شاته

اوچا: بارانونو او سیلابونو افغانستان کې سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو اورېدو په دوام، د ارزګان او پروان په ګډون یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

اوچا ویلي چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په اوو ولایتونو کې لږ تر لږه ۶۴۵ کورنۍ اغېزمنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې زیاته کړې چې مرستندویه بنسټونه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته د سېلابونو له امله رسېدلو زیانونو د برسۍ او مرستې چمتو کولو په حال کې دي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) په ارزګان ولایت کې وروستیو بارانونو او راوتلو سېلابونو ته په اشارې ویلي چې یوازې تېره ورځ په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

اوچا ټینګار کړی دی چې د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نوروولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړ یې څېړنې پيل کړي دي.

پر همدې مهال د پروان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې تر سختو بارانونو وروسته په مرکز چاریکار کې سېلابونه راوتلي دي او خلکو په ځانګړي ډول دوکاندرانو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د رومان په نوم د چاریکار ښار یوه اوسېدنکي نن چهارشنبه مارچ ۲۹ (وري نهمه) امریکا غږ ته وویل چې د چاریکار ښار مارکېټونو په ګدامونو کې د خلکو پراخ مالونه تر اوبو لاندې شوي دي.

تر دا مهاله په چاریکار ښار کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو په اړه کره ارقام نه دي ورکړل شوي، خو خلک وايي چې پر دوکانونو سربېره ګڼ کورونه هم دسېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد کامران زید وویل چې په دغو سېلابونو کې تر دا مهاله ځاني زیانونه نه دي اوښتي، خو خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

زید وویل چې سېلابونو په چاریکار کې سړکونو ته هم زیانونه اړولي دي او په خبره یې دوی د زده کوونکو په ګډون سېلابونو کې بند پاتې ګڼ کسان ژغورلي دي.

پر همدې مهال طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي امریکا غږ ته وویل چې د حمل له لومړۍ ورځې تراوسه په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو امله لس تنه مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل د بارانونو وروسته په سیلابونو کې هم سلګونه کورونو ته زیان رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې پرون او نن چهارشنبه په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي چې په دغو ولایتونو کې بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست،پکتیکا، زابل، غزني، کندهار، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، ارزګان، غور، فراه او هلمند ولایتونه شامل دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د بارانونو کچه به په بېلابیلو سیمو کې له له ۲۰ څخه تر ۵۰ ملي مترو او واورې کچه به له ۲۰ څخه تر ۴۰ سانتې مترو پوري وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو له امله د ځاني زیان ترڅنګ خلکو پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي و.