ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا د پوځ دوې څرخي الوتکې غورځېدلې او 'نهه سرتېري' مړه شوي 

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ چارواکي وايي چې د کنټکي په ایالت کې د پوځ دوې څرخي الوتکې د معمول تمرین په مهال غورځېدلې دي او «ځینې تلفات» یې اړولې دي. 

30.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه او ایچ آر ډبلیو وایي طالبانو د بشري او مدني حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول زیات کړي دي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري او مدني حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول او ځورول زیات شوي‌ دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د مارچ پر 29مه په یوه اعلامیه کې په وروستیو کې د افغان فعالانو نیول کېدو ته اشاره کړې او وایي د 2023م کال له پیل راهیسې د مدني ټولنې څو فعالان او خبریالان د تعلیم او کار په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو خلاف د اعتراض او احتجاج له کبله نیول شوي دي. د دې ادارې ویاند جیریمي لارنس په اعلامیه کې ویلي، هیڅوک باید د هغوی د خپلو او د نورو خلکو د بنیادي حقونو د ملاتړ له کبله ونه نیول شي. ښاغلي جیریمي ویلي: "څوک د دې سزا په توګه نیول او په بند کې ساتل د  بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې یو خپلسری عمل دی چې هغوی د خپل نظر د بیانولو یا د اظهار د ازادۍ غوندې خپل بنیادي حقونه په قانوني توګه عملي کوي". د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په کابل کې د تعلیم د مبارز مطیع الله ویسا نیولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي‌ چې هغه نامعلومو کسانو نیولی، په یوه داسې موټر کې یې وړی چې سرکاري‌ نخښه ورباندې نه وه او تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چېرې دی. د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې ویاند جیریمي لارنس ویلي، ځینې نور فعالان او خبریالان هم نیول شوي چې وایي د ځای، روغتیا یا پر دوی د لګېدلو تورونو په اړه ښکاره معلومات نه شته. په دغو نیول شویو کسانو کې نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیايي، خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي شامل دي. "د بندیانو بشري حقونو ته باید درناوی وشي، په ځانګړي ډ‌ول کله چې نیول کېږي د نیول کېدو د سوب معلومولو، سمدستي هغوی له هر ډول توره د خبرېدلو او له خپلې کورنۍ سره د خبرو حق باید ولري". جیریمي لارنس ویلي افغانستان د نړیوالو بشري حقونو د قراردادونو یو فریق دی، ځکه نو دا د طالبانو د حکومت ذمه واري ده چې د بیان، نظر او سوله ییزو غونډو حقونو ته درناوی ولري او د خوندیتوب ډاډ یې ورکړي‌ او له دې سره سره تعلیم او کار ته د لاسرسي موقع برابره کړي. د بشري‌ حقونو د څار تنظیم د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د فعالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او وایي د مدني ټولنې د فعالانو د ځپلو لپاره یې اقدامات پراخ کړي دي. د ایچ آر ډبلیو د جنوبي اېشیا د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي د مارچ پر 29مه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د مطیع الله ویسا، د هرات پوهنتون د یو مخکیني استاد رسول عبدي پارسي او ګڼ شمېر نورو نیول یاد کړي دي: "طالبانو تېر کال په ټول هېواد کې د ښځو د حقونو په لسګونو احتجاج کوونکي نیولي دي. کېدای شي‌ پر ځایي رسنیو د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله خصوصاً په لرې پرتو سیمو کې د ډېرو نورو فعالینو نیول کېدل نه وي رپوټ شوي". د بشري حقونو د څار سازمان وایي دا چې د دغو کسانو د نیول کېدو سبب څه دی او کله به دوی عدالت ته حاضر شي د طالبانو چارواکي په دې اړه ډېر لږ معلومات ورکوي، وایي حتی دا هم معلومه نه ده، چې طالبان ددغسې کسانو د نیولو او پر دوی د مقدمې چلولو لپاره له کومو قوانینو او تګلارو کار اخلي. ایچ آر ډبلیو هم وایي هغه کسان چې طالبانو نیولي‌ دي وکیل ته لاسرسی نه لري او اکثره وختونه د هغوی د کورنیو غړو ته هم ورسره د لیدو او ملاقات اجازه نه ورکول کیږي. د بشري حقونود څار تنظیم د مرتضی بهبودي په نوم یو افغان اصله فرانسوي خبریال یاد کړی چې وایي د تېرې جنورۍ میاشتې پر پنځمه کابل ته د رپوټونو جوړولو لپاره تللی وو خو د کار د اجازت لپاره د درخواست تر ورکولو دوې ورځې وروسته طالبانو نیولی او بندي‌ کړی یې دی. د مرتضی بهبودي مېرمنې الیکزنډرا د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، تقریباً درې میاشتې کېږي له خپل میړه سره یې خبرې نه دي کړي. هغه وایي خاوند یې یو عکاس، خبریال او د بیان د ازادۍ ملاتړی وو او هغه باید په بند کې ونه ساتل شي. د ایچ آر ډبلیو د اعلامیه له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرورۍ پر 26مه د مرتضی بهبودي نیول ونه منل خو ویلي یې وو چې "هغه ښه دی او ښه چلند ورسره شوی دی". د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي پر ښځو، نجونو او رسنیو باندې یې سخت بندیزونه لګولي او دغه بندیزیونه یې په زیاتېدو دي، چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کوي او دا کار یې د حکومت پېژندنې په مخ کې لوی خنډ ګڼي.

