د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې د داعش برید وغانده
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په کابل کې د دوشنبې برید چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول په کلکه وغانده.
امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل برید چې مسولیت یې د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستي "شوم تروریستي برید" بللی چې پکې ملکي کسان پکې په نښه شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده، ترهګریز اعمال چې په هر شکل وي "په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره جدي تهدید" ګڼل کیږي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ترهګریزو اعمالو له مرتکبینو، طرحه کوونکو او مالي ملاتړو څخه باید پوښتنه وشي او عدالت ته راکاږل شي.
د امنیت شورا غړو همدارنګه د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو غوښتي دي چې د ترهګریزو فعالیتونو په وړاندې د نړیوالو قوانینو سره سم او د خپلو تعهداتو له مخې له یو بل سره همکاري وکړي.
د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ هر ډول ترهګریز عمل چې په هره هدف او هرځای او وخت کې کیږي، مجرمانه عمل او د نه توجیه وړ دی.
د دوشنبې چاودنه د ماسپښین ۱:۲۰ دقیقې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مامورینو د رخصتۍ پر مهال بهرنیو چارو وزارت او د ملک اصظر څلور لارې ته نږدې رامنځ ته شوه.
په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، ځانمرګی بریدګر د «ملک اصغر» څلور لارې چیک پواینټ کې د امنیتي کسانو لخوا تر پيژندلو وروسته په نښه شو او نوموړي وروسته خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه د برید له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
بلخوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې د دوشنبې چاودنې له ځایه د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې دوه تنه یې روغتون ته د رسېدو پرمهال مړه شوي دي..
ددغه برید مسولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست. دا په تیرو دریو میاشتو کې دویم برید دی چې په یاده سیمه کې رامنځ ته کیږي.
د جنوري په لومړۍ نیته هم په یاده سیمه کې ورته برید وشو چې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. د هغه برید مسولیت هم داعش پر غاړه اخیستی وو.