شاته

ملګري ملتونه او ایچ آر ډبلیو وایي طالبانو د بشري او مدني حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول زیات کړي دي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري او مدني حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول او ځورول زیات شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د مارچ پر 29مه په یوه اعلامیه کې په وروستیو کې د افغان فعالانو نیول کېدو ته اشاره کړې او وایي د 2023م کال له پیل راهیسې د مدني ټولنې څو فعالان او خبریالان د تعلیم او کار په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو خلاف د اعتراض او احتجاج له کبله نیول شوي دي.

د دې ادارې ویاند جیریمي لارنس په اعلامیه کې ویلي، هیڅوک باید د هغوی د خپلو او د نورو خلکو د بنیادي حقونو د ملاتړ له کبله ونه نیول شي. ښاغلي جیریمي ویلي:

"څوک د دې سزا په توګه نیول او په بند کې ساتل د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې یو خپلسری عمل دی چې هغوی د خپل نظر د بیانولو یا د اظهار د ازادۍ غوندې خپل بنیادي حقونه په قانوني توګه عملي کوي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په کابل کې د تعلیم د مبارز مطیع الله ویسا نیولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي‌ چې هغه نامعلومو کسانو نیولی، په یوه داسې موټر کې یې وړی چې سرکاري‌ نخښه ورباندې نه وه او تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چېرې دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې ویاند جیریمي لارنس ویلي، ځینې نور فعالان او خبریالان هم نیول شوي چې وایي د ځای، روغتیا یا پر دوی د لګېدلو تورونو په اړه ښکاره معلومات نه شته. په دغو نیول شویو کسانو کې نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیايي، خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي شامل دي.

"د بندیانو بشري حقونو ته باید درناوی وشي، په ځانګړي ډ‌ول کله چې نیول کېږي د نیول کېدو د سوب معلومولو، سمدستي هغوی له هر ډول توره د خبرېدلو او له خپلې کورنۍ سره د خبرو حق باید ولري".

جیریمي لارنس ویلي افغانستان د نړیوالو بشري حقونو د قراردادونو یو فریق دی، ځکه نو دا د طالبانو د حکومت ذمه واري ده چې د بیان، نظر او سوله ییزو غونډو حقونو ته درناوی ولري او د خوندیتوب ډاډ یې ورکړي‌ او له دې سره سره تعلیم او کار ته د لاسرسي موقع برابره کړي.

د بشري‌ حقونو د څار تنظیم

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د فعالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او وایي د مدني ټولنې د فعالانو د ځپلو لپاره یې اقدامات پراخ کړي دي.

د ایچ آر ډبلیو د جنوبي اېشیا د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي د مارچ پر 29مه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د مطیع الله ویسا، د هرات پوهنتون د یو مخکیني استاد رسول عبدي پارسي او ګڼ شمېر نورو نیول یاد کړي دي:

"طالبانو تېر کال په ټول هېواد کې د ښځو د حقونو په لسګونو احتجاج کوونکي نیولي دي. کېدای شي‌ پر ځایي رسنیو د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله خصوصاً په لرې پرتو سیمو کې د ډېرو نورو فعالینو نیول کېدل نه وي رپوټ شوي".

د بشري حقونو د څار سازمان وایي دا چې د دغو کسانو د نیول کېدو سبب څه دی او کله به دوی عدالت ته حاضر شي د طالبانو چارواکي په دې اړه ډېر لږ معلومات ورکوي، وایي حتی دا هم معلومه نه ده، چې طالبان ددغسې کسانو د نیولو او پر دوی د مقدمې چلولو لپاره له کومو قوانینو او تګلارو کار اخلي.

ایچ آر ډبلیو هم وایي هغه کسان چې طالبانو نیولي‌ دي وکیل ته لاسرسی نه لري او اکثره وختونه د هغوی د کورنیو غړو ته هم ورسره د لیدو او ملاقات اجازه نه ورکول کیږي.

د بشري حقونود څار تنظیم د مرتضی بهبودي په نوم یو افغان اصله فرانسوي خبریال یاد کړی چې وایي د تېرې جنورۍ میاشتې پر پنځمه کابل ته د رپوټونو جوړولو لپاره تللی وو خو د کار د اجازت لپاره د درخواست تر ورکولو دوې ورځې وروسته طالبانو نیولی او بندي‌ کړی یې دی.

د مرتضی بهبودي مېرمنې الیکزنډرا د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، تقریباً درې میاشتې کېږي له خپل میړه سره یې خبرې نه دي کړي. هغه وایي خاوند یې یو عکاس، خبریال او د بیان د ازادۍ ملاتړی وو او هغه باید په بند کې ونه ساتل شي.

د ایچ آر ډبلیو د اعلامیه له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرورۍ پر 26مه د مرتضی بهبودي نیول ونه منل خو ویلي یې وو چې "هغه ښه دی او ښه چلند ورسره شوی دی".

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي پر ښځو، نجونو او رسنیو باندې یې سخت بندیزونه لګولي او دغه بندیزیونه یې په زیاتېدو دي، چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کوي او دا کار یې د حکومت پېژندنې په مخ کې لوی خنډ ګڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00