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزو سیالیو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان راشد خان لومړی مقام ګټلی دی.

29.03.2023 امریکا غږ

د بهرنیو چارو وزارت سابقه داره کارکوونکي د دوشنبې ورځې د برید په وژل شویو کې شامل دي

اسدالله رحماني د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سابقه داره کارکوونکو څخه وو چې له شپږو کسانو سره د دوشنبې ورځې په چاودنه کې ووژل شو. د دې برید پړه داعش ډلې منلې ده. که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت ویلي چې داعش یې ځپلی خو په تېره یوه میاشت کې کابل او بلخ کې، دا د دې ډلې دریم مرګونی برید دی.

29.03.2023 ازادي راډیو

اوچا: بارانونو او سیلابونو افغانستان کې سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو اورېدو په دوام، د پروان په ګدون یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په وینا، یاد سېلابونو په دغه ولایتونو  کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

29.03.2023 امریکا غږ

عطاءالله ویسا په خپل ورور مطیع الله ویسا د طالبانو لګول شوي‌تورونه رد کړل

د طالبانو حکومت لخوا د ماشومانو د زده کړو د مدافع او د «قلم لار» َټولنې د مشر مطیع الله ویسا نیول کېدو ته په کور دننه او بهر د پراخو غبرګونونو په دوام د هغه پر خوشي کېدو ټینګار شوی دی.

29.03.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ پر ګل‌غونډۍ ادبي مېلې پيکه شوي

پر ګل‌غونډۍ ادبي مېلې کم‌رنګه شوي دي، خوست کې د يوې مشاعرې حال درکوو او د دعوت مجلې له مؤسس سره خبرې کوو. دغه راز دې خپرونه کې، د لنډو کيسې پر يوې نوې چاپ شوې ټولګې خبرې، لنډه کيسه او پر همدې کيسه مو نقد هم را اخيستی دی. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

29.03.2023 ازادي راډیو

دپاکستان داحتجاج اؤ دامریکې دسپیناوي باوجود زلمي خلیلزاد دعمران خان په پلوۍ بیانونو ته دوام ورکړی

افغانستان لپاره دامریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دسخت احتجاج باوجود هم دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان په پلوۍ دخپلو بیانونو لړۍ دومداره ساتلې اؤ وایي که دعمران خان پرضد پاکستاني چارواکو خپل ذهنیت بدل نه کړو نو دا هیواد به دبحرانونو سره مخ پاتې شي. په ټویټر خپل یو تازه بیان کې ښاغلي خلیلزاد دپاکستان دکورنیو چارو د وزیر راناء ثناء الله هغه بیان حیرانوونکی ګرځولی چې ویلي یې وؤ "تر دې وروسته به یا زه یم اؤ یا عمران خان" زلمي خلیلزاد ویلي د خدایې نه ویریدونکي اؤ قانون منونکي پاکستانیان باید د کورنیو چارو د وزیر دا بیان رد کړي. هغه ویلي دکورنیو چارو د وزیر ددې بیان مقصد دپاکستان دیو ستر سیاسي مشر پرضد تشدد ته هڅونه ده. هغه دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه هم غوښتنه کړې ده چې دخپل وزیر دداسې قسمه خبرو سره خپل پریکون وښایي . د زلمي خلیلزاد په وینا "همداسې ذهنیت دپاکستان دناکاره کیدو یو ستر علت دی اؤ که چرې دې کې بدلون رانه وستل شو نو دا هیواد به دبحرانونو په غیږه کې وي" خلیلزاد خپلې دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یوازې دوه ورځې دمخه امریکې د پاکستان د وروستي وضعیت په اړه د خپل پخواني ډپلوماټ زلمي خلیلزاد لخوا کیدونکې څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی ؤ او ویلي یې وؤ چې ښاغلی خلیلزاد دامریکې یو عام وګړی دی. زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پخپلو پرله پسې بیانونو کې د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنو ډک بیانونه ورکړي وؤ او ویلي یې وؤ چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی. زلمي خلیلزاد پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان د نیول کیدو په هڅو هم اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې وؤ چې که عمران خان ونیول شي نو د پاکستان دننه به ورسره سیاسي فضاء نوره هم کړکیچنه شي. پخواني امریکایي ډپلوماټ پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان دننه د جون د میاشتې په وړومبیو کې د انتخاباتو وړاندیز کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې کوم ګوند ته ولس خپلې رایې ورکړي هغه به بیا پرېکړې کوي چې څه پکار دي. پاکستان د ښاغلي خلیلزاد په دې څرګندونو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ او د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي وؤ هغه (خلیلزاد) دې خپلې ناغوښتل شوې مشورې د ځان سره سمبال کړي. دپاکستان ویاندې ویلي وؤ چې پاکستان به د یو هوډمن ملت په توګه د موجوده مشکل صورتحال نه په بریالیتوب سره وځي. د امریکې د بهرنیو د وزارت ویاند ودنت پټیل اوړمه ورځ مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په مهال د زلمي خلیلزاد ددې وروستیو بیانونو سپناوی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د خلیلزاد بیانونه د بایډن انتظامیې د نظر استازیتوب نه کوي. امریکایي ویاند ویلي زلمي خلیلزاد دا مهال یو عام امریکایي وګړی دی او د هغه بیانونه یوازې د هغه شخصي نظر دی.

