په اوکراین کې د روس په تازه بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شوي
روسي چارواکي دا خبرداری هم کوي چې په اوکراین کې مېشته د مغربي ملکونو هغه چارواکي چې اوکرایني ځواکونو ته تربیت ورکوي، روسي ځواکونه يې په هدف کولی شي
امریکايي پوځ وايي د امریکايی کارکونکي د وژل کېدو په ځواب کې يې په شام کې هوايي حملې کړي دي
د استخباراتي چارواکو د اندازې ترمخه په حمله کې استعممال شوی ډرون ایراني ساخته و او په یکطرفه سفر و، یعني په هدف د ګولۍ ويشتلو په ځای ورغورځول شوی دی
افغانستان پاکستان ته د ټي 20 د دریو مېچونو په لومړۍ مقابله کې ماتې ورکړه
د افغانستان او پاکستان سیریز د ټرافۍ یا جام مخکتنه د زیارت په ورځ دافغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپتان راشد خان اؤ د پاکستان کپتان شاداب خان کړې ده
افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او پاکستان د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه نن جمعه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) افغانستان د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
پاکستان د کرکټ په لوبه کې افغانستان ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه
د افغانستان او پاکستان د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې، له پچې ګټلو وروسته نن جمعه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او افغانستان ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه.
نن او وضعیت
په امریکا کې افغانان روژه او د روژې سره تړلي دیني احکامات څه ډول پر ځای کوي؟
سوریه کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي - د څار ډله
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري ۳) وویل، په سوریه کې د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي. دا برید هغه بې پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوی چې یو امریکايي یې وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
افغانستان له پاکستان سره د کرکټ لوبې پچه وبایلله؛ پاکستان لومړی توپ وهنه کوي
افغانستان له پاکستان سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پچه وبایلله او پاکستان د لومړي توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
قدرمنو لېدونکو د مارچ ۲۴ دیرش دقیقوخپرونې کې په افغانستان کې د کړکیچن اقتصادي وضعیت او د روژې په میاشت کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه رپوټ او د خپرونې له میلمه سره بحث کتلی شئ. همدا راز له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز درېیم کال ته وغځید، په اړه یې رپوټ کتلی شئ.
يو شمېر ښځې: طالبانو د تراويح لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو ته له تګ منع کړي يو
یو شمېر ښځې وايي، په تېر جمهوري نظام کې به د تراویح او ان د جمعې لمونځ لپاره د کابل ښار بېلابېلو جوماتونو ته تلې. دوی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تېر کال کله چې دوی د طالبانو لهخوا جومات ته له تلو څخه منع شوې، اوس د روژې په میاشت کې په کورونو کې د تراویح لمونځ ادا کوي. دا مېرمنې وایي، په تېرو کلونو کې ښځې او نارینه د تراویح لمونځ د ادا کولو لپاره یو ځای جوماتونو ته تلل او د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره به په جوماتونو کې بېل ځای جوړېده. د کابل ښار اوسېدونکې، نفيسې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له حکومت څخه مخکې موږ به د تراویح او ختم لپاره جومات ته تلو، د ښځو لاره بېله وه د نارینو لاره بېله. اوس چې طالبان راغلي نه موږ تلای شو نه مو پرېږدي." زیبا بیا د مزار ښار اوسېدونکې هم ورته ادعا لري. نوموړې وايي: "پخوا به مو کولای شو چې تراویح لپاره جومات ته ولاړې شو. خو که اوس لاړې شو موږ ته ستونزې پيدا کوي." د کابل ښار اوسېدونکې، زينب ازادي راډیو ته وویل چې، که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې، د دوی حکومت اسلامي حکومت دی، خو تل یې نجونې او ښځې د دوی اسلامي او شرعي حقونو څخه بې برخې کړي، ان دا چې جوماتونه ته یې هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی. نوموړې وايي: "اوس چې د طالبانو اسلامي حکومت دی، ښځې نه پرېږدي چې د کوره د باندې ووځي جومات لپاره، او دا لا بیا د اسلامي حکومت ګټه ده موږ ته چې جومات ته هم نهشو تللی." نوموړې وايي، د طالبانو حکومت دې ثابته کړي چې په کوم کتاب او حديث کې راغلي چې، ښځې د عبادت لپاره جومات ته نهشي تللی. دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې یو دیني عالم چې نهغواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په يوه لیکلي پيغام کې وویل: "چې جومات ته د ښځو پر تګ او نور ټول هغه بندیزونه چې د طالبانو لهخوا پر ښځو د اسلام په نوم لګول شوي دي، په اسلامي شريعت کې داسې هیڅ بندیز شتون نهلري." که څه هم په دې اړه د طالبانو حکومت لهخوا رسمي خبرتیا نهده خپره شوی، خو تېر کال هم دوی ښځینه لمونځ کوونکې جوماتونو ته له تګ څخه منع کړې وې. په دې اړه مو د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ویاند، عاکف مهاجر څخه وپوښتل خو د راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. پر افغانستان د طلبانو د بیا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د طلبانو حکومت ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د دوی پر زدهکړو بندیز لګېدلی، د دې ترڅنګ مېرمنې له کار کولو منع شوي او عمومي حمامونو، ورزشي لوبغالو او په ټولنیزو فعالیتونو د دوی په ګډون د بندیز تر څنګ له شرعي محرم پرته له اوږد واټن سفر هم منع شوي دي.
فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې؛ پاریس ته د بریتانیا د پاچا سفر وځنډید
د فرانسې د مختلفو ښارونو په مرکزونو کې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته چې په کې تر ۴۰۰ زیات پولیس ټپیان شول، د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون تر سخت فشار لاندې راغلی.
ژوند په امریکا کې
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.