30.03.2023 ډیوه

د خوست پوهنتون کادري روغتون کې يو شمېر نوي طبي ماشینونه فعال شول

د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایم‌ار‌ای) او (سي‌ټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول. روغتیايي کارکوونکي وايي، پخوا د خوست هغه ناروغان چې د ناروغیو تشخیص يې دې ټکنالوژۍ ته اړتیا درلوده، اړ وو چې کابل یا له هغې وړاندې پاکستان ته ولاړ شي. یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي. د جراحي ډيپارټمنټ استاد ډاکټر بادشاه زار عبدالي د دې ټکنالوژۍ د ارزښت او اړتیا په باب وویل: "افغاني کادرونه په استعداد کې له نورې نړۍ کم نه‌دي، خو دلته ډاکټران په ټوله مانا اوس‌مهالي طبي ټکنالوژۍ ته لاس‌رسی نه‌لري." دی زیاتوي، د دې ټکنالوژۍ پر مټ به دوی وکولای شي، د عمومي جراحي، داخله او عصبي جراحۍ په برخو کې هغه ناروغۍ چې دوی پخوا نه‌شوای تشخیص کولای، تشخیص او معالجه کړي. د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي روغتون مسوولین وايي، چې څو ورځې وروسته به په ورته توګه، دې روغتون کې د انجیوګرافي ماشین او هغه ماشین چې د هغې په واسطه د پښتورګو تیږې ماتیږي فعال شي. د دوی په وینا هره ورځ به په منځني ډول لس ناروغان په سي‌ټي سکن او لس ناروغان په ایم‌ار‌ای ماشينونو کتل کېږي او پنځو ناروغانو ته به هم انجیوګرافي کېږي. د نوې فعالې شوې طبي ټکنالوژۍ د کارونې لپاره په کابل کې یو شمېر ځوان ډاکټران هم روزل شوي دی. د دې روزل شویو کسانو یو هم ډاکټر شاهد یوسفزی دی، چې د تدریسي روغتون د راډیولوژي ډيپارټمنټ د ایم‌ار‌ای د برخې د تکنیشن په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی وايي: "موږ ډېر خوښ یو چې د روغتون له‌خوا کابل ته د ایم‌ار‌ای او سي‌ټي سکن د ټرینینګ لپاره لېږل شوي وو، هلته موږ د سافت ویر او نورو پروسیجرونو کې ډېرې ښې زده‌کړې وکړې، دغه ټکنالوژي چې خوست ته راغلې ده، ډېرو کمو ځایونو کې موجوده ده، تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ د دې وړتیا لرو هغه پروسېجرونه چې په نورو ځایونو کې کېږي، خوست مېشتو ته يې وړاندې کړو." سره له دې چې د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون ته له مخکې پرسونل ګمارل شوی وو، خو د ځینو ستونزو له کبله دا روغتون شاوخوا یوولس کاله غیر فعال و. د تدریسي روغتون مسوولین وايي، د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو په څنګ کې په دې ځای کې د طب پوهنځي محصلانو ته د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده. د تدریسي روغتون مشر ډاکتر حمیدالله نادري وايي: "ډاکټرصایبان په دې پوهېږي، چې دا سرویسي صحي خدمتونه دي، چې د افغانستان په دولتي شفاخانو کې ممکن نه‌دي، خو الحمدالله خوست هم د دې شاهد دی چې سي‌ټي سکن او ایم‌ار‌‌ای له لارې به هېوادوالو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي." د خوست پوهنتون تدریسي روغتون سره پنځه کاله مخکې د ۸,۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ له‌خوا د اوس‌مهالي طبي وسایلو او پرمختللې ټکنالوژۍ مرسته وشوه، چې د ایم‌ار‌ای او سي‌ټي سکین ماشینونو په ګډون ډېری ټکنالوژي تر اوسه نه وه فعاله شوې. د خوست تدریسي روغتون اوس‌مهال ۲۴۸ کسان طبي، اداري او خدماتي پرسونل لري او د سره صلیب نړیوالې کمېتې سره قرارداد وروسته يې فعالیتونه منظم شوي دي.