29.03.2023 ډیوه

عباس ستانکزی: د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د علم دروازې باید د هیچا پر مخ تړلي نه وي.

29.03.2023 امریکا غږ

دپاکستان پارلیمان حکومتي اؤ انتظامیي چارو کې دعدلیې دلاسوهنې پرضد قرارداد منظور کړی

دپاکستان پارلیمان په ورځ حکومتي اؤ انتظامیې چارو کې دعدلیې دلاسوهنې پرضد قرارداد په ګډ ډول منظور کړی دی . په قرارداد کې دپاکستان سپریم کورټ نه غوښتنه شوې ده چې دالیکشن کمیشن په چارو کې دې مداخلت نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې هم پرون دنهې په ورځ دپاکستان مرکزي کابینې دعدالتونو د واک کمولو قانوني مسوده منظور کړې ده اؤ دغه مسوده بیا قامي اسمبلۍ ته د منظورولو لپاره وړاندې کړل شوې ده. دنهې یا سه شنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ داسپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ راجوړې شوې غونډې ته داطلاعاتو دمرکزي وزیرې مریم اورنګزیب لخوا په وړاندې کړل شوي پریکړه لیک یا قرارداد کې ویل شوي چې دا ایوان په مقننه کې دعدلیې لاسوهنه مسترد کوي. قرارداد کې دهیواد دټولو اسمبلیو دانتخاباتو په یوه ورځ د کولو غوښتنه شوې ده اؤ‌ هم پکې دانتخاباتو په اړه قضیه کې دسپریم کورټ د دریوؤ مقابله کې دڅلور ججانو دپرېکړې ملاتړ ښودل شوی دی. په قردارداد کې غوښتنه شوې ده چې دالیکشن کمیشن په اړه دټولو مقدمو اوریدنه باید دسپریم کورټ فل کورټ کوي. د قرارداد له مخې "دا ایوان سیاسي معاملو کې دعدلیې بې ځایه لاسوهنه دسیاسي بې ثباتۍ زیږندنه بولي،عدلیه دې سیاسي اؤ انتظامي معاملو کې دمداخلت نه ډډه وکړي" قرارداد کې ویل شوي چې الیکشن کمیشن باید دخپل صلاحیت په اساس په سازګاره حالاتو کې الیکشن کولو ته پرېښودل شي څکه چې هیواد کې داقتصادي ثبات لپاره سیاسي ثبات ضروري دی. داطلاعاتو د مرکزي وزیرې له لوري پارلیمان ته وړاندې کړل شوی دا قرارداد دپارلیمان غړو په ګډ ډول منظور کړو. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران د نهې په ماسخوتن په یوه ویډیو کې تور پورې کړی دی چې د شهباز شریف حکومت له انتخاباتو د تېښتې په خاطر په پر عدلیه فشار اچول غواړي. خو شهباز شریف بیا دپارلمان غونډې ته خپله وینا کې د عمران خان له نوم اخستو پرته ويلي، چې "نن د عدالتي واک سره لوبې کيږي يو نازولی عدالتونو ته نه وړاندې کیږي د شپې ورته ضمانتونه ورکړل کیږي، په ايين پورې خندا روانه ده". هغه ويلي، چې "ملک دې بندې کوڅې ته د تګ څخه بچ کړی شي، مقننه [پارلیمان] او عدليې ته خپل اييني او قانوني واک په کارول وي". په پاکستان کې وروسته له هغې دعدلیې په کردار ټکونه سیوا شوي چې په ګڼ شمیر مقدمو کې عدالتونو پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دتحریک انصاف ګوند نورو مشرانو ته بیلابیلو مقدمو کې ضمانتونه ورکړل اؤ هم یې دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دالیکشن لپاره دنیټې په نه ټاکل کیدو له خپله انده نوټس واخستو.

