ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امريکا د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ د نيولو او عدالت ته د وړاندې کولو امکان څرګنديږي

  واشنګټن- د نيويارک ايالت د ولسي عدالت ( جيوري) په سپارښتنه د امريکا د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ د جرم په تور کې د نيولو امکان څرګنديږي او ويل کيږي د نهې-سه شنبې په ورځ ونيول شي او عدالت ته وړاندې کړل شي. دا به د امريکا په تاريخ کې وړومبی ځل وي چې يو پخوانی ولسمشر د جرم په تور کې د ولسي عدالت لخوا مجرم ګرځول کيږي ځکه چې د جيوري په وينا هغه د کال 2016 د ولسمشرۍ د انتخابونو په کمپين کې د بالغانو د فلمونو يوې اداکارې له پټې پيسې ورکړي. دا جرم پرې په داسې وخت کې لګېدلی چې ټرمپ يو ځل بيا د ولسمشرۍ په انتخابونو کې برخه اخلي. هغه د کال 2020 انتخابونه د جو بايډن نه بايللي وو. د ټرمپ خلاف فرد جرم په راز کې دی او دا نه ده معلومه څومره او کوم کوم تورونه په هغه لګېدلي خو سي اين اين رپوټ کړي چې د 30 نه زيات تورونه پرې شته. البته وي او ای د دې تصديق ونه کړی شو. د مين هيټن د ضلعي اټارني لا د سرکاري وکيل دفتر يو بيان خور کړی چې پکې ويلي شوي د ټرمپ وکيل ته دا پيغام ورکړل شوی چې د سپريم کورټ لخوا د فرد جرم لګولو په ترڅ کې دې ځان حواله کړي چې عدالت ته پيښ کړل شي. ټرمپ چې په فلوريډا کې استوګن دی به نيويارک ته سره د خپلې خفيه عملې سفر کوي. چې کله ونيول شي نو عدالت ته د وړاندې کولو مخکې به ترې د ګوتو نښانې او تصوير اخستل کيږي او په شخصي ضمانت به د جج لخوا پرېښودل شي. يو شمېر رسنيو د ناڅرګنده سرچينو په حواله ويلي کېدلی شي ټرمپ د ګل-دوشنبې په ورځ نيويارک ته لاړ شي او شپه په ټرمپ ټاور کې وکړي. د جمعې په ورځ د استخباراتو افسرانو او د نيويارک د پوليس محکمې چارواکو د عدالت د خوا و شا جاج اخستلی او د امنيت په وضع يې خبرې اترې کړي. د ټرمپ وکيل/اټارني سوسن نېشېلز رايټرز خبرې ادارې ته ويلي پخوانی ولسمشر به فرد جرم ونه مني. ټرمپ د انتخابي کمپين د پاره د چندې ټولولو په موقع ويلي “څه چې راروان دي زه ترې نه ويرېږم”. د کمپين غړو د هغه خلاف د فرد جرم لګولو مسله په کمپين کې استعمال کړې او ويلي يې دي چې په څلورويشت ساعته کې يې د څلور ميلين ډالر نه زياته چنده جمع کړې. په خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل کې ټرمپ په جج جسټس جان مرچن نيوکه کړې او ويلي يې دي کېدلی د هغه د مقدمې نه صرف