30.03.2023 ازادي راډیو

خوړو نړیوال سازمان له ۱۳ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره ۹۳ میلیون ډالر غواړي

د ملګرو ملتونود خوړو نړیوالې ادارې (WFP) خبرداری ورکړی، چې که چیرې دغه اداره ډیر ژر لازمه بودیجه ترلاسه نکړي، نو تر څو نورو ورځو به افغانستان کې نهو میلیونو کسانو ته ددغې ادارې د خوړو مرستې بندې شي.

30.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه او بشري حقونو سازمان: طالبانو د مدني فعالانو ځپل زیات کړي

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د بشري حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کې د د طالبانو له خوا د مدني فعالانو د ځپلود اقداماتو د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

30.03.2023 امریکا غږ

عربستان د شانګهای د همکاریو سازمان سره یوځای شو

د سعودي عربستان کابینې د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د یوځای کیدو پریکړه په داسې حال کې تصویب کړه چې ریاض د متحدو ایالتونو له امنیتي اندیښنو سره سره، له چین سره اوږدمهاله مشارکت ډیروي.

30.03.2023 امریکا غږ

سعودي عرب د چین تر مشرۍ لاندې امنیتي بلاک سره یوځای کېږي

واشنګټن – د سعودي دولتي خبري رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه هېواد منلې چې د شانګهایي همکارۍ له سازمان سره به د ډایلاګ پارټنر په توګه یوځای کېږي. ډایلاګ پارټنر دې ته وايي، چې یو غړی هېواد یا تنظیم د شانګهاي د همکاریو په سازمان کې مشورتي اړیکې ولري او کولای شي چې د شانګهاي په کانفرانس کې په فعاله توګه برخه واخلي. د شانګهايي د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي تنظیم په توګه جوړ شو چې له لویدیځو سازمانونو سره سیالي وکړي. د چین سربېره په دغه سازمان کې هند،‌ پاکستان روسیه او د منځنۍ اسیا څخه قزاقستان، کرغېزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري. دغه پرېکړه د نهې یا سې شنبې په ورځ د سعودي د کابینې په یوې غونډه کې شوې چې مشري یې خپله پاچاه سلمان کوله. په نورو هېوادونو کې چې یا د څارونکي او یا د ډایلاګ پارټنر په توګه پکې شامل دي هغه مصر، ایران او قطر دي. د ریاض دغه اقدام چې له یاد بلاک سره به یو ځای کېږي درې اونۍ وروسته له هاغې وشو چې د چین په منځګړیتوب د سعودي او ایران ترمنځ د بشپړو ډپلوماټیکو اړیکو د رغولو لپاره د پخلاینې یو تړون وشو. د سعودي او ایران ترمنځ اړیکې اوه کاله وړاندې خرابې شوې وې. د اکثریتي شعیه میشتي ایران او اکثریتي سوني مېشتي سعودي ترمنځ په سیمه کې ګڼې شخړې هم رامنځ ته شوي چې یوه بیلګه یې په یمن کې روانه جګړه هم ده.‌ ریاض وویل، که څه هم دوی له تهران سره په څو دورو پخوانیو خبرو کې ناست دي خو د ولسمشر شي جېنپېنګ په منځنګړیتوب د پخلاینې دا بهیر ډېر مرستندویه وه. د شي دې رول ته نړیوالو وریځې پورته اچولي، ځکه سعودي په سنتي ډول له واشنګټن سره نېږدې اړیکې لري که څه هم دغه اړیکې په دې وروستیو کې د بشري حقونو او د تېلو د تولید پرسر لانجو کې له ستونزو سره مخ شوي. په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېډېنت پېټل د سعودي دا ګام دومره ارزښتناک نه دی بللی او ویلي یې دي چې د دې اټکل له ډېر مخکې څخه کېده. پېتل وړاندې وویل، "هر هېواد ځانته ځان ته اړیکې لري."  