29.03.2023 ډیوه

پارلیمان کې له سخت احتجاج وروسته وزیراعظم قبایلي ضلعو لپاره دپرمختیایي پنګو جاري کولو امر کړی

دپخوانیو قبایلي سیمو سره دتړاؤ لرونکو پارلیماني غړو اؤ دوؤ مرکزي وزیرانو له لوري دسخت احتجاج نه وروسته وزیراعظم شهباز شریف اړوند محکمو ته دپخوانیو قبایلي سیمو لپاره په سمدستي توګه د پرمختیایي پنګو جاري کولو امر کړی دی. دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وایي کله چې دعملیاتو په نوم پخوانیو قبایلي سیمو کې دعملیاتو په نوم اربونه ډالر ګټل کیدل نو قربانۍ دفاټا له خلکو غوښتل کیدلې اؤ‌ اوس چې ددغو سیمو دبیا ابادۍ خبره کیږي نو حکومت ورته یوه روپۍ نه ورکوي. دپخوانۍ فاټا سره تړاؤ لرونکو دمرکزي پارلیمان غړو اؤ دوؤ مرکزي وزیرانو صوبه کې ورګډو شوؤ قبایلي سیمو لپاره دپرمختیایي پنګو نه ورکولو پرضد دپارلیمان له غونډې بایکاټ یا پریکون هم کړی دی. اوړمه ورځ دپارلیمان له غونډې له بایکاټ وروسته دنهې په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دقبایلي ضلعو سره تعلق لرونکو دقامي اسمبلۍ پینځوؤ غړو سره لیدنه کړې ده اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی دی چې حکومت په ترجیحي اساس دقبایلي ضلعو پرمختیا ته هوډمن دی. ښاغلي شهباز شریف ویلي چې حکومت یې په ګرد هیواد کې په معاشي توګه د کمزورو سیمو دپرمختیا لپاره ګامونه اخلي اؤ په دې لړ کې به قبایلي سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه کولی شي. د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدونکي هییت کې دمذهبي چارو مرکزي وزیر مفتي عبدالشکور،دسمندر پورې پاکستانیانو دچارو مرکزي وزیر ساجد طوري،دملي جمهوري غورځنګ کوند مشر محسن داوړ ،علي وزیر اؤ مولانا جمال الدین شامل وؤ. د وزیراعظم ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې لیدنه کې هییت وزیراعظم شهباز شریف دخپلو سیمو دستونزو اؤ روانو پرمختیایي پروژو د وضعیت نه خبر کړی دی اؤ وزیراعظم اړونده چارواکو ته امر کړی دی چې دیادو پروژو لپاره دپنګو منظورولو عمل زر ترزره ترسره  کړي. د قبایلي ضلعو پارلیماني غړو سره وزیراعظم دا لیدنه وروسته له هغې کړې چې دوه ورځې وړاندې دپارلیمان دغونډې نه دقبایلي ضلعو سره تراؤ لرونکو دحکومتي ایتلاف پینځوؤ غړو دپخوانیو قبایلي ضلعو لپاره دپنګو نه جاري کیدو پرضد دپارلیمان د روانې غونډې نه بایکاټ وکړو. په دغه موقعه دپارلیمان غړي ښاغلي محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي وؤ هغوئ  دتیریوکال نه پرله پسې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ دپلان جوړونې د وزیر احسان اقبال سره لیدنې کوي اؤ هغوئ ورته دپنګو جاري کولو باور ورکوي خو خپلې ژمنې یې تر اوسه نه دي رښتیا کړي. هغه وویل دقبایلي ضلعو دپرمختیایي پروژو 55 اربو روپو کې تراوسه یوازې پینځه اربه روپۍ جاري کړل شوې دي اؤ پوښتنه یې وکړه چې حکومت اخر چاله دوکه ورکول غواړي؟ محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي کله چې پخوانۍ فاټا کې  دعملیات په نوم اربونه ډالر ګټل کیدل نو پیسې قربانۍ ددغو سیمو دخلکو نه غوښټل کیدی اؤ اوس چې ددې سیمو دبیا ودانۍ خبره کیږي نو ورته یوه پیسه نه ورکړل کیږي. هغه وویل اوس هم شمالي وزیرستان کې دمیران شاه میرعلي، دته خیل اؤ غلام خان د ړنکو بازارونو دمعاوضو پیسې پاتې دي اؤ دهغوئ لپاره یوه روپۍ هم نه ده اېښودل شوې . دمحسن داوړ تر دغې وینا وروسته دقبایلي ضلعو سره تړاؤ لرونکي دمرکزي پارلیمان پینځه غړي چې دوه وزیران هم پکې شامل وؤ دپارلیمان د روانې غونډې نه داحتجاج په توګه وتلي وؤ

29.03.2023 ډیوه

د بښنې نړیوال سازمان: هیوادونه د بشري حقونو کړکیچونو ته په رسیدګۍ کې دوه ګوني معیارونه لري

د بښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په خپل کلني راپور کې ویلي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې نړیوال ځواب باید د بشري حقونو پراخ نقض ته د رسیدګۍ د طرحې په توګه عمل وکړي. خو یاد سازمان غرب، نورو کړکیچونو ته په نه پام تورن کړی دی.

