شاته

د امریکې کانګرس دا اوونۍ د خپلو ولسمشرانو د جنګي واک د کمولو په اړه بحث کوي

واشنګټن ـــــ د امریکې د کانګرس غړي روانه اوونۍ د دې هېواد د ولسمشرانو د هغه واک د کمولو په اړه بحث کوي چې په بنیاد یې هغوی کولای شي په عراق کې د پوځي عملیاتو د پیلولو امر وکړي.

د امریکې د دواړو لویو ګوندونو سنېټران وايي کانګرس باید له خپل واک کار واخلي چې په راتلونکي کې له پوځي ځواکه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.

د امریکې کانګرس لومړی ځل په 1991م کې او بیا په 2003م کال کې په عراق کې د جګړې پیلولو لپاره د ولسمشر د واک منظوري ورکړې وه خو اوس دوې لسیزې وروسته غواړي دغه واک بیرته ترې واخلي.

د سېنټ د اکثریت مشر چک شومر وايي، امریکا په منځني ختیځ کې له پرله پسې جګړو ستړې شوې او اکثر امریکایان د هغه عمر دي چې د دغو جنګونو پیلېدل یې نه دي لیدلي:

"هر کال دا قانون موږ همدغه ډول پریږدو چې په راتلونکې کې ترې یو ځل بیا ناوړه ګټه پورته کېدای شي."

دغه قانون د امریکې ولسمشرانو ته دا حق ورکوي چې د کانګرس له منظورۍ پرته جنګ پیل کړي. د کانګرس غړو له کلونو راهیسې د جنګ د پیلولو په اړه د صدر د دغه واک د ختمولو هڅې کړې دي.

د ډیموکرېټ ګوند سنېټر ډیک ډربن پر عراق د امریکې د 2003 کال برید ته په اشارې سره وویل چې په عراق کې د خلکو د اجتماعي وژنو وسلې هیڅ کله هم و نه موندل شوې:

"د ولسمشر د دغه حق منسوخول دا معنا نه لري چې امریکا یو ناهیلی ملت دی، خو دا معنا لري چې امریکا یو قانوني ملت دی."

د ریپبلکن ګوند ځینې غړي بیا وایي له ولسمشر نه د دې واک اخیستل د خطر په وخت کې د هغه د بیړني ګام اخیستلو مخه نیسي. ریپبلکن سنېټر لینډسي ګرهام په عراق کې د امریکايي سرتېرو هڅي ستايي:

"امریکایان په عراق کې خدمت کوي او دوی زموږ له خوا د ډاډ حق لري چې موږ کولای شو د هغو شیعه ملېشو خلاف د دوی د ساتنې لپاره هر ډول پوځي ځواک وکاروو چې د ایران په لارښوونه په عراق کې فعالیت کوي."

د امریکې ولسمشر ته د آیین له خوا د وسلوالو ځواکونو د اعلی کمانډر حیثیت ورکړل شوی دی او صدر د اوږدې مودې لپاره د کانګرس له منظورۍ پرته پوځي اقدامات کړي دي. اکثره وخت کانګرس د ولسمشر د اقداماتو خلاف مزاحمت نه دی کړی.

د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر باب مېنډیز وايي د دې قانون منسوخول به موږ له خپلو مقصدونو راونه ګرځوي. هغه وايي:

"د دغه واک منسوخول به د ایران خلاف د امریکې د ګټو د دفاع په وړتیا باندې هیڅ اغېز ونه لري."

د امریکې د ولسمشر ددغه واک د منسوخولو لپاره چې پخوا کومې هڅې شوي، هغه ټولې ناکامه شوې. د کانګرس غړي به دا اوونۍ د امریکايي رایه ورکوونکو د پام را اړولو لپاره په دې موضوع بحث وکړي.

تمه کیږي چې د دې اوونۍ په پای کې به په سېنټ کې د دې واک د منسوخولو لپاره د 60 رایو ملاتړ تر لاسه شي چې یوې خواته دواړه ګوندونه د دې ګام ملاتړ خو ځینې ورباندې نیوکه هم کوي چې پ هغوی کې سنېټر رېنډ پال هم شامل دی.

سنېټر رېنډ پال وايي دواړه ګوندونه په بنیادي توګه دا دلیل وایي چې د یوولسم ستمبر غوندې پېښو لپاره د پوځي واک د کارولو هیڅ د وخت یا جغرافیې حدود نه شته، وایي د عراق د جګړې د اجازت له منسوخولو سره جګړې نه ختمېږي او نه هم د خلکو ژوند ژغورل کېدای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00