30.03.2023 ډیوه

مسرت هلالي د پېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه مشره ججه ټاکل شوې ده

دپېښور هایکورټ تر ټولو سینیر ججه اغلې مسرت هلالي دپېښور هایکورټ په تاریخ کې د وړومبۍ ښځینه قاضڼې یا چیف جسټس په توګه ټاکل شوې ده اؤ دپاکستان دقانون اؤ انصاف وزارت دهغې دتقررۍ اعلامیه هم خپره کړې ده. مېرمن مسرت هلالي دپښتو د وتلي شاعر اؤ ادیب ارواښاد خانمیر هلالي لور ده چې دکال2014 راهسې پېښور هایکورټ کې دججې په توګه خدمات ترسره کوي. دمشرې قاضڼې په توګه دهغې دتقررۍ منظوري دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي ورکړې ده اؤ دا به دپاکستان په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې دیو هایکورټ مشري په لاس کې اخلي. تر دې وړاندې دکال2018 نه اکتوبر کال2019 پورې ښځینه ججه طاهرہ صفدر دبلوچستان هایکورټ چیف جسټس پاتې شوې وه. دقانون اؤ انصاف وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې مسرت هلالي به دپاکستان دجوډیشل کمیشن له لوري دهایکورټ دچیف جسټس تر باقاعده تقررۍ د اپریل د وړومبۍ نیټې نه دپېښور هایکورټ دمشرې ججې یا چیف جسټس په توګه ذمه وارۍ سمبالې کړې. د ډان ورڅپاڼې د رپورټ له مخې دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده. هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي. هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده. ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده. میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی. خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ . په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ

30.03.2023 ډیوه

د پاکستان څلور پولیس افسران د پاکستاني طالبانو په برید کې وژل شوي

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۰) تائید کړه چې د اروپکو په دوو بریدونو کې د هغه هیواد څلور پولیس افسران وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

30.03.2023 امریکا غږ

الیکشن کمېشن پښتونخوا اسمبلۍ لپاره په 8م اکتوبر انتخابات اعلان کړل

دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دالیکشن دنیټې پسر دپیدا شوي سیاسي تاؤ تریخوالي په ترڅ کې الیکشن کمیشن ترپنجاب وروسته دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو لپاره هم د8م اکتوبر نیټه اعلان کړې ده. د چهارشنبې په ورځ الیکشن کمیشن خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره په 8م اکتوبر دانتخاباتو نېټه په داسې حال کې اعلان کړې ده چې پنجاب کې دانتخاباتو ځنډولو معامله تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ ته وړې ده اؤ په عدالت کې هم ددې قضیې پسر دججانو ترمنځ اختلافونه راولاړ شوي دي. تر دې وړاندې الیکشن کمیشن پنجاب صوبه کې انتخاباتو لپاره داپریل 30نیټه اعلان کړې وه خو بیا یې په دې دریځ خپلولو سره دغه نیټه 8م اکتوبر ته وغځوله چې کمیشن ته نه خو حکومت انتخاباتو لپاره پیسو ورکولو ته تیار دی اؤ نه پوځ اؤ پولیس خپل ځواکونه ورکوي. سپریم کورټ روانه میاشت پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې انتخاباتو لپاره دنیټې په نه اعلانیدو له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ حکم یې کړی ؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته په 90 ورځو کې دننه انتخابات کول اییني ذمه واري ده. دسپریم کورټ له دغې حکم وروسته په 24م مارچ دخېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي الیکشن کمیشن ته په یو استول شوي لیک کې دصوبایي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره داکتوبر8مه نیټه وړاندیز کړې وه چې الیکشن کمیشن ددغې نیټې سره اتفاق کړی دی . خو بل لوري ته تحریک انصاف ګوند دانتخاباتو دنیټې وروسته کولو پرضد سپریم کورټ کې درخواست هم جمع کړی دی چې اوریدنه یې دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیزه بینچ کوي. دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان واضحه کړې ده چې که انتخابات له خپلې اییني مودې نه یوه ورځ هم وروسته کیږي نو ددوي ګوند به یې خلاف مزاحمت کوي. خو مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي‌ ایم ګوندونه په ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو پلوي دي اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې که په بیلابیلو وختونو کې دصوبو اؤ مرکز دننه انتخابات وشي نو دې سره بیا هیواد کې سیاسي تاو تریخوالی اؤ د الزامونو سیاست سر راپورته کولی شي. دانتخاباتو دنیټې په سر سپریم کورټ کې د روانې قضیې د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ هم اختلافونه رامنځته شوي دي اؤ دپاکستان حکومت تېره ورځ دقامي اسمبلۍ نه دعدلیې د واکونو محدودولو ترمیمي قانوني مسوده منظور کړې ده.