29.03.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې د داعش برید وغانده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په کابل کې د دوشنبې برید چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول په کلکه وغانده.

29.03.2023 امریکا غږ

د امریکې کانګرس دا اوونۍ د خپلو ولسمشرانو د جنګي واک د کمولو په اړه بحث کوي

واشنګټن ـــــ د امریکې د کانګرس غړي روانه اوونۍ د دې هېواد د ولسمشرانو د هغه واک د کمولو په اړه بحث کوي چې په بنیاد یې هغوی کولای شي په عراق کې د پوځي عملیاتو د پیلولو امر وکړي. د امریکې د دواړو لویو ګوندونو سنېټران وايي کانګرس باید له خپل واک کار واخلي چې په راتلونکي کې له پوځي ځواکه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي. د امریکې کانګرس لومړی ځل په 1991م کې او بیا په 2003م کال کې په عراق کې د جګړې پیلولو لپاره د ولسمشر د واک منظوري ورکړې وه خو اوس دوې لسیزې وروسته غواړي دغه واک بیرته ترې واخلي. د سېنټ د اکثریت مشر چک شومر وايي، امریکا په منځني ختیځ کې له پرله پسې جګړو ستړې شوې او اکثر امریکایان د هغه عمر دي چې د دغو جنګونو پیلېدل یې نه دي لیدلي: "هر کال دا قانون موږ همدغه ډول پریږدو چې په راتلونکې کې ترې یو ځل بیا ناوړه ګټه پورته کېدای شي." دغه قانون د امریکې ولسمشرانو ته دا حق ورکوي چې د کانګرس له منظورۍ پرته جنګ پیل کړي. د کانګرس غړو له کلونو راهیسې د جنګ د پیلولو په اړه د صدر د دغه واک د ختمولو هڅې کړې دي. د ډیموکرېټ ګوند سنېټر ډیک ډربن پر عراق د امریکې د 2003 کال برید ته په اشارې سره وویل چې په عراق کې د خلکو د اجتماعي وژنو وسلې هیڅ کله هم و نه موندل شوې: "د ولسمشر د دغه حق منسوخول دا معنا نه لري چې امریکا یو ناهیلی ملت دی، خو دا معنا لري چې امریکا یو قانوني ملت دی." د ریپبلکن ګوند ځینې غړي بیا وایي له ولسمشر نه د دې واک اخیستل د خطر په وخت کې د هغه د بیړني ګام اخیستلو مخه نیسي. ریپبلکن سنېټر لینډسي ګرهام په عراق کې د امریکايي سرتېرو هڅي ستايي: "امریکایان په عراق کې خدمت کوي او دوی زموږ له خوا د ډاډ حق لري چې موږ کولای شو د هغو شیعه ملېشو خلاف د دوی د ساتنې لپاره هر ډول پوځي ځواک وکاروو چې د ایران په لارښوونه په عراق کې فعالیت کوي." د امریکې ولسمشر ته د آیین له خوا د وسلوالو ځواکونو د اعلی کمانډر حیثیت ورکړل شوی دی او صدر د اوږدې مودې لپاره د کانګرس له منظورۍ پرته پوځي اقدامات کړي دي. اکثره وخت کانګرس د ولسمشر د اقداماتو خلاف مزاحمت نه دی کړی. د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر باب مېنډیز وايي د دې قانون منسوخول به موږ له خپلو مقصدونو راونه ګرځوي. هغه وايي: "د دغه واک منسوخول به د ایران خلاف د امریکې د ګټو د دفاع په وړتیا باندې هیڅ اغېز ونه لري." د امریکې د ولسمشر ددغه واک د منسوخولو لپاره چې پخوا کومې هڅې شوي، هغه ټولې ناکامه شوې. د کانګرس غړي به دا اوونۍ د امریکايي رایه ورکوونکو د پام را اړولو لپاره په دې موضوع بحث وکړي. تمه کیږي چې د دې اوونۍ په پای کې به په سېنټ کې د دې واک د منسوخولو لپاره د 60 رایو ملاتړ تر لاسه شي چې یوې خواته دواړه ګوندونه د دې ګام ملاتړ خو ځینې ورباندې نیوکه هم کوي چې پ هغوی کې سنېټر رېنډ پال هم شامل دی. سنېټر رېنډ پال وايي دواړه ګوندونه په بنیادي توګه دا دلیل وایي چې د یوولسم ستمبر غوندې پېښو لپاره د پوځي واک د کارولو هیڅ د وخت یا جغرافیې حدود نه شته، وایي د عراق د جګړې د اجازت له منسوخولو سره جګړې نه ختمېږي او نه هم د خلکو ژوند ژغورل کېدای شي.