نظر وکړي ځکه ياد جج د ټرمپ نه کرکه کوي او د تېر کال په مقدمه کې يې د ټرمپ ارګنايزيشن سره زياتی کړی چې کمپني يې ورله د ټيکس په فراډ کې جرمانه کړې وه. په يو بيان کې ټرمپ ويلي چې هيڅ يې غلط نه دي کړي او دا فرد جرم د ډيموکريټس لخوا د ځورونې يوه کړۍ ده چې د هغه د ميک امريکا ګريټ اګين مهم پرې تباه کړي. پخواني ولسمشر ليکلي “دا په تاريخ کې د سياسي انتقام او په انتخابونو کې د مداخلت په لوړه کچه يو عمل دی. ډيموکريټس دروغ ويلي، او د ټرمپ په بدنامولو کې يې غلا او درغلي کړې. اوس يې داسې ناشونی کار کړی چې د يو بې ګناه تن خلاف يې فرد جرم لګولی او دا په انتخابونو کې مداخلت دی”. ټرمپ ويلي په ځای د دې چې دا به هغه ته څه زيان واړوي دا فرد جرم به سرچپه کار وکړي او د جو بايډن خلاف به استعمال شي. تېره اوونۍ ټرمپ په سوشل ميډيا ويلي وو چې دا فرد جرم به مرګ ژوبله او بربادي راوړي چې مخاليفينو يې ګڼل دا بيان به خلک تشدد کولو ته وهڅوي. ډېرو خلکو د مخکې نه انګېرل چې په ټرمپ به فرد جرم لګي او ګڼي دا به د واشنګټن چار چاپېره طوفان جوړ کړي. د ريپبلېکن ګوند د کانګرس غړي او ټرمپ نزدې ملګري جېم جورډن په ټويټ کې ليکلي “دا قهر پارونکی ګام دی”. د ريپبلېکن د نمايندګانو د ايوان سپيکر کيوېن ميکارتي د نيويارک په اټارني  ايلوېن بريګ تور لګولی چې د انصاف محکمه د ټرمپ خلاف استعمالوي او د ناجايزه اختيار د دې ناشوني عمل به ورسره حساب کتاب کيږي. که هر څو د ريپبلېکن ګوند غړي دا يو سياسي انتقام بولي خو ډيموکريټس يې په حمايت کې دي. په يو بيان کې د پارلمان پخوانۍ سپيکرې نينسي پلوسي ويلي ولسي عدالت په ريښتياو او قانون عمل کړی. هغه وايي “څوک هم د قانون نه اوچت نه دي او دا د هر سړي حق دی چې مقدمه وکړي او خپله دفاع وکړي. اميد دی پخوانی ولسمشر به په امن سره د نظام احترام وکړي او د ځان دفاع د هغه حق دی”. ولسمشر جو بايډن تېره ورځ خبريالانو ته وويل “زه د ټرمپ په فرد جرم خبره نه کوم”. دا فرد جرم د فيډرل تحقيقاتو په ترڅ کې لګېدلی چې ټرمپ د بالغانو د فلمونو اداکارې سټارمي ډينيلز له 130,000 ډالر د خپل پخواني وکيل مايکل کوهن په لاس پټې ورکړي چې هغه خله چپه وساتي. د پټو پيسو ورکولو خبره په کال 2018 کې راښکاره شوه کله چې کوهن د خپل پخواني مشر خلاف شو او ويې ويل ټرمپ ورته حکم کړی و دغه پيسې دې ډينيلز ته ورکړي چې د ټرمپ سره د جنسي اړيکو څرګندونه ونه کړي. ټرمپ ارګنايزيشن دغه پيسې کوهن ته د قانوني فيس په نوم ښکاره کړي.