30.03.2023 ډیوه

د ترهګرو برید کې وژل شوی پولیس افسر اقبال مومند د پښتو وتلی شاعر او د ګڼو ادبي تنظیمونو مشر و

دپاکستاني طالبانو لخوا دچهارشنبې اؤ زیارت په منځ شپه په یو بمي برید کې وژل شوی دلکي مروت دپولیسو ډي ایس پي ښاغلی اقبال مومند دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې اؤ خاصکر پښتنه ټولنه کې یې دخپلو خوږو شعرونو ګڼ شمیر پښتانه مینه وال لرل. دهغه غزلونه،سندرې اؤ نظمونه نه یوازې وخت په وخت دپښتو وتلو سندروغاړو‌ په خپلو اوازونو کې ویلي بلکې زیاتره مهال به په ټولنیزو رسنیو هم ځوانانو اؤ د ادب مینه والو دهغه شعرونه یو بل سره شریکول. اقبال مومند دوشعر وشاعرۍ ترڅنګ یوه اوږه موده د ریډيو پاکستان پېښور څانګې سره دنطاق یا براډکاسټر په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړې وې. ارواښاد اقبال مومند دپېښور دادیزو سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ دیوې اوږدې مودې نه یې په پولیس محکمه کې نوکري کوله خو دپولیس نوکرۍ ترڅنګ هغه دخپل ژوند زیاته برخه دپښتو ژبې اؤ ادب خدمت ته وقف کړې وه. د نوموړي په ګاډی د چهارشنې ا‌ؤ زیارت په منځ شپه کې په لکي مروت سیمه کې هغه مهال یو بمي برید شوی چې هغه په یوه پولیس تاڼه دترهګرو لخوا دشوي برید په اطلاع کومک لپاره دغې تاڼې ته روان ؤ. په دې برید کې داقبال مومند ترڅنګ درې نور پولیس عسکر هم وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی. تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې په اقبال مومند ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه اؤ بمي چاودنې شوې وې خو هغه له دغو بریدونو ژوندی وتلی ؤ. د ادبي تنظیمونو سره تړاؤ: نوموړي دپښتو د یوې ادبي ټولنې اهنګ پښتو ادبي جرګې دصدر اؤ داخلاص پښتو ادبي ټولنې دسرپرست په توګه ذمه وارۍ هم ترسره کولې. ددې ترڅنګ هغه وخت په وخت دپښتو ادبي تنظیمونو په غونډو.مشاعرو اؤ تنقیدي نشستونو کې برخه اخسته اؤ په ادبي نړۍ کې یې دخپلې مترقي اؤ رومانوي شاعرۍ له امله یوه څلنده نامه پیدا کړې وه. پخپل ژوند یوه مرکه کې ښاغلي اقبال مومند ویلي وؤ چې هغه شاعري دکال1976 راهسې پیل کړې وه . دپښتو غزل بابا امیرحمزه خان شینواری یې خپل روښاني استاد اؤ لارښود ګڼلو خو ددې ترڅنګ هغه دپښتو دسترو شاعرانو ،ادیبانو اؤ دانشورانو لکه قلندر مومند، همیش خلیل،اجمل خټک، لطیف وهمي اؤ سیف الرحمان سیلم سره هم نزدې پاتې شوی ؤ اؤ دهغوئ په محفلونو کې به یې ګډون اؤ علمي بحثونه کول. نوموړي پخپل ژوند دشاعري ګڼ شمیر کتابونه لیکلي وؤ خو په دې کتابونو کې یې چاپ کړی هم نه ؤ البته له مرګه لږه موده وړاندې یې ویلي وؤ چې دملګرو په مشوره یې دخپلو غزلونو یو ضخیم کتاب چاپ ته چمتو کړی دی . دخپلې شاعرۍ دې کتاب لپاره هغه نوم خوښ کړی ؤ "ته زما په سیوري ودریږه چناره" دخپلې شاعرۍ دکتاب نه چاپ کولو یوه وجه هغه دا هم ښودله چې پخپلو شعرونو کې ورته انتخاب ګران دی. سر یې ورکړو، سنګر یې پرې نه ښود: دهغه په وژنه دپښتو ګڼ شمیر شاعرانو،لیکوالانو ،فنکارانو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالانو خفګان ښودلی اؤ دهغه مړینه یې دپښتو ژبې اؤ ادب لپاره هم یو ستر زیان بللی دی. دپښتو تکړه شاعر اؤ ادیب اقبال حسین افکار په ټولنیزه رسنۍ فیس بک لیکلي اقبال مومند په ژبه ، ادب کلتور. خاوره او ولس ورک مئين و. هغه وایي اقبال مومند که په ظاهر صورت هر څو غلی، خاموش طبعه او نرم انسان و خو ولې د هغه اندورون کښې يو ننګيال پښتون شتون لرلو ددغه ننګيال پښتون د خپل قام ، ولس په بابله د جذباتو احساساتو اظهار به هغه د شعر په ژبه کولو. افکار زیاتوي دهغه شعر د پښتون جمال او جلال نه جوړ د لفظونو يو داسې انځور و چې په اوريدو به يې د هر پښتون حواس خمسه متاثر کول. داقبال حسین افکار په وینا ځینو نزدې ملګرو ښاغلي مومند ته د ريټایر کيدو مشوره هم ورکړې وه" خو ښاغلي اقبال مومند لکه د ايمل خان مومند د وخت مغل ته سنګر پرېښودو ته جوړ نه وه اخر عقوبت د خپلې پښتنې خاورې او ولس په دفاع کښې يې سر ورکړو خو سنګر يې د وخت غليم ته پرې نه ښود" سیاسي فعال مولانا خان زیب هم په فیس بک دهغه ادبي اړخ ستایلی اؤ وایي اقبال مومند د خپلې دندې سره ېو داسې شاعر هم و چې په هر شعر کښې به یې د خپلې خاورې رښتيوني احساسات ډېر په هنر پاشل. مولانا خان زیب لیکلي "د خپلې خاورې یو حلالی بچی د اقتصاد د جنګ خشاک شو ، په ګور دې نور وي ! دا اولس او خاوره دې خدایې د ممکنه راتلونکې بربادیو وژغوري" ښاغلی اقبال مومند په ټولنیزه رسنۍ فیس بک هم زیات فعال ؤ اؤ اکثره به یې دخپل فیس له لارې دخپل شعر مینه والو ته خپل شعرونه لیکل. تر وژل کیدو یوازې اووه ساعته وړاندې هم هغه په فیس بک خپل داشعر لیکلی ؤ چې . د حادثو سره استاذ شي سړی کومه مېوه ده چې يې لمر نۀ وهي اقبال مومند دشعر و شاعرۍ تر څنګ دپېښور دسرکاري ریډیو براډکاسټر هم پاتې شوی اؤ د ریډیو پاکستان نه یې ګڼ شمیر پروګرامونه وخت په وخت کړي وؤ. دهغه د وژل کیدو دپېښې نه وروسته په په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو داقبال مومند شعرونه اؤ‌ انځورونه له یو بل سره شریک کړي‌ دي. داقبال مومند دشعرونو نمونې: دا ښار هسې په نوم د انسانانو دی لاليه ! ځنګل دی، پکښې راج د شرمخانو دے لاليه ! مونږ تل د پردو خلکو خوشحالو ته خوشحالېږو دا يو خصلت زمونږه د ډمانو دی لاليه ! مونږ هسې زنده باد او مرده باد نعرې وهلې وطن خو د وطن د بادارانو دی لاليه ! نه ښکاري او نه مخې له راځي چې سر په سر شو يو جنګ دی راپه غاړه د پېريانو دی لاليه . ............. هغه سر نه شو بې ځايه ټيټولی دا دی مات يې کړو خپل سر پاڅېدو لاړو ........... ما د خپل سر قاتل په پټو سترګو وپېژندو چې مې په قبر سهرې هم غوړوي، سخات هم وېشي دا خو اقباله ! ياران ښۀ دي وسله نۀ غورځوي ګنې دا خلک پېښور هم وېشي، سوات هم وېشي

30.03.2023 ډیوه

امریکا د لویو احتمالي جګړو د چمتوالي په هدف د درندو وسلو تولید زیاتوي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) خبرداری ورکړ که متحده ایالات له یو ستر قدرت سره په جګړه کې داخل شي، د درندو وسلو استفاده به فوق العاده زیاته وي.

