ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

18.02.2023 امریکا غږ

شيري مزاري دعوه کړې، جنرل باجوه د ټي ټي پي کورنۍ بيا ابادول غوښتې

د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشرې شيرين مزاري دعوه کړې چې د پوځ پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د غړو بيا بیا ابادول غوښتې.

18.02.2023 ډیوه

زېلینسکي: د اوکراینیانو له ملاتړ پرته بله لاره نشته

واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ د مونیخ امنیتي کانفرانس ته د ویډیو لینک له لیارې خپله وینا کې وویل، "د اوکراینیانو له بریا پرته بله لاره نشته." هغه وویل، "مونږ باید اوکراین او اروپا ازاده کړو. ځکه کله چې د روس وسله پرمونږ ډز کوی هغې لا وختي زمونږ ګاونډیان په نخښه کړي دي." په دغې غونډه کې د پنځوسو امریکايي وکیلانو یو پلاوي اوکراین ته د امریکا د مرستو ډاډ یو ځل بیا تکرار کړ.‌ د ډیموکراټانو او جمهوري‌ غوښتونکو څلور څلور پلاوي، د سېنېټ او د استازو جرګو غړي له سلګونو سیاستوالو، پوځي مشرانو او د ټولې نړۍ له ډپلوماټو سره په دې غونډه کې برخه اخیستې وه. په ۱۹۶۳ کال کې ددغه کانفرانس د جوړیدو راهیسې، دا ځل امریکايي پلاوی تر ټولو ستر و. په اوکراین باندې د روس یرغل د ناټو تړون او اروپايي اتحاد سره لا متحد کړل او د امریکا د کانګرس غړي یې هم سره یو موټی کړل. د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې سنېټ کې د جمهوري غوښتونکو اقلیت مشر مېچ مېکانل له غونډې وروسته رویټرز خبري ادارې ته وویل، "مونږ د دې لپاره دلته یو چې کانفرانس ته دا واضح پیغام واستوو چې د امریکا دواړه ګوندونه له اوکراین سره د مرستو تر شا ولاړ دي." همدارنګه د دواړو ګوندونو د وکیلانو یوې ډلې په ولسمشر جو بایډن باندې زور راوړي چې نیغ په نیغه دې اوکراین ته F-16 جنګي جېټ الوتکې واستوي. بل پلو ولسمشر جو بایډن به په اوکراین باندې د روس د یرغل د کلیزې په مناسبت د نهې یا سې شنبې په ورځ په پولېنډ کې خپله وینا کې یو ځل بیا له اوکراین سره د امریکا د مرستو ډاډ ورکړي د هر څومره وخت لپاره چې ورته اړتیا وي. د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې ټاکل شوې ده چې بایډن د نهې یا سې شنبې په ورځ وارسا ته ورسېږي او هلته به د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره د اوکراین د ملاتړ د هڅو او د ناټو د لا ځواکمن کېدو په اړه خبرې وکړي. بایډن به همدارنګه په ناټو کې د بوخاریست ناین  (B-9)له مشرانو سره کوم چې د ناټو د ختیځې برخې هېوادونه پکې دي خبرې وکړي. په دغو هېوادونو کې بلغاریا، چېک، ایسټونیا، هنګري،‌ لیتویا،‌ لیتوانیا، پولېنډ، رومانیا او سلواکیا شامل دي. اخوا اوکرایني سرتیري چې بیخموت کې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې دي د نورو وسلو غوښتنه کوي. د روس توغندي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د استوګنې په یوې ودانۍ لګېدلي، پنځه کسان پکې وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي. د اوکراین څارنوال ویلي،‌ دا پېښه باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. روسي ځواکونه د میاشتو راهیسې کوښښ کوي چې د بخموت سیمه ونیسي او له همدې امله په دوامداره توګه تر بریدونو لاندې ده.                

18.02.2023 ډیوه

څيړونکي: د پېښور له برید وروسته په کراچۍ کې د پولیس په دفتر بريد په امنيتي ادارو نورې پوښتنې راولاړې کړي

څيړونکي وايي په پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د کراچۍ پوليسو په مرکزي دفتر برید د پوليس او ادارو په ناکامۍ ګوتې پورته کوي.

18.02.2023 ډیوه

جمهوري غوښتونکو د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله یو بل تحقیق هم پیل کړ

د متحده ایالاتو استازو مجلس چې دا ځل پکې د جمهور رئیس جو بایډن سیاسي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، جمعه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) یې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله یو بل تحقیق هم پيل کړ.

