شاته

شمالي کوریا خپلې نوې، وړې خو پیاوړي اټومي‌ ټوپۍ نندارې ته وړاندې کړې

شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) نوې او وړې اټومي ټوپۍ نندارې ته وړاندې کړي او اعلان یې وکړ چې یاد هیواد غواړي د خپلو وسلو د پراختیا لپاره په لوړ غلظت اټومي مواد تولید کړي.

یاد هیواد په داسې حال کې د نویو وړو اټومي ټوپیو پرانیسته کوي چې د متحدو ایالتونو لویه الوتکه لیږدونکي نظامي بیړۍ د نظامي تمرینونو په هدف سهیلي کوریا ته ورسیده.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ددغو نویو اټومي ټوپیو یو تصاویرو خپاره کړي او ویلي یې دي چې د یاد هیواد رهبر کیم جونګ اون ددغه هیواد د اټومي وسلو په انستیتوت کې نوې تکتیکي اټومي وسلې، په بالستیک توغندیو ددغو اټومي کوپړیو د څارنې ټکنالوژي او د اټومي بریدونو ضد عملیاتونو طرحې ولیدې.

د اټومي چارو کارپوهان وایي دا تصاویر ښکاره کوي چې اټومي ټوپۍ وړې شوي خو پیاوړي دي او په ورته وخت کې په هغه اندازه وړې دي چې په قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو لګول کیدای شي کوم چې کولی شي متحده ایالات هم په نښه کړي.

د سهیلي کوریا د سویل په ملي پوهنتون کې د اټومي چارو کارپوه کان سو وایي:"دا په واړه څیز کې ډیر پیاوړي څه لري، دا د اندیښنې وړ دي."

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ویلي دي چې خپله کیم جونګ اون د اټومي وسلو د پیاوړتیا په هدف د وسلو په کچه د موادو د تولید او پیاوړو وسلو د تولید امر کړی دی

دغې رسنۍ د شمالي کوریا د رهبر په قول ویلي، د شمالي کوریا د اټومي ځواک دښمن کوم مشخص هیواد یا ډله نده بلکې د اټومي وسلو پراختیا دفاعي هدف لري او د سیمې د سولې او ثبات لپاره دا هڅې کوي.

د متحدو ایالتونو تمرینونه

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د سلاکار ویاند جان کربي وایي هیواد یې اوس هم چمتو دی د کوریا وچې د تایید وړ د اټومي بې وسلې کولو په خبرو ګډون وکړي خو شمالي کوریا د داسې خبرو لپاره علاقه مندي نده ښودلې.

ښاغلي کربي وویل:‌" موږ به دوام ورکړو او ډاډ رامنځ ته کړو چې مناسبې نظامي وړتیاوي او مناسب چمتوالی لرو او که اړتیا وي دا قابلیتونه وکاروو څو خپلي ملي امنیتي ګټې او د خپلو متحدینو ګټي خوندي کړو."

شمالي کوریا په داسې حال کې د نویو اټومي ټوپیو څخه پرده پورته کوي چې د متحدو ایالتونو لویه جنګي بیړۍ د سه شنبې په ورځ د نظامي تمرینونو په هدف سهیلي کوریا ته ورسیده.

دې بیړۍ په تیرو شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره او د متحدو ایالتونو او سهیلي کوریا د تړون د ۷۰ کلیزې پرمهال په دې تمرینونو کې ګډون وکړ.