01.04.2023 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

د یوه موضوع څو زاویې په خپرونه کې؛ د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه د معتادینو د درملنې متخصصین وتلي دي، خو د طالبانو سرپرست حکومت وایي د معتادینو درملنه یې چټکه کړې ده. په کابل کې د فوټسال د لوبو هغه ټورنمنټ پای ته ورسید چې د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې ځوانانو ته د پيغام رسولو لپاره جوړ شوی و.

01.04.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

01.04.2023 امریکا غږ

شاید مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ محکمې ته حاضر شي

تمده چې د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اپریل دریمه په رسمي ډول تر نیول کیدو وروسته محاکمه شي، دا لومړۍ ځل دی چې د امریکا یو پخوانی ولسمشر د غیر قانوني کړنو له تورونو سره مخ کیږي. 

01.04.2023 امریکا غږ

شمالي وزیرستان: ماين چاودنه کې دوه نور ماشومان ژوبل شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر شمالي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

01.04.2023 ډیوه

بلوچستان: ايران سره په پوله بريد کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ نن په لومړي اپرېل ويلي، د ايران سره په پوله بلوچستان صوبه کې د ايران له لوري ترهګرو برید کړی څلور پاکستاني عسکر پکې وژل شوي دي. په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

01.04.2023 ډیوه

په پاکستان کې د خیراتي اوړو د وېشلو پر وخت ګڼه ګوڼه کې نور یولس کسان مړه شوي

واشنګټن – پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په کراچۍ کې د وړیا خوراکي توکو د وېشلو د یوه مرکز مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه یولس کسان مړه شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. پولیسو او مرستندویه کارکونکو ویلي، چې د پېښې قربانیان اکثره ښځې او ماشومان وو. د خلکو ګڼه ګوڼه د کراچۍ یوې کارخانې مخې جوړه شوې وه چېرې چې د کمپنۍ کارکونکو د روژې په مناسبت خلکو ته د وړیا خوراکي توکو د ورکولو مرکز پرانیستی و. پولیسو ویلي، په ګڼه ګوڼه کې په سلګونو کسانو چې اکثره یې ښځې وې ټېل ماټېل پیل کړی وو چې له امله یې ځینې نېږدې لختي ته غورځېدلې وو. د جمعې د ورځې له دې پېښې سره د شخصي او حکومتي بنسټونو لخوا خلکو ته د وړیا خوراکي توکو د وېشلو پرسر ګڼه ګوڼه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲ ته ورسېده. د ۲۳۲ میلینه وګړو دغه هېواد له سختو اقتصادي حالاتو څخه تېرېږي چې په لسیزو کې یې ساری نه و. د وزیر اعظم شهباز شریف حکومت د روژې له پېلېدو سره میلیونونو غریبو خلکو ته د وړیا اوړو وېشلو لړۍ پیل کړې. دا په داسې حال کې چې چارواکي اټکل کوي چې په دغه هېواد کې د ګرانۍ کچه له ۴۰ فیصدو څخه زیاته شوې او د اوړو بیه پکې د تېر کال په پرتله ۴۵ فیصده لوړه شوې. خلکو ویلي، چې په اکثرو ځایونو کې پر خلکو د خوراکي توکو د وېشلو پر وخت ښه نظم نه دی نیول شوی او خلک د دې وېرې له امله ګډوډي او ټېل ما ټېل پیل کړي چې ښايي مفته اوړه به ورته و نه رسېږي. په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټولیزه توګه د یولسو کسانو د مړینې خبر ورکړی و. دغه ډول له ټرکونو او د وېش له ځایونو څخه د اوړو په زرګونو بورۍ غلا شوې هم دي. انتقاد کونکو ویلي، حکومت له خلکو سره د مرستو دغه پروژه په داسې حال کې پیل کړې چې د خلکو د خوندیتوب لپاره یې سم نظم نه دی جوړ کړی.

01.04.2023 ډیوه

مردان کې سي ټي ډي عملیات کړي، يو ترهګر او په نښته کې يو سپاهي هم وژل شوی

  د خېبرپښتونخوا پوليسو ویلي، د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي په مردان کې عمليات کړي، د ترهګر پرضد عملياتو کې یو سپاهي او ترهګر هم وژل شوی دی. د پوليسو په وېنا سي ټي ډي د مردان د تحت بايۍ په سري بهلول علاقه کې د ترهګر د نيولو دپاره چهاپه وهلې، خو ترهګر د سي ټي ډي په غړو ډزې کړي چې پکې يو سپاهي عثمان شاه وژل شوی دی. او بيا په ځوابي ډزو کې ترهګر مولوي فواد هم وژل شوی دی.   پوليسو په دغه اړوند نور جزيات نه خپاره کړي چې وژل شوی مولوي فواد څوک وو. تحریک طالبان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي، چې مولوي فواد یې ملګری وو، او د پوليس د بيان په رنګ ټي ټي پي هم دغه پېښه تاييد کړې ده. په ټولنيزو رسنیو ځینې کسانو دعوې کړي چې د وژل شوي تن د داعش خراسان سره تعلق وو خو داعش يا سي ټي ډي په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي. خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې نورې سېوا شوي دي. د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده. لکي مروت او د صوبې نورو جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د دغه ډول پېښو خبرونه ډېر مخې ته راځي. په خېبرپښتونخوا کې په روانه ناامنۍ پښتانه سياستوال او څیړونکي اندېښنې څرګندوي چې مرکزي حکومت د ترهګرۍ او ناامنۍ په اړوند تش بيانونه ورکوي، د مخنيوي په اړوند یې عملي ګامونه نه پورته کوي. او ځينې سياسي ګوندونه وايي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي او ځینې قبايلي ضلعو کې د وسله والو فعالیتونه ډېر سېوا شوي دي. خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو، “ ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي“.  