18.02.2023 امریکا غږ

م م:په ښځو دبندیزونو له امله خیریه ادارې افغانستان کې خپل فعالیتونه محدودولی یا ختمولی شي

د ملګرو ملتونو د يو اين وومن څانګې ترمخه دا ګام په افغانستان کې يو شمېر انساني او معاشي بحرانونه يوځای کوي چرته چې 11،6 ميلينه مېرمنې او جينکۍ روان کال بشري مرستو ته اړتيا لري او 97 فيصده ابادي د فقر د کرښې نه دلاندې تګ خطر سره مخ ده

18.02.2023 ډیوه

عمران دچهارشنبې د ورځې نه د "زندان ډک کړئ" تحریک پیل کولو اعلان کړی

ددفاع وزیر خواجه اصف بیا دعمران خان د "زندان ډک کړئ" تحریک اعلان یو فرمایشي پروګرام بللی اؤ ویلي یې دي عمران خان یو خوا جیل ته دتګ له ویرې عدالتونو نه خپل ضمانتونه کوي اؤ بلخوا وایي چې مونږ زندانونه ډکوؤ

18.02.2023 ډیوه

سروی: په اميګرېشن د امریکایانو اعتماد په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټيټې درجې ته رسېدلی 

په مالي کال 2022 کې سي بي پي د 2.3 مېلین کډوالو سره مخامخ شوي وه چې یو مېلین کسان پکې په سمدستي ډول ستانه کړل شوی او د 1.3 مېلین نورو کسانو په خواستونو په چټکتیا کار وکړی شو چې معنا یې دا ده چې یا ورته په امریکا کې د پناه غوښتلو اجازت ورکړی شو او یا بېرته مېکسیکو او یا خپلو ابايي ملکونو ته ولېږل شوو

18.02.2023 ډیوه

خېبر:د نایاب نسل د دوؤ پړانګانو په وژنه کې ککړ تن پولیسو نیولی دی

د خېبر ډویژن دځنګلي ژوند دمحکمې یو افسر عبدالحلیم انډیپنډنټ اردو نومې ویب پاڼې ته ویلي چې د وژل شوؤ پړانګانو عمرونه ډیر کم دي اؤ په ظاهره داسې نه بریښي چې ګنې دوئ به په څاروؤ دحملې جوګه وي

18.02.2023 ډیوه

دکراچۍ له برید وروسته امریکې خپلو وګړو ته دمحتاط اوسیدو غږ کړی دی

دتېرې میاشتې جنورۍ په30مه هم دخیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کې دپولیسو دمرکز دننه په جومات کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ‌ چې 84 کسان پکې وژل شوي اؤ تر200 زیات نور ژوبل شوي وؤ

18.02.2023 ډیوه

د امریکې د کانګرس یوې ډلې اوکراین ته د جنګي جهازونو لېږلو حمایت کړی

د امريکې د دفاع وزارت،  پېنټګان، اعلان وکړو چې هغه اوکرایني عسکر چې امریکايي ځواکونه ورته په جرمني کې تربیت ورکوي، زدکړې يې سر ته ورسولې او اوس به د اوکرایني عسکرو بله ډله تربیه شروع کوي

18.02.2023 ډیوه

د افغانستان طالبان د داخلي اختلافاتو ښکار لېدل کېږي

په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر اېر اېنتني وېن وي او ای ته وايي چې د طالبانو ځینې ډلې د نړیوالې ټولنې سره روابط غواړي خو هغه زیاتوي د طالبانو دغه عناصر دا وخت په حکومت کې د فېصلو اختیار نه لري

18.02.2023 ډیوه

چارواکي: د کراچۍ پولیس په مرکز حمله کې اووه کسان وژل شوي، ځواکونو مرکز بېرته ونیولو  

په کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر د بريد نه وړاندې په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې ځانمرګی برید شوی د 100  نه زيات کسان پکې وژل شوي چې زياتره یې پوليس وو په یاده پېښه کې د 200 نه زيات کسان ژوبل شوي هم وو

17.02.2023 ډیوه

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید کې مرګ ژوبله اوښتې

د جمعې په شپه فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پولیسو په یو مرکز وسله وال برید شوی دی. دا برید یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په پیښور کې د پولیسو په یو جومات باندې په بمي چاودنې کې څه دپاسه ۸۰ تنه پولیس افسران ووژل شول.

17.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

17.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more