29.03.2023 ډیوه

شمالي کوریا خپلې نوې، وړې خو پیاوړي اټومي‌ ټوپۍ نندارې ته وړاندې کړې

شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) نوې او وړې اټومي ټوپۍ نندارې ته وړاندې کړي او اعلان یې وکړ چې یاد هیواد غواړي د خپلو وسلو د پراختیا لپاره په لوړ غلظت اټومي مواد تولید کړي.

29.03.2023 امریکا غږ

د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په مرکز کې اور لګېدو 40 کسان مړه کړي او 29 ټپیان دي

واشنګټن ــــ د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په یوه بندیخانه کې د نهې- سه شنبې په شپه تر سپېدو مخکې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه 40 کسان پکې مړه شوي او 29 نور ټپیان شوي دي. دا اور د امریکې د ټېکساس ایالت ایلپاسو ښار ته څېرمه د پولې په بله غاړه د مېکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې د کډوالو په هغه مرکز کې لګېدلی چې د نېشنل مایګرېشن انسټیټیوټ له خوا چلېږي. د مېکسیکو ولسمشر انډریس مېنویل لوپیز اوبراډو دعوه کوي چې اور دغو کډوالو لګولی ځکه چې وایي هغوی له دې ډاره د احتجاج په توګه خپلې بسترې سوځولې وې چې بیرته به له دې ځایه خپلو هېوادونو ته وشړل شي: "دوی د مرکز په دروازه کې بسترې د احتجاج په توګه اچولې وې او اور یې ور اچولی وو، دوی فکر نه کاوه چې دا به د دې ناوړه غمیزې سبب شي". د رسنیو د رپوټونو له مخې د پېښې د ځای په عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې مرکز په پارکینګ کې د سوځېدلیو کسانو مړي په شړیو یا کمبلو پوښل شوي دي. په دې مرکز کې د مرکزي او جنوبي امریکې لږ تر لږه 68 تنه ساتل شوي وو. دا د هغو کډوالو یا پناه غوښتونکو د را تېرېدو ځای دی چې غواړي له دې لارې امریکې ته ننوځي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پر دې پېښه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا "د مخنیوي‌ وړ پېښه" وه. ادارې په ټویټ کې غوښتنه کړې چې د دې پېښې تر شا د حالاتو د معلومولو لپاره ګړندۍ او شفافه څېړنه ډېره مهمه ده: "موږ یو ځل بیا له ټولو هیوادونو غواړو چې د کډوالو د بندي کولو لپاره نورې لارې خپلې کړي". د مېکسیکو د اټارني جنرل دفتر په یو بیان کې ویلي چې مړه شوي او ټپیان د ګویټې مالا، هونډوراس، ایل سلواډور، وینزویلا، کولمبیا او ایکواډور اوسېدونکي وو، وایي تر ټولو زیات شمېر پکې د ګویټې مالا د خلکو وو. د امریکې په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ ګوند استازې ویرونیکا اسکوبار د پېښې ځای ته څېرمه د ټیکساس د سوېلي ضلعې استازیتوب کوي، هغې پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او پر ټویټر یې لیکلي دي: "هغه 38 کسان چې د ښه ژوند لپاره د خلاسون په تمه وو په جواریز کې یې ژوند وبایله، د کډوالو دې بحران پر هر ګام زیانمن خلک په لوی خطر کې اچولي دي". رسنۍ وایي په دې وروستیو کې په دې مرکز کې د امنیت ساتونکو او کډوالو تر منځ تشدد ډېر زیات شوی وو، ځکه چې وایي‌ دا ځای له هغو کسانو ډک شوی وو چې امریکې ته د ننوتلو یا پناه غوښتلو په انتظار وو. د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې هره میاشت شاوخوا دوه لکه کسان هڅه کوي د مېکسیکو د پولې له لارې امریکې ته را داخل شي. د کډوالو نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې له 2014م کال راهیسې شاوخوا 7,661 مهاجر امریکې ته د تللو پر مهال مړه یا ورک شوي او 988 نور د سفر په وخت په نورو پېښو یا غیرانساني حالاتو کې مړه شوي دي.

29.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more