شاته

د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په مرکز کې اور لګېدو 40 کسان مړه کړي او 29 ټپیان دي

واشنګټن ــــ د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په یوه بندیخانه کې د نهې- سه شنبې په شپه تر سپېدو مخکې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه 40 کسان پکې مړه شوي او 29 نور ټپیان شوي دي.

دا اور د امریکې د ټېکساس ایالت ایلپاسو ښار ته څېرمه د پولې په بله غاړه د مېکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې د کډوالو په هغه مرکز کې لګېدلی چې د نېشنل مایګرېشن انسټیټیوټ له خوا چلېږي.

د مېکسیکو ولسمشر انډریس مېنویل لوپیز اوبراډو دعوه کوي چې اور دغو کډوالو لګولی ځکه چې وایي هغوی له دې ډاره د احتجاج په توګه خپلې بسترې سوځولې وې چې بیرته به له دې ځایه خپلو هېوادونو ته وشړل شي:

"دوی د مرکز په دروازه کې بسترې د احتجاج په توګه اچولې وې او اور یې ور اچولی وو، دوی فکر نه کاوه چې دا به د دې ناوړه غمیزې سبب شي".

د رسنیو د رپوټونو له مخې د پېښې د ځای په عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې مرکز په پارکینګ کې د سوځېدلیو کسانو مړي په شړیو یا کمبلو پوښل شوي دي.

په دې مرکز کې د مرکزي او جنوبي امریکې لږ تر لږه 68 تنه ساتل شوي وو. دا د هغو کډوالو یا پناه غوښتونکو د را تېرېدو ځای دی چې غواړي له دې لارې امریکې ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پر دې پېښه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا "د مخنیوي‌ وړ پېښه" وه. ادارې په ټویټ کې غوښتنه کړې چې د دې پېښې تر شا د حالاتو د معلومولو لپاره ګړندۍ او شفافه څېړنه ډېره مهمه ده:

"موږ یو ځل بیا له ټولو هیوادونو غواړو چې د کډوالو د بندي کولو لپاره نورې لارې خپلې کړي".

د مېکسیکو د اټارني جنرل دفتر په یو بیان کې ویلي چې مړه شوي او ټپیان د ګویټې مالا، هونډوراس، ایل سلواډور، وینزویلا، کولمبیا او ایکواډور اوسېدونکي وو، وایي تر ټولو زیات شمېر پکې د ګویټې مالا د خلکو وو.

د امریکې په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ ګوند استازې ویرونیکا اسکوبار د پېښې ځای ته څېرمه د ټیکساس د سوېلي ضلعې استازیتوب کوي، هغې پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او پر ټویټر یې لیکلي دي:

"هغه 38 کسان چې د ښه ژوند لپاره د خلاسون په تمه وو په جواریز کې یې ژوند وبایله، د کډوالو دې بحران پر هر ګام زیانمن خلک په لوی خطر کې اچولي دي".

رسنۍ وایي په دې وروستیو کې په دې مرکز کې د امنیت ساتونکو او کډوالو تر منځ تشدد ډېر زیات شوی وو، ځکه چې وایي‌ دا ځای له هغو کسانو ډک شوی وو چې امریکې ته د ننوتلو یا پناه غوښتلو په انتظار وو.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې هره میاشت شاوخوا دوه لکه کسان هڅه کوي د مېکسیکو د پولې له لارې امریکې ته را داخل شي.

د کډوالو نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې له 2014م کال راهیسې شاوخوا 7,661 مهاجر امریکې ته د تللو پر مهال مړه یا ورک شوي او 988 نور د سفر په وخت په نورو پېښو یا غیرانساني حالاتو کې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00