30.03.2023 امریکا غږ

د عربي متحده اماراتو ولسمشر خپل مشر ځوی د ابوظبي ولیعهد وټاکه

واشنګټن – د عربي متحده اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان خپل مشر ځوی شیخ خالد د ابوظبي ولیعهد ټاکلی او خپل ورونه یې هم په لوړو دندو ګمارلي. دغه خبر د یاد هېواد دولتي رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړی. شیخ محمد تېره کال ولسمشر او د ابوظبي واکمن شو. نوموړی تر هغې مخکې د کلونو لپاره د امریکا د متحد اوپېک د تېلو تولیدونکی و. شیخ محمد خپل ورور شیخ منصور خپل مرستیال او شیخ محمد بن راشد المکتوم د دوبۍ واکمن ټاکلی. دا ټاکنې ښيي چې په ابوظبي کې واک نور هم مرکزي شو. په عربي متحده اماراتو کې چې د تېلو څخه یو ډېر بډایه هېواد دی اوه امارتونه دي او سیاسي‌ سرښار یې ابوظبي ده. دوبۍ بیا د خیلج د سوداګرۍ او سیلګرۍ مرکز دی. شیخ محمد خپل ورونه شیخ تهنوم بن زید النهیان او حضا بن زید النهیان د ابوظبي مرستیال وکمنان ټاکلي. شیخ تهنوم همدارنګه د عربي‌ متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکار دی او د دغه سلطنت د سوداګرۍ چارې کنټرولوي. په اروپايي کاونسل کې یو څېړونکي سیزیا بیانکو په ټویټر لیکلي، چې "شیخ محمد د خپلو ورونو په ټاکلو سره د قدرت شریکولو توازن وساته خو یواځې د ابوظبي په النهیان په قبیله کې." د ولیعهد په توګ د شیخ خالد ټاکل په عرب خلیج کې د اکثرو شاهي دولتونو یو دود دی چې غواړي د ورونو په پرتله یې واک نیغ په نېغه ځامنو ته ولاړ شي لکه د سعودي‌عربستان په‌ څېر. په ابوظبي کې ولسمشر د عربي متحده اماراتو له جوړېدو راهیسې یعنې کله چې د شیخ محمد پلار په ۱۹۷۱ کې عربي متحده امارات سره راټول کړل موجود وي.‌ څېړونکي وايي،‌ شیخ محمد چې په MbZ باندې مشهور دی خپل ځوی په امنیت، استخباراتو،‌ اقتصاد او‌ حکومت کې په بېلابېلو څوکیو باندې ځلولی دی. شیخ محمد د کلونو لپاره د خپل ورور لپاره د واکمن په توګه کار کاوه څوک چې په تېرې مې میاشت کې مړ شو. هغه په منځني ختیځ کې له بحرین سره یوځای په ۲۰۲۰ کال کې له اسرایلو سره اړیکې نورمالې کړې تر څو د ایران پرضد یو نوی بلاک جوړ کړی خو لا تر اوسه هم له تهران سره د فشارونو په کمولو باندې کار کوي او پام یې اقتصادي‌ لومړیتوبونو ته دی. عربي متحده امارات همدارنګه له روس او چین سره ژورې اړیکې لري. د لسو میلیونو وګړو دغه هېواد خپل سیاسي او اقتصادي‌ ثبات خپل ویاړ بولي.‌ د دغه هېواد خلک د ټولې نړۍ په پرتله تر ټولو زیاتې پیسې ګټي او په میلیونونو بهرنیان ورته د کار کولو لپاره ورځي.   

30.03.2023 ډیوه

لکي مروت: په وسله وال بريد او چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د شپې ناوخته د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

30.03.2023 ډیوه

چین:د امریکا د استازو مجلس له مشر سره د تایوان د مشرې ملاقات پارونکی دی؛ امریکا:ندی

چین د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) ژمنه وکړه که د تایوان ولسمشره متحدو ایالتونو ته په خپل سفر کې د امریکا د استازو مجلس له رئیس سره ملاقات وکړي، بیجینګ به هم لاس پکار شي.

30.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more