01.04.2023 ډیوه

د روسیې په مشرۍ اتحاد له افغانستان څخه د ترهګرۍ د نفوذ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستان څخه د ترهګرۍ نفوذ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه ددغه سازمان غړو هیوادونو ته د تروریستي ډلو نفوذ خطر شته.

01.04.2023 امریکا غږ

د متحده قومونو چارواکي وايي د اېټمي وسلو د استعمال خطر دا وخت تر ټولو زیات دی

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ توقع څرګنده کړه  چې امریکا به اینده هفته اوکراین سره د 2.6 بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد اعلان کړې چې په کې په د فضايي حدودو د څارنې، د ټېنک ضد راکټې او د ټرکونو دپاره تېل شامل وي

01.04.2023 ډیوه

وزیراعلا بزنجو:په ورورولۍ باور لرو خو غلامان نه یو،هیڅوک به پخپلو وسیلو مزو چړچو ته پرې نه ږدو

دبلوچستان په سویي سیمه کې قدرتي ګیس په کال 1953م کې موندل شوی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې دغه ګیس دبلوچستان نه دپنجاب هغو لرې پرتو سیمو ته هم رسول شوی دی چې دهند سره په پوله پرتې دي خو وایي پخپله دبلوچستان قابو 29 ضلعې دګیس اسانتیا نه لري

01.04.2023 ډیوه

د کاناډا پولیس وایي د ۸ کسانو مړي یې موندلي چې غوښتل د امریکا څخه کاناډا ته واوړي

په کاناډا کې چارواکو جمعه مارچ ۳۱ (کب۱۱) ویلي د اتو کسانو مړي یې د کاناډا- امریکا سرحد سره نږدې په اوبو کې میندلي چې دوه یې ماشومان و.

01.04.2023 امریکا غږ

دپېښور بې نظیر بوټو وومن پوهنتون کې دجینکو زده کوونکو په جینز اؤ پاجامې اچولو بندیز لګول شوی

دبې نظیر وومن پوهنتون یوې زده کوونکې رضیه امیر وي او ای ډیوه ته ویلي هغه دپوهنتون دانتظامیې په دې پرېکړه حیرانه شوې ده چې جینکۍ زده کوونکي باید څنګه لباس وکړي؟

01.04.2023 ډیوه

د امریکا دفاع وزیر : د افغانستان څخه د وتلو د بڼې په هکله هیڅ ډول پښیماني نلرم

د افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو تر وتلو نږدې ۱۸ میاشتې وروسته، د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن وایي په کوم ډول چې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه وتلی، دی یې په هکله هیڅ ډول پښیماني نلري.

01.04.2023 امریکا غږ

فعالان د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ په الزاماتو د خبریالانو د ګرفتاریو غندنه کوي

په کشمیر کې د انساني حقونو په صورتحال تحقیق کونکي د یونېورسټي اف کېلېفورنیا اېټ برکلی انجانا چېترجي د معراج په ګرفتارۍ تشویش څرګند کړی او ویلي يې دي چې د خپل اصولي موقف په بنیاد نیول شوی